۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه

دمدني فعالین وایې دمرکزي دولت دنه پاملرنې اودچارواکوسرپرستۍ داولایت دناامنۍ په ځاله بدل کړ.

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۷—
دهلمنددمدني فعالین وایې دمرکزي دولت دنه پاملرنې اودچارواکوسرپرستۍ داولایت دناامنۍ په ځاله بدل کړ،دوی ګواښ کوي که یادولایت ته په کارپوه اونوی والي ونه لیږل سي ښای دلته ستونزي څوبرابره نوري هم ډیرسي چې بیابه یې حل کول له توانه وتلی کاروي ،مدني فعالینودیوه مطبوعاتي کنفرانس له لاري داهم وویل داداري فساد، دمځکودغصب ،اوناامنیولوی لامل په اداروکې دسرپرستوچارواکوګمارل یاده وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندمدني فعالینوپه یوه خبري ناسته کې پرولسمشرږغ وکړ که په دې ولایت کې دروانوناامنیو،اداري فساد،دمځکودغصب،مخه ونه نیسې دوی به ددولت او ولایتي چارواکوپرضدپه پراخولاریونونولاس پوري کړي . دوی نه یوازي دلته دشته ناخوالودورکیدوغوښتنه کوله بلکې یه داهم وویل چې مرکزي دولت دي دهلمندلپاره وړاومناسب کس دوالي په توګه ولیږي  اودادسرپرستۍ لړۍ دي نوره دهلمندڅخه لري کړي،  په خبره یې دغي چارې په لوی لاس دستونزوراپیداکیدوته  زمینه برابره کړه .


دغه مدني فعالین وایې دسرپرستۍ روان حالت هلمنددناامنیوپه ځاله بدل کړی دی ،دمسولیت نه احساس ،دخلکواودولت ترمنځ واټن رامنځته کول ،دخلکوپردولت بي باورې ورځ تربلې پراخیږي چې دوامداره کیدل به یې ددولت دوسله والومخالفینوبیاراتګ زمینه هم برابره کړي ،دوی په خپلوخبروکې ددې واسنې حالت پړه پرمرکزي دولت ورواچول چې دهلمندته یې توجوکمه اویاهم بیخې نسته چې له امله یې په هره برخه کې ستونزي دپام وړډیري سوې ،دیادولووړده چې تیره ورځ دموسي کلاولسوال هم دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله یې دولسوالۍ حالت داندیښنې وړوباله .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر