۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه

ولایتي شوار:داداري فساد،دمځکودغاصبینو،اوزورواکوسره کلکې مباریزي داولس دستونزوپه حل کولوکې پاته راغلو.

راپور—۲۰۱۵—۵—۳۱—
دهلمندولایتي شواروایې دناامنیو،اداري فساد،اودمځکودپراخ غصب دستونزوله امله دوی ونه توانیده چې دتیروشپږومیاشتوپه موده کې داولس ستونزوته دحل لارولټوي ،دوی داهرڅه په دې ولایت کې دپراخ اداري فساد،دمځکوغصب،اوناامنې په ګوته کوې چې وکیلان ترډيره په یادوبرخوکې شکیل اودخلکوستونزوته یې پاملرنه کمه وه ،دوی دمرکزي دولت څخه دهلمندپه دولتي اداروکې تغیراوتبدیل راویستل دشته ستونزوحل بولي ،چې دغه چاري دوی پرکارونوهم سیوری غوړولی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددولایتي شوراریس اوغړي وایې دتیرشپږومیاشتوپه موده کې بیاهم ونه توانیده چې داولس دستونزوپه حل کولوکې مرسته وکړي ،وکیلان وایې دوی په یاده موده کې داداري فساد،دمځکودغاصبینو،اوزورواکوسره په سختومباریزوکې راشکیل وه چې له امله یې داولس دستونزوپه حل کولوکې پاته راغله .دغه وکیلان وایې ددوی ترڅنګ اولسونه هم نورپه اداروکې دفساد له امله ترپوزي رسیدلي دي که مرکزي دولت جدي پاملرنه ونه کړي دوی اړدي چې نوردخپلوخلکودستونزودحل کولوپه موخه په خپله لاس په کارسي .


دوی په هلمندکې دناامنیواوخپل سري کارونویوه بله بیلګه دملي شورادیوشمیرغړومداخله او په خپله خوښه مقررۍ هم دځينو ولسوالیو او سیمو دناامنیو لوی لامل بولي ،دهلمنددولایتي شوراریس اوغړي دخپلوشپږمیاشتودفعالیت څخه ځکه ناراضه دي چې دملي یوالي دحکومت درامنځته کیدوسره سم اکثره اداري دسرپرستومسولینولخوااداره کیږي چې نه یوازي یه خلکوته ګڼي ستونزي رامنځته کړي دي بلکې ولایتي شوراهم دغه کاردخپلوکارونوپروړاندي لوی خنډبولي ،دیادولوده چې دهلمندولایتي شوراپنځلس غړي لري چې دري یه ښځي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر