۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

ولسمشردهلمندامنیه قوماندان ته امرکړی چې په هلمندکې دمځکودویشلومخه ونیسي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۲—
ولسمشردهلمندامنیه قوماندان ته امرکړی چې په هلمندکې دمځکودویشلومخه ونیسي .
نوموړی وایې ولسمشرورته په دې ولایت کې دهرډول املاکې کارونودمخنیوي امرکړی اودویشل سونمروپه اړه به دولتي چارواکې جواب ووایې ،که څه هم دولسمشردغه امرچې په هلمندکې دي دمځکودویش لړۍ ودرول سي ډيرناوخته دی خودهلمنداوسیدونکې دولسمشرڅخه غوښتنه کوي چې هغه کسان دي دعدالت میزته راکش کړي چې پرخپل سریې دولتي اوشخصي مځکي ویشلي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دسه شنبي په ورځ په خبري ناسته کې خبریالانوته وویل ولسمشرورته امرکړی چې په هلمند دمځکودغصب اودنمرو دویش مخه ونیسي ،هغه وایې ولسمشرورته داهم ویلې دهغه کسانوسره به حساب وکې چې پرخپل سریې دولتي اوشخصي مځکي دنمرو په نوم ویشلي دي،ملاخیل ډاډورکړچې دولسمشردامرسره سم به داځل دهرهغه چاه مخه ونیسې چې دمځکوپه غصب اویاهم دنمروپه ویشلولاس پوري کړي .

دهلمنداوسیدونکوهم دولسمشردغه ګام وستایه خوغوښتنه یې داوه هغه کسان دي قانون منګلوته وسپاري چې دولتي اوشخصي مځکي یه غصب کړي اویایه هم دنمروپه نوم دپیسوپه بدل کې پلورلي دي .


په هلمندکې دمځکودغیري قانوني ویش له امله ددې ولایت اوسیدونکوډیری وختونه دخپلولاریونو،دنه خوړلو،دکارنه کولو،اوخیمي وهلواعتصابونه کړي وه خوچایه هم په خبره سرنه ګره وۍ ،ددوی په خبره دمځکوپه غصب کې دولایتي چارواکوترڅنګ ،وکیلان ،اوزورواکي هم لوی لاس لري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر