۱۳۸۹ مرداد ۳۰, شنبه




سرحدي پوليس به دورځي په تيريدوسره قوي سي داخبره دبهرنيوځواکونوپه پوځي هډه کي ديوي غونډي پرمهال پداسي حال کي په ډاګه سوه چي دولايت دمقام مرستيال ، دنيمروزوالي ، دبهرنيوځواکونوعمومي قوماندان اويوشميرنورودولتي مسولينوهم ګډون درلود،
پدي اړه نورحال دسردارمحمدسروري په چمتوسوي راپورکي
خبر.......
سرحدي پوليس به دورځي په تيريدوسره داتواني پيداکي چي دهلمنداونيمروزولايتونوسرحدونه په ښه توګه سمبال کړي ،
پدي اړه غونډه دهلمندولايت دګريشک ولسوالي دبهرنيوځواکونوپه پوځي هډه کي پداسي حال کي جوړه سوه چي دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال ، دنيمروزوالي غلام دستګيرازاد په سهيل لويديځ زون کي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلز دهلمنددامنيه قومانداني اداري مرستيال سمونوال محمدايوب انصاري ، دهلمنددسرحدي پوليسودشپږم زون قوماندان سلطان محمود، ددوه سوه پنځلسم ميوندزونددقولي اوردواستازي ، بهرنيوامنتي کارپوهانواويوشيردولتي مسولينوهم ګډون درلود،
په پدي جوړه سوي غونډه کي په جنوب غرب کي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلزامنيت راويستل دگډوځواکونودنده وبلل وويل چي ديوسيمي لپاره امنيت کابوکول ترهرڅه اړين دي ،
ميلزدهلمنداونيمروزولايت دسرحدونودتړلوهلي ځلي به دپخواپه پرتله څوبرابره زياتي کړوترڅوپه يادوولايتونوکي امنيتي حالات نوردډاډول وبلل سي ،
اوددي دوولايتونودخلګولپاره دښه ژوندکولوچاري لټول سوي وي ،
دنيمروزوالي غلام دستګيرازاددخپلوخبروپرمهال داسي غونډي دسيمي دسرحدونودپياوړي کولواوديوښه سوله ايزامنيت دراويستلولپاره اړيني يادي کړي ،
نيمروزوالي دسرحدونوساتل ترټولوچاروموهم وباله وويل چي پدي سره موږکولايي سو چي دجنکياليواوهغه کسانوچي په سيمه کي تاوتريخوالي ته لمن وهي په امن کي پاته سوو،
ښاغلي ازاددافغانستان په چاروکي دګاونډي هيوادونوايران اوپاکستان مستقميه لاس وهنه وبلل اودسرحدي پوليسوپرتقويه اوزياته ولوټنګاروکړ،
کليپ .... نيمروزوالي
نميروزوالي دسرحدي پوليسودروزلي په هکله وويل چي پوليسوته دتعلم اوتربيي ترڅنګ هغويوته بايدپوره امکانات اوتجهيزات هم په واکي ورکول سي چي هغويي وکولايي سي ترڅودخپلي خاوري څخه ددوښمن په ورکولوکي په پوره هلي ځلي ترسره کړي ،
دى وايي چي ددي هرڅه په راويستلوکي به دهلمنداونيمروزولايتونه دهررنګه ظلمونواوورانکاره اعمالومخه په کلکه نيول سوي وي ،
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال چي ددي غونډي دبرخوالوڅخه وودهم په خپلوخبروکي ديادي غونډي دجوړولوڅخه خوښي وښودل چي دسرحدي پوليسودروزلواودهغيودتعلم اوتربيي په ترسره کولوکي پوره هلي ځلي ترسره سي ولي چي دسرحدونونه تړل کيدل يادوولايتونوته يولړستونزي راولاړه ولاي سي اودعامووګړوخوږژوندله يولړتاوتريخوالي سره مخامخ کوي ،
کليپ ...... معاوندصاحب
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزکوال په جنوب کي دايساف دعمومي قوماندان تورن جنرال ميلزدهلوځلوڅخه هم مننه وکړه چي دهلمنداودنيمروزولايت دامنيتي حالاتولپاره يي پوره پاملرنه ده ترڅودعامووګړوپه ژوندانه کي يونوي بدلون رامنځ ته کړي ،
ميرزکوال دسرحدي پوليسوپرتقويه کولواوهغيوته دپوره تجهيزاتوپه ورکولوهم ټنګاروکړچي سرحدي پوليس به وکولاي سي خپل هيوادددوښمن دتګ راتګ څخه خوندي وساتي ،
بياپه وارسره دبهرنيواوکورنيوسرحدي پوليسوپه چاروکي مسئولينويولړاړيني خبري هم ترسره کړي وويل چي دسرحدونونه بندول ددي دوو ولايتونودامنيتي ستونزواصلي عوامل دي خومسئولينوغوښتنه وکړه چي ډيرژرددي کارلپاره ګړندي ګامونه پورته سي ،
دغونډي په اوږدوکي دنظرتباديله ترسره سوه چي پکښي پرډيروښوامنيتي موضوعاتوبحث اوخبري دغونډي دبرخوالوترمنځ يادي سوي اودټولوپرتوستونزودحل کولولپاره يي لازم تصميمونه ونيول سول ،

١٣٨٩-٥-٣٠

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر