۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه

په ګرشک ناقانونه روغتيايي مرکزونه اودرملتونونه وتړل سول.

په ګرشک ناقانونه روغتيايي مرکزونه اودرملتونونه وتړل سول.
دعامي روغتيادصحي قوانينودڅيړني ډلي په ګرشك كي درې شخصي كلينيكونه اوڅلورهغه درملتونونه وتړل چي دكارقانوني جوازيي نه درلود.
دروغتيادڅيړني ډلي په ګرشك شپاړس درملتونونه اوشخصي كتنځايونه وكتل .
 دعامي روغتيادصحي قوانينو دڅيړني ډلي په ګرشك كي دشخصي كتنځايونواودرملتونونوڅخه ليدنه وكړه .
دغي ډلي لومړي دګرشك له ملكي روغتون څخه ليدنه وكړه ،اوددولتي روغتون دډاكترانو اوكاركوونكو دهڅو ستاينه يي وكړه .
دګرشك ولسوالۍ دملكي روغتون سرطبيب عبداللطيف وايي چي داروغتون په پوره وسايلو سمبال دي اوګرشکوالو ته په څلور ويشت ساعته ډول وړيا خدمتونه وړاندي كوي .
وروسته دعامي روغتيا دصحي قوانينو دڅيړني ډلي په ګرشك ولسوالۍ كي دشپاړسو شخصي كلينيكونواودرملتونوڅخه هم ليدنه وكړه .
اودرې هغه شخصي كلينيكونه اوڅلوردرملتونونه چي دكارقانوني جوازيي نه درلود وتړل اوخاوندانوته يي سپارښتنه وكړه څو لومړۍ قانوني مراحل بشپړاوبيافعاليت پيل كړي .
همدارنګه دعامي روغتيا رياست دصحي قوانينودڅيړني ډلي دوه تنه هغه ډاكتران چي دزده كړي اسناديي نه درلود ل هم له كارنه منع كړل اوكتنځايونه يي وروتړل .
دعامي روغتيا دصحي قوانينو دڅيړني دډلي مشر ډاكتر مولادادتوبه ګار وايي چي دغي ډلي نورو ولسواليو ته هم سفركړي، اوپلان لري څوپه ټول هلمندكي دغيري قانوني درمل ځايونواوكلينيكونودفعاليت مخنيوي وكړي .
بايد وويل سي چي داستونزي يواځي په ولسواليوكي نه بلكي په لښكرګاه ښاركي هم شتون لري ،اوګڼ شمير هيوادوال په مركزلښكرګاه ښاركي هم دغيري مسلكي ډاكترانو څخه سرټكوي اوغوښتنه كوي چي ددغه ډول كسانومخ ونيول سي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر