۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه

هلمند دهیوادپه سطه دمچیودشاتودراټولولوښه سیمه ووبلل سوه .

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۴—
هلمند دهیوادپه سطه دمچیودشاتودراټولولوښه سیمه ووبلل سوه .
دکرني دریاست اړونددمچیودفارمونومسولین وایې داچې په دې ولایت کې دمچیودشاتوراټولولوښه پایله ورکړي ده نودوی هم هڅه کوي چې دپراختیالپاره یې کاروکړي ،ددوی په باورکه دولت اوسوداګرپه دغه برخه کې مرسته وکړي دوی به نورهم خپلوهڅوته دوام ورکړي ،دغه څرګندوني دکرني په ریاست کې دمچیودشاتودودي اوپراختیاپه دري ورځني ورکشاف کې په ډاګه سوې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند دهیوادپه سطه دمچیودعاسلودراټولولویوه ترټولومناسبه سیمه بللي سوې ده ،دکرني دریاست اړونددمچیوروزونکې وایې دتیرکال دورستیوڅخه تردي دمه دوی دوه زره او سل کلیوشات په لاس راوړي دي ،دوی غوښتنه کوي داچې دشاتوپه راټولولوکې ډيروالی راځي نواړینه ده چې دبازارپه پیداکیدوکې ورسره مرسته وسي ،ددوی په باورو له کله چې یه دغه کارته مخه کړي ده ورسره سم یې په اقتصادي برخه کې هم ډيردپام وړښه والی راغلی دی .

په هلمندکې دکرني اومالدارۍ په برخه کې دبهرنۍ موسیسي (Card-F) مسولین وایې هلمند دهیوادپه سطه دمچیودشاتویوه ترټولومناسبه سیمه یاده چې دوی هم له تیرودوکلونوراهیسي ۷۵۰  صندقه مچۍ پرکرونده ګرو ویشلي دي چې تراوسه یې ښه پایله په لاس راوړي ده .

هغه وایې یادي موسیسي له تیرودوکلونوراهیسي په دې ولایت کې دشنوخونو،دمچیو،اودچرګانودفارمونود جوړولوپه برخه کې کارکاوه ،خوله دي وروسته به دیوشمیر سړکونو، پلونو، ویالو اودپنبي د کښت په برخه کې هم بیلابیل پروګرامونه په کارواچوي ،دیادولووړده چې دکارډیف موسیسه دڅلور نوروزارتونو لکه دکلیوپراختیا،کرني ،دنشه یې توکو،اومالې وزارت سره هم ګډکارکوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر