۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

چارواکوهغه وازي ردکړي چې ګواکې یوشمیرمهیمي سیمي به یوځل بیادوسله والوپه ولکه کې ولویږي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۴—
دهلمندامنیتي چارواکوهغه وازي په کلکه ردکړي چې ګواکې یوشمیرمهیمي سیمي به یوځل بیادوسله والوپه ولکه کې ولویږي .
دوی وایې دایوازي دوسله والواوهغه کړیوتش په نوم تبغلیات دي چې په اولسونوکې یه خپره وي ،له کومه وخته چې دهیوادپه شمال کې ناامنیوزور واخیست ورسره سم په کوردننه دیوشمیرسیاسي کارپوهانواوشنوونکوسره داسي اندیښنې وې چې ګواکې وسله وال طالبان په شمالي افغانستان کې ځکه خپلوبریدونوته زور ورکوي ترڅوپه جنیوبي افغانستان کې یوشمیرمهیمي سیمي ترخپلي ولکې لاندي راولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
له کومه وخته چې دهیوادپه شمالي ولایتونوکې دوسله والوبریدونواوپه ځینوولایتونوکې ناامنۍ ډیرسوي ورسره سم دځینوسیاسي کارپوهانواوشنوونکوسره داسي اندیښنې هم پیداسولي چې ګواکي وسله وال طالبان دهیوادپه شمال کې دناامنیودډيریدوهدف دهیوادپه جنوبي ولایتونوکې خپلومهیمو اوځینوستراتیژیکوسیموته ځان رسول دي،خودهلمندمنیه قوماندان دغه اوازې یوازي دوسله والوتش په نوم تبلیغات یاده وي اوډاډورکوي چې په هلمندکې به دهرډول ناامنیومخه نیسي .

نوموړی وایې په دې ولایت کې یه نه یوازي وسله والوطالبانوته درنه مرګ ژوبله اړولي بلکې داتوانایې هم نلري چې یوځل بیابه ځیني سیمي ترخپلي ولکې لاندي راولي ،هغه دامنیتي ځواکونودد ې هرڅه بریالیتوب ترشاه داولس پراخه مرسته یاده کړه ،هلمندله کلونوکلونوراهیسې دناامنیوشاهددی خوتراوسه هم ددې ولایت دنصبي امنیت دساتلولپاره کوټلي اوپرځای ګامونه نه دي پورته سوي چې اوسیدونکې یه ترډیره دنظامي ارګانونوترمنځ دنه همږغي له وجي بولې ، چې له امله یې دامنیتي ځواکونوترڅنګ ډيری وختونه ملکې کسان هم خپل ژوند دلاسه ورکړي .چې ښه بیلګه یې دتیري ورځي دولایت ودانۍ ته څیرمه دحج او اوقاف پر ریاست وسله وال برید دی.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر