۱۳۸۹ آذر ۳, چهارشنبه

سنګين ولسوالي به دورځي په تيريدوسره دښي دولت داري اوپراخ امن څخه برخمنه سي




سنګين ولسوالي به دورځي په تيريدوسره دښي دولت داري اوپراخ امن څخه برخمنه سي
داخبره دسي شنبي په ورځ په ښوراب كي ديوي غونډي پرمهال روښانه كړل سووپدي غونډه كي دولايت دمقام مرستيال ، امنيه قوماندان ، اودسنګين ولسوالي مسئولينوهم ګډون كړي وو،
خبر.............................سروري ،
سنګين ولسوالي چي دلښكرګاه ښارپه شمال كي پرته ولسوالي ده چي پدي ورستيوكي دولت اونړيوالي ټولني خپله پوره پاملرنه ددي ولسوالي هراړخيزوبرخوته اړه ولي چي ډيرژربه دسنګين ولسوالي دمسئولينوپه خبره يوه نوم نه يي ولسوالي جوړه سي چي دامنيت اوبيارغوانيي ساري به نه وي ،
مسئولينوداهم وايي چي دستراتيژك اړه خه سنګين ولسوالي ددولت لپاره ترټولواړينه ده ولي چي ددي ولسوالي په امنيت راويستلوكي د ټولو شمالي ولسوالي لپاره يوه مومهيمه ولسوالي بلل كيږي ،
دوي وايي كچيري داولسوالي ديوپراخه امن څخه برخمنه اوسي نوداداسي معني لري چي دهلمندولايت ټولي شمالي ولسوالي ددوښمن دبوردباش اوتګ راتګ څخه به په امن كي وي ،
دسنګين ولسوالي دښي دولت داري ترڅنګ دپوليسوپرپياوړي كولواوددتشكيل دزياته ولو، په دي ولسوالي كي دبيارغاوني يولړاړيني ټولګټي پروژي پلي كول ، دهغه غونډي دبحث وړګرمي موضوګاني وي چي دايساف ځواكونوپه ستره هډه ښوراب كي جوړه سوي وه ،
پدي غونډه كي دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال ، دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار، په سهيل لويديززون كي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلز، دسنګين ولسوال او امنيه قوماندان اويوشميربهرنيومشاورينوهم ګډون درلود،
په سهيل لويديززون كي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلزوويل چي موږدمارجي ولسوالي دعملياتوڅخه په ښي تجريبي اخيستلوسره دسنګين ولسوالي عمليات به په ښه توګه بايدترسره كړو ، دي زياته وي چي په سنګين ولسوالي كي دپوليسوزياته ول اوقوي كول هغه خبره ده چي ددي ولسوالي لپاره دښه امنيت په ټينګه ولوكي پوره مرسته كولايي سي ،
دي وا يي چي ددترڅنګ بايدپه سنګين ولسوالي كي يولړپرمختيايي پروژي هم پلي سي چي ديوخوابه په ياده ولسوالي كي دخلګولپاره دكاركولوزمينه برابره سي بل پلوبه ددي ولسوالي ټولي لوي لاري ويالي اولوي لوي كانالونه اوكاريزونه به دسره څخه ورغول سي چي پدي سره به دسنګين ولسوالي دخلګود اقتصادپه قوي كولوكي هم پراخ بدلون رامنځته سوي وي ،
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال په خپلوخبروكي دسنګين ولسوالي امنيتي حالات دپخواپه پرتله ښه واباله اوپدي ولسوالي كي يي دلانوروامنيتي تدابيروپرپياوړي كولوټنګاروكړوويل چي پدي ولسوالي كي بايدنورهم امنيتي پوليس زيات سي ترڅوداولسوالي دهرډول امنتي ستونزوڅخه په امن كي پاته وي ،
دي زياته وي چي ددي هرڅه لپاره په سنګين ولسوالي كي يوي قوي اداري ته اړتياهم سته چي اوس مهال دسنګين ولسوالي اداره تربل هروخت پرخپل كاربرلاسي اويوه ښه اداره ده خوده دسنګين ولسوالي دمسئولينوڅخه دلانورهلوځلوغوښتنه هم وكړه ،
ښاغلي ميرزكوال ديادي ولسوالي لپاره دبيارغاوني دپروژودپلي كيدوپه اړه وويل چي اوس پدي ولسوالي كي وړي كلي والي پروژي تركارلاندي دي چي ډيرژربه ددي ولسوالي لپاره اړيني ټول ګټي پروژي هم پيلي سي ،
دولايت دمقام مرستيال همدارازدهلمنددامينه قومانداني دمسئولينوهڅي وستايلي چي پدي ورستيوكي دمركزترڅنګ په لروپرتو ولسواليو كي يي اړين پروګرامونه ترلا س لاندي نيولي ،
ښاغلي ميرزكوال همداراز دسنګين ولسوالي دټولوكاركوونكولپاره داضافي تنخواخبره هم دياده وكړه وويل چي ددي ولسوالي كاركوونكوته به دولايت دانكشافي بوديجي څخه وركول كيږي چي پدي سره به دسنګين ولسوالي دكاركوونكولپاره يوښه خبروي ،
ميرزكوال وايي چي ډيرژرپه دسنګين ولسوالي لپاره دټولنيزه شوراهم جوړه سي چي داشورابه دخلګواودولت ترمنځ هغه ستونزي چي پرتي وي هغه ته به دحل لاري چاري لټوي ،
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاروايي چي په سنګين ولسوالي كي به دپوليسولپاره دهروډول تجهزاتو، وسلواونورهغه څه چي ديوي ولسوالي دپوليسولپاره اړين وي هغه ددي ولسوالي دپوليسودمسئولينوپه واكي وركوي ترڅودخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،
قوماندان همدارازدسنګين ولسوالي دلوي لاري دجوړه ولولپاره يي دهرډول امنيت دراويستلواوددي لاري دساتلولپاره دچمتوالي خبروركړ،
دي وايي چي پدي كاركي بايددبهرنيوځوكونوترڅنګ كورني ځواكونه هم پوره ونډه واخلي ترڅوياده لاردخلګواودولت پروړاندي خلاسه سي اوددي لاري څخه دسنګين ولسوالي امنيتي كسان په ښه توګه تلل اوراتلل وكړي ،
دسنګين ولسوال محمدشريف اوددي ولسوالي امنيه قوماندان سمونوال ګلي خان دخپلي ولسوالي دورستيوپرمختګونوپه هكله دغونډوي برخوالوته معلومات وړاندي كړل وويل چي په سنګين ولسوالي كي دسمندري ځواكونوپه راتګ سره پوره امنيت رامنځته سوي چي تل دافغان ملي اوردو ملي پوليسوسره په ښه همغږي اوږه پراوږه كاركوي ،
دوي همدارازپه سنګين ولسوالي كي دپيل سووپروژوڅخه هم خبروركړوويل چي پدي ولسوالي كي دلوي كانال دجوړه ولوچاري چي ديواستنادي ديوال په جوړه ولوسره به داكانال دنهرسراج ولسوالي حاصلخيزي سيمي هم خړوبي كړي ،
دوي په خپله ولسوالي كي دپوهني ، روغتيا ، اويويوشميرنوروهغه كارونوچي ددي ولسوالي لپاره موهيم دي يادكړل ،
دغونډي په ورستيوكي دايساف عمومي قوماندان تورن جنرال ميلزدولايت دمقام مرستيال اوامنيه قوماندان اودسنګين ولسوالي مسئولينوته ډاډوركړچي بهرني ځواكونه به تل دهلمندولايت دادري سره كاركوي ترڅوداولايت دهرډول ننګونواوستونزوڅخه په امن كي پاته وي ،

۱۳۸۹---۹---۳




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر