۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

دهلمند موسي کلاولسوالۍ دوسله والوطالبانودسختي محاصیره لاندي ده.

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۹—
دهلمندموسي کلاولسوالۍ دوسله والوطالبانودسختي محاصیره لاندي ده.
دیادي ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې که اضافي سرتیري وسلي اومهیمات ورنسي  یاده ولسوالۍ به دهغویولاسته ولویږي ،هغه وایې له تیري شپي راهیسې وسله والوپه ډيرشمیرددې ولسوالۍ دکوجنک سیمه نیولې اوغواړي دولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ پرودانۍ برید وکړي ،دهلمند امنیه قوماندان دتل په څیرپه موسي کلاولسوالۍ کې امنیت ډاډوړبولي ،خوهادولایتي شوارغړي هم سخته اندیښنه لري اوغوښتنه کوي که یادي ولسوالۍ ته ډیرژرتازه دمي سرتیري ونه لیږل سي ولسوالۍ به دوسله والوطالبانولاسته ولویږي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دموسي کلاولسوالۍ له تیري شپې راهیسې دوسله والوطالبانودسختي محاصیري لاندي راغلې ده ،دموسي کلاامنیه قوماندان شمشادتلویزیون ته دټلیفون پرکرښه وویل که ولایتي اومرکزي دولت دوسلو،اومهیماتوپه رسولي کې مرسته ونکړي دولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ مرکزونه به هم دوسله والولاسته ولویږي خوقوماندان وایې ترهغه به دفاع وکړي ترڅویوپولیس هم ژوندی وي .

دهلمند امنیه قوماندن دتل په څیري په موسي کلاولسوالۍ امنیت ډاډوړبولي اورامنځته سوې اندیښنې ناسمي یاده وي ،خوهاخوادهلمند ولایتي شوارغړي دموسي کلادولسوالۍ دامنیه قوماندان خبري ټولي منې اوزیاته وي وسله والو طالبانودبازار سل متره ته ځان رسولی دی اوکه ژرتازه دمي سرتیري سیمي ته ونه لیږل سي دحالاتوکابوکول به ناشونی وې .

دموسي کلاولسوالۍ امنیه قوماندان که څه هم دوسلو،مهیماتواواضافي سرتیرود ورتګ غوښتنه کوي خودولایتي شوارغړي وایې د۲۱۵ میوندقول رادو،اوامنیه قوماندان ډاډورکړی چې ډيرژربه موسي کلاولسوالۍ ته دوسلو،مهیماتوترڅنګ به تازه دمي سرتیري هم ورسوي .
یاده دي وي چې دري ورځي وړاندي دموسي کلاولسوال هم په یاده ولسوالۍ کې امنیتي حالت نازک وباله اوغوښتنه یې کوله که دامنیتي ځواکونوسره مرسته ونسي دولسوالۍ مرکزبه دوسله والولاسته ولویږي .ولسوال هم نوي رامنځته سوي امنیتي ستونزي منې خودژرمرستي رسولوغوښتنه کوي .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر