۱۳۸۸ شهریور ۱۲, پنجشنبه

په هلمندكي دشهيدانواو ټپيانو دحقوقو دتثبيت كمسيون له خواددووتنو شهيدانوپركورنيو دجمهورريس دځانګړي فرمان له مخي پنځه سوه زره افغاني مرسته وسوه .


دپنج شنبي په ورځ دشهيدانو اوټپيانو دحقوقو دتثبيت او اجرا دكمسيون لخوا دهېواد دجمهورريس ښاغلي حامدكرزي دځانګړي (۱۴۲۸) او(۱۴۲۹)ګڼه فرمانونو له مخي ددوو تنو شهيدانو دكورنيوسره په داسي حال كي نقدي مرسته ترسره سوه چي هلمند والي محمد ګلاب منګل دامنيه قومانداني مرستيال محمدايوب انصاري ، هلمندمستوفي سيدامان الله سادات ، او ددي كمسيون يوشمير نور غړي هم حاضر وه .
دغه شهيدانوكي څلور تنه وروڼه هريولكه محمد نعيم ،اسدالله،احمدالله ،امان الله چي دغه څلورتنه وروڼه دګرمسيرولسوالي اوسيدونكي عبدالحكيم زامن وه چي ګرمسيرولسوالي كي دجګړوله امله په شهادت رسيدلي وه اوګرشك ولسوالي اوسيدونكي حبيبه چي په نوموړي ولسوالي دجكړوله امله په شهادت رسيدلي ده دهرشهيدله كورني ته ديادسوي كمسيون لخوا سل ، زره افغاني وركړل سوي .
دپيسو دوركړي پرمهال هلمند والي د شهيدانوروح ته دلوي خداي ج دستر دربارڅخه دجنت الفردوس غوښتنه او دكورني غړو ته دتصليت مراتب وړاندي كړه اودلوي خداي ج دسپيڅلي دربارڅخه يي په هېواد كي د دائمي سولي دټينګښت غوښتنه وكړ.ه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر