۱۳۸۸ شهریور ۱۱, چهارشنبه

تيركال دتارياكو په كښت كي ۳۳ سلنه كمښت راغلي دي دا ټكي دهلمندوالي دچهارشنبي په ورځ په يوه خبر ي ناسته كي خبريالانو ته روښانه كړ.



تيركال دتارياكو په كښت كي ۳۳ سلنه كمښت راغلي دي دا ټكي دهلمندوالي دچهارشنبي په ورځ په يوه خبر ي ناسته كي خبريالانو ته روښانه كړ. سروري
دچهارشنبي په ورځ دهلمندوالي محمدګلاب منګل په هغه خبري ناسته كي چي دولايت دمقام په مطبوعاتي دفتر كي جوړه سوي وه روښانه كړه چي تيركال دټول هېواد په سطحه دتارياكو دكښت په كركيله كي ۲۲ سلنه كمښت راغلي چي په ځانګړي توګه په هلمند ۳۳ سلنه كمي راغلي دي ده زياته كړه چي په هلمندكي دتارياكو دكښت په دغه دپام وړ كمي كي زياته ونډۀ دفوډزون يا حاصلخيزو سيمو دپروګرام دعملي كولو پروسه وه چي دغه پروګرام دملكي وګړو ، قومي مشرانو او پوليسو په پوره همكاري پلي او ترسره سو.
ښاغلي منګل دهغه ((۱۷) تنه پوليسودكورنيو سره هم خپله غم شريكي ياده كړه كم چي دكوكنارودكښت دله منځه وړلود كمپاين پرمهال په شهادت رسيدلي وه .
هلمندوالي خوښي وښوده چي هغه هلمندچي څوكاله وړاندي يي په نړي كي نوم دتارياكو په بدنامه ياديده اوس دخوشحالي ځاي دي چي هلمند دورځي په تيريدوسره دغه بدنام نوم دځانه ليري كوي او دسوكالي په لور درومي .
ده داهم وويل چي په سږني كال كي دكرهڼي او مالداري وزارت (۴۲۵۰) ټنه غنم په ښه بيعه دهلمنديانو په ځانګړي توګه دهغه هلمندي كرونده ګرو څخه كوم چي زيانمند سوي وي په لوړه بيعه دفوډزون پروګرام لپاره رانيسي چي په سږني كال كي به (۳۲۰۰۰) هكټاره ځمكه دفوډزون دپروګرام ترپوښښ لاندي راسي . او كرونده ګرو ته به يي برسيره پركمياوي سرو او اصلاح سوو تخمونو دباغداري او باغ جوړولو په برخه كي هم مرسته وركول ترسره سي .
ښاغلي منګل دبرتانياهېواددهغه مرستونه مننه وكړه كوم چي دتيراو سږني كال دفوډزون پروګرام دپلي كولو لپاره يي ترسره كړي دي .
هلمندوالي پرټول هلمندي اولس ږغ وكړه راسي يوځل بيا خپل ګران هلمندپه هغه نامه مشهوراو وستايو كوم چي وړاندي دغنمو دګدام په نامه ياديده او دتارياكو دناوړه بوټي څخه په كلكه ډډه وكړه او په خپلو ځمكو حلال كښتونه وكرو .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر