۱۳۸۸ آذر ۱۱, چهارشنبه

كلنټن پرخپل برېتانوي سيال مينه ده


د سن(The Sun) په نامه په لندن خپرېدونكې ورځپاڼې راپور ورکړچې د امریکا د باندنيوچارو وزيرې دوه شپېته كلنه هېلري كلنټن پردې اعتراف كړى دى چې پرخپل برېتانوي سيال ډېوېډميليبنډمينه ده .

سن بریتانوۍ ورځپاڼې ليكلي دي چې كلنټن په يوه ويناكې د ستاينې ترڅنګ څلورڅلوېښت كلن ميليبنډيوهوښيار،هڅاند،هيښنده،زړه ته نږدې – د دنياله غموبېغمه،زړه وړونكى اومينه ناك سړى بللى دى .

دې ورځپاڼې د مېرمن كلنټن په قول ليكلي دي هرڅوك چې ميليبنډ وويني په هغه مينېږي. كلنټن ويلي منظورمې دادى چې هغه يوهوښيار، هيښنده، زړه ته نږدې،ددنياله غموبېغمه،زړه وړونكى اومينه ناك سړى دى .

نــــــــور ښـــكلـــي پيـــدانــه كــــړې
څــــوك پـــرچـــاشــيــــدانــــه كـــړې
عشق،عشق،عشق خانه خراب دى
څــــوك مـــيــــن پـــــرچـــــانـــه كـــړې

سن ورځپاڼې د برېتانیا د باندنيوچارو د وزير ډېوېډميليبنډ له قوله ليكي چې هیلري كلنټن په خنداخندا وار كوي او لكه د لستوڼي مار داسې ده .

تمه كېږي چې د نومبرپرنولسمه په كابل كې دافغانستان د ولسمشركرزي د لوړې له مراسمو وروسته ميليبنډ له خپلې امريكايي سيالې هېلري كلنټن سره كتلي وي.

یاده دې وي چې سن ورځپاڼه عموماً دا ډول خبرونه خپروي اوځینې وخت د چارواکوخبرې تحریفوي هم

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر