۱۳۸۹ آبان ۱۷, دوشنبه

په هلمندكي تاريخي سيمي اوځايونه دروځي په تيريدوسره دوراني سره مخ دي ،




په هلمندكي تاريخي سيمي اوځايونه دروځي په تيريدوسره دوراني سره مخ دي ،
داخبره دهلمندداطلاعات اوكلتوررئيس دهلمندپه زړه كي دسترتاريخ بست كلا په سيمه كي خبريالانوته روښانه كړ،
خبر..................... سروري
په هلمندكي تاريخي سيمي اوځايونه دروځي په تيريدوسره دوراني سره مخ دي ،
پدي ولايت كي ډيري تاريخي سيمي او كلاګاني شتون لري چي دهغه دجملي څخه يوه هم دبست كلا دتاريخي ښكلي سيمه اوكلاده چي هلمندوالي هروخت دخوشحالي په مراسيموكي دملي لپاره دبست كلا ښائستي اوزريني سيمي ته ورځي ،
خوددي ترڅنګ هلمندولايت په خپله غيږه كي يوشميرډيري تاريخي لرونكي كلاګاني په لري پرتوولسواليوكي هم لري لكه په سنګين ولسوالي كي دساروان كلا، په كجكي ولسوالي كي دامركروړكلا، په بغران ولسوالي كي تاريخي دره باغي حرم ، په موسي كلاولسوالي كي دموسي كلا، په نهرسراج ولسوالي كي دګريشك كلا، په نادعلي ولسوالي كي دنادعلي كلا، په ناوي ولسوالي كي دسري كلاپه نوم يوه تاريخي كلا، په ګرمسيرولسوالي كي دصفارتاريخي سيمه اويوشميرنوري تاريخي كلاګاني ، دخانشين ولسوالي ستره اوتاريخي لويه كلا، اودبي بي جاني كلا،
چي ددي ترڅنګ په يوشميرنوروولسواليوكي هم ديته ورته تاريخي سيمي اوكلاګاني دهلمندپه غيږه كي پرتي دي چي دامهال يادتاريخي اثار ديولړسختوستونزوسره لاس اوګريوان اوياهم دورانيدوپه حال كي دي ،
لكه څنګه چي تاريخي سيمي اوتاريخي اثاردهيوادشتمني بلل كيږي خونن سباپه هلمندكي تاريخي ځايونه له وركيدوسره مخ سوي ،
په هلمندكي دبست كلاچي دريواتونولمخي پنځه زره كلن لرغوني تاريخ لري اوس مهال پوره ترميم اوجوړه ولوته اړتيالري ، داكلاچي دلښكرګاه ښارجنوب لورته په څه كم وه كليومتري كي پرته ده ديوخواڅخه ددي سيمي دخلګولخوا يي ځيني ځايونه وران سوي اوكښتونه پري كرل سوي اوبلخوادولت اونړيوالي ټولني دنه توجوله امله داتاريخي سيمه له ورانيدوسره مخامخ سوي ،
دهلمنددطلاعات اوكلتوررئيس عليشامظلوميارپه خبره چي موږڅوڅوځلي ددي كلادرغولولپاره هلي ځلي كړي خولاتردي مهاله ورته چاكوم مثبت جواب نه دي ويلي ،
مظلومياروايي كچيري نړيواله ټولنه اودتاريخي سيمواواثارودبيرته رغولوپه نړيواله كچه ددي تاريخي ميراثونومسئول اينسكوزموږدهلمندتاريخي سيمواوځايونوته پوره پاملرنه ونكړي هلمندبه ددي سترتاريخ څخه بي برخي پاته وي اوداځاي به لمنځه تللي وي ،
داطلاعات اوكلتوررئيس دهلمندتاريخي سيمي ددولت نه بلكي دټولوهلمندوالوبولي اوږغ كوي چي په ساتلوكي ورسره ټوله هلمندوال ترخپله وسه مرسته وكړي ،
دي وايي كچيري عام خلګ دخپل تاريخ اوتاريخي سيموقدرداني ونه كړي هلمندبه دداسي تاريخي نامه څخه پاته وي كوم چي اوس مهال يي نوم په ټوله نړي كي پروت دي

دښاغلي مظلوميارپه ويناچي دبست كلادرغولولپاره يي جدي ګامونه پورته كړي اويولړاړين كارونه يي په لاره اچولي څوددي ولايت دتاريخي سيمو دورانه ولومخه يي نيول سوي وي اوداتاريخي ميراث ترنورونسلوپوري داسي پاته وي ،

۱۳۸۹—۸--۱۷

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر