۱۳۸۹ مرداد ۳۰, شنبه


دهلمند ولايت په موسي كلا ولسوالي كي دوسلوالو طآلبآنو پريوه سترزندان دگډوځواكونوله لوري چاپه وهل سوي ده چي په نتجه كي يي ديارلس تنه طآلبان وژلي او ګڼ شمير زندانيان يي هم ازاد كړي دي.
دهلمنددوالي وياند محمدداود احمدي وايي په دي زندان كي دIRD دزراعتي موسيسي دوه تنه كاركوونكي هم وژل سوي دي چي دوه مياشت وړاندي طالبآنو تښتولي وه
خبر........ سروري
دهلمند دوالي وياندداود احمد ي ديوخبري ناست پرمهال خبريالانوته وويل چي تير ورځ دموسي كلا ولسوالي دشير غازي په كلي كي دوسلوالو طالبانوپريوه لوي محبس گډو ځواكونو چاپه وهلي ده چي په ترڅ كي يي ديارلس تنه طالبان وژل سو يدي .
احمدي وويل ددې چاپي پرمهال ۲۷تنه زندانيان ازاد سوى دى او پنځه نور زندانيان ددې عملياتو په ترڅ كي وژل سو يدي.
داود احمدي زياته كړه دغه پنځه تنه وژل سوي زندانيان دزندان سيمي ته دبهرنيو ځواكونو تر رسيدو مخكي دطالبانو له لوري وژل سوي وه

احمدي وويل په وژل سوو پنځو زندانيانو كي دوه د IRDزراعتي موسيسي كار كوونكي دي چي يوه مياشتي وړاندي دهلمند په مارجي ولسوالي كي وسلوالو طالبانو تښتولي وه .
دIRDدزراعتي موسيسي پنځه تنه كاركوونكي په مارجي ولسوالي كي دكار له ساحي نه وسلوالو نامالومو كسانو تښتولي وه چي تر دي مهال يي دسرنوشت په اړه هيڅ مالومات نه وه .
دهلمنددوالي وياند محمدداوداحمدي وايي ددې محبس دكشف په خاطر دډيري مودي راهسي پلټني رواني وي
چي تيره ورځ دموسي كلا ولسوالۍ په شيرغازي كلي كي ياد سوى زندان ومندل سوو او چاپه پري ووهل سوه
احمدي وويل په دي عملياتو كي ګډو ځواكونو ته كوم زيان نه دى رسيدلي ،


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر