۱۳۸۸ دی ۹, چهارشنبه




معصومه څېره كتاب له چاپه راووتسردارمحمد سروري
((معصومه څېره)) دهغه كتاب نوم دى چي دافغان خبريال اوشاعرشهيدعبدالصمدروحاني ويريني يامرثيې پكښې راغونډسوي دي.دغه كتاب چي په يوسلويوولسومخوكي چاپ سوى راټولوونكۍ يي دروېش خوندى اوترتيب كوونكۍ يي احمدنويدنظري دى.په (معصومه څېره) كي دهلمند،هيواداوپه بهركي دشاعرانوشعرونه په ښه كيفيت اوكميت چاپ سوي.عبدالصمدروحاني چي په هلمندكي دبي بي سي اوپژواك خبري اژانس خبريال وودوه كاله وړاندي دنامعلوموكسانولخوادلښكرګاه ښارڅخه وتښتول سوچي په سبايي مړۍ دبولان سيمي په لويه هديره كي وموندل سو.شهيدعبدالصمدروحاني چي دخپلوخبريالانوملګروسره ي خوراښې اړيكي درلودې دوه ودونه كړي ووه اوهلمندي خبريالانوورته دژورناليزم نابغه ويل.هغه رشتياهم نابغه ووځكه چي ښوونځۍ يي نه وه لوستې اودومره زده كړي يي نه وې كړي لكه څنګه چي دى پوهيده.نرى نرى ګوتي يي دكمپيوټرپرتڼيوداسي ښورولې لكه سل كاله چي يي زده كړي كړي وي.په خبرليكلوكي يي خورامهارت درلود اوښه شعرونه يي هم دستايلووړدي...!

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر