۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبه


دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرهلمندولايت سفروكړ،
دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرديكشنبي په ورځ ديوسفرپرمهال يي دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي تركتلوورسته په يوه خبري ناسته كي خبريالانوته دخپل سفرپه اړه معلومات هم وړاندي كړل ،
خبر...سروري
دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرسورناپيندهلمندولايت ته ديوسفرپرمهال دهلمندوالي سره دهغه دكارپه دفتركي پداسي حال كي وكتل چي دهلمنددملي امنيت رئيس ډګروال نظرعلي واحيدي دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، دولايتي شورارئيس محمدانور،اوديوشميرنورودولتي ادارومسئولينوهم گډون درلود،
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دخبري ناستي پرمهال ددوست هيوادډنمارك دمرستوڅخه مننه وكړه چي دهلمندولايت دبيارغاوني اويولړنورواړينوپروژوپه ترسره كولوكي يي خپلي مرستي نه دي سپمه ولي
ښاغلي منګل دخبري ناستي پرمهال روښانه كړه چي ډنمارك هيوادبه دپدي ورستيوكي دوه ميليونه امريكايي ډالره دپوليسودروزلواودهغيوپرمسلكي كولوولګوي ،

هلمندوالي ديادي ناستي په جريان كي داهم وويل چي دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيروره سره پردي سربيره دنورومرستوژمنه هم كړي چي په راتولونكي به هغه ددي اداري پربيلابيلوبرخوولګيږي ،
دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرسورناپيندپه خبري ناسته كي خبريالانوته دخپل هيواددمرستوپردائيمي كولوټنګاروكړوويل چي ډنمارك به خپلي مرستي دهلمندولايت دادري سره ترهغه جاري ساتي ترڅوددي ولايت اداره پرخپلوپښوولاړه وي ،
دډنمارك هيواددپرمختيااواقتصادوزيرسورناپند دخپل هيوادله لوري دمرستولړي چي په هلمندكي يي ترسره كړي دري مليونه امريكارډالره يادكړل خودلانورومرستويادونه يي هم وكړه چي دهلمندولايت داداري سره به يي ترسره كوي ،
ډنمارك يوله هغه هيوادوڅخه دي چي په هلمندكي دپوهني په برخه كي ډيرى مرستي كړي اودلانورومرستوژومنه يي هم كړي چي ددي ولايت دپوليسودمسلكي كولوترڅنګ ددولتي اداري په پياوړتياكي هم يادهيواددمرستودكولواعلان وكړ،

۱۳۸۹_۶-۷




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر