۱۳۸۸ آذر ۱۶, دوشنبه

دافغانستان لپاره دبرتانياهيواددنړيوالي پرمختيادجنوبي اسيامسئول داسيايي انكشافي بانك مسئول دافغانستان لپاره دنړيوال بانك مسئول اويولړنورومسئولينواودپي


په كتنه كي راغلواستازوهلمندوالي ته ډاډوركړچي دهلمندپه بياجوړولوكي پريولړهغه پروژې چي رواني دي دبشپړيدوسره سم به يوشميرنويي پروژوي هم پلي سي ترڅوهلمندوال دهرراز ستونزوڅخه خلاص سي ،
ددي پلاوي موخه هلمندته دبيارغوني معارف اويولړهغه پرمختيايي كارونوارزونه وه چي په هلمندكي په ملكي اوپوځي برخه كې پرې كارروان دى.
دوى ژمنه وكړه چې په دي ټولوبرخوكې به ورسره پوره پوره همكاري كوي
په دي كتنه كي دواړوغاړودكارودښه ترسره كيدوڅخه خوښي وښوده چي په دي وروستيوكي پلي سوي اوياهم ترلاس لاندي دي ،
ترڅوهلمندنور دپرمختګ په لورګامونه اوچت كړي اوهلمنددجنګ جګړوڅخه په امن اوداكارترډيره بريده ترسره شوى هم دى.
په دي ګډه ليدنه كي پراداري چاروهم دغونډي دبرخوالوترمنځ پريولړاړينوموضوعاتوبحث اوخبري وسوي اوورسره جوخت لازم تصميمونه ونيول سوه ترڅوپه راتلونكي كي يوه قوي اداره جوړه اودفسادپروړاندي جدي مبارزه وكړو
، ښاغلي منګل راغلي پلاوي ته ددوي دپلانونواودنيويوپروژودپلي كولوپه برخه كي مننه وكړه اوترې په راتلونكي كي يې ديولړنورولويوپروژويادونه هم وكړه ،اوپرگډي همكاري دواړوغاړوټنګاروكړ،
همدارنګه په غونډه كي دلښكرګاه ښار اودګريشك ولسوالي ترمنځ غځيدلي سړك هم بحث وسوترڅويادسړك په پاخه اواساسي ډول جوړسي چي ددي سړك په جوړولوسره به دهلمندوالواوپه ځانګړي توګه دګريشك اوپرلاري دپرتوسيمودخلګوستونزي ترډيره ځايه حل سي
په همدې حال كې ديادي ولسوالي دبرښنا دشبكې په جوړولو هم خبرې وسوې اوټينگاريې وكړچې ياده شبكه به دسره ورغول سي چي داوس لپاره يي دتوليدظرفيت كم دي چي له جوړولوسره به يې سم ظرفيت لوړسي چي ورنه به اوه زره كورني گټه پورته كوي.
دكتني په اوږدوكي دولايت د ستراتيژي دفوډزون ياحصلخيزوسيموترنامه لاندي دپروګرام ستاينه هم وسوه چي دكلونوپه جريان كي په لومړي ځل دكوكناروپه كښت كي په زياته اندازه كمي راغلي ،
چي ددي كمښت اندازه په ټول هيوادكي په سلوكي دوه ويشت سلنه اوپه هلمندكي ددي كمښت اندازه په سلوكي دروديرش سلنه وه چي دكوكناروپه كښت كي دهلمندلپاره دالومړي ځل دي اومونږدي كمښت ته ديوزيري په سترګه ګورو،
دكتني په ورستيوكي هلمندوالي محمدګلاب منګل لخوا راغلي پلاوي ته دهلمنددحجاري اونجاري دفابريكي څخه جوړي سوي تحفي دډالي په توګه وركول سوي ،

۱۳۸۸-۹-۱۶

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر