د هلمند د گرشك ولسوالى اوسيدونكود امنيتي چارود ليږد د دريم پړاوملاتړکوي .
ددې ولسوالى ځينوقومي مشران وايي د امنيتي مسؤليتونود ليږد د دريم پړاو پوره ملاتړوكړکوواوژمنه يې وكړه چې تردې پروسې وروسته به هم د خپلوامنيتي ځواكونوترشا كلك ولاړويو اوهيڅ چاته به اجازه ورنه كړي چې په دې ولسوالى كې نا امنيوته لمن ووهي.
د هلمند والي محمد گلاب منگل د خپلې وينا پرمهال د گرشك اوسيدونكوته زيرى وركړچې ددې ولسوالى د امنيتي چارومسؤليت به د امنيتي مسؤليتونود ليږد په دريم پړاوكې كورنيوځواكونوته سپارل كيږي.
نوموړي په دې ولسوالى كې د امنيتي ځواكونوهڅې اوله دولت سره په هره برخه كې د خلكوهمكاري وستايله اوزياته يې كړه چې په دې ولسوالى كې ترډيره د امنيتي ستونزوټغرټول كړل سوى دى.ګرشک ولسوالي امنيت په داسي حال کي افغان ځواکونوته سپارل کيږي چي لاددي ولسوالي ځيني سيمي ددولت دوسلوالومخالفيونوپه واکي دي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر