۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

په هلمند كې د لومړي ځل لپاره له نړيوال معيارسره سم ښارگوټى جوړيږي


په هلمند كې د لومړي ځل لپاره له نړيوال معيارسره سم ښارگوټى جوړيږي
ددې ښارگوټي د جوړولوپه اړه د سه شنبې په روځ په لښكرگاه كې د يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل،په ابوظبي كې د افغانستان پخواني سفيرراشد الدين محمدي ورسره ملگرواود هلمند گڼ شميرپانگوالواوقومي مشرانوگډون درلود معلومات وړاندې سول.

دولايت دمقام څخه رسنيوته په استول سوي خبرياڼه دراشد الدين دخولي وايي په هلمند كې ترسره سوي پرمختگونه وستايي هغهوايي دا پرمختگونه يې په دې ولايت كې د ښه مديريت پايله وبلله اوزياته يې كړه چې ددې ولايت پرمختگونوته په كتوسره په دوبى كې الوطنيه كمپنى هوډ كړى چې په دې ولايت كې يونمونوي ښارگوټى په عصري اونړيوال معيارچې ټولې آسانتياوې به پكې موجودې وي جوړكړي.

د نوموړي په وينا چې هلمند يې ځكه ددې ښارگوټي لپاره غوره كړترڅونړى ته وښيي چې په هلمند كې د تيرونا امنيوټغرټول سوى اوپكې هرډول پرمختگ ته لاره هواره سوې ده.
ده زياته كړه چې دا پروژه په خصوصي سكتورپورې اړه لري اود متحده عربي اماراتوپه هڅوچې له وړاندې يې په دې ولايت كې پروژې پلې كړې دي ترسره كيږي.

دخبرپاڼي په حواله هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې په دې ولايت كې يې د يوه پرمختللي ښارگوټي د جوړولولپاره ډيرې هڅې ترسره كړې دي اودا مهال ددې ښارگوټي جوړول د ده د آرمانونويوه برخه ده چې پوره كيږي.

نوموړي په ډاگه كړه چې دا ښارگوټى د پنځه زره كورنيولپاره په دې ولايت كې چې ټولې آسانتياوې به ولري جوړيږي اوپكې به شاوخوا ۳۵ زره كسان هستوگن وي.

دده په وينا چې هڅه كيده چې دا ښارگوټى د هيواد نوروولايتونوته وليږدول سي خوزموږ د هڅوپه پايله كې دې پروژې ته هلمند ټاكل سوى دى.

د يادونې وړده چې ددې ښارگوټي نقشه د افغانستان د هوا اوطبعيت ،كلتورفرهنگ اودودونوسره سمه ډيزاين سوې شپږمياشتې وروسته به يې چارې پيل اود دوه نيموكلونوپه موده كې به بشپړسي.




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر