۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه

دګرشک اوسیدونکې په خپله ولسوالۍ کې دامنیت دخرابوالي څخه اندیښنه لري .

راپور—۲۰۱۵—۵—۵—
دهلمنددګرشک ولسوالۍ اوسیدونکې په خپله ولسوالۍ کې دامنیت دخرابوالي څخه اندیښنه لري .
دوی وایې که څه هم دخپلوامنیتي ځواکونوسره پوره مرسته کوي خوپه ګرشک کې ناامنۍ ورځ تربلي دزیاتیدوپه حال کې که ورته جدي پاملرنه ونسي یوځل بیابه ګرشک ولسوالۍ هم دپراخو ناامنیوشاهده وي .
خوپه ورته وخت کې بیبادیادي ولسوالۍ امنیتي مسولین نه یوازي دپوره امنیت ډاډ ورکوي بلکې داهم وایې چې په هغه سیموکې به عملیات وکړي چې ناامنه دي ،ولي په دغه برخه کې دخلکوهمکاري هم اړینه بولي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دګرشک ولسوالۍ دپخواني امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل تروژل کیدووروسته دیادي ولسوالۍ اوسیدونکې دامینت دخرابوالي څخه اندیښنه نلري ،دوی وایې که څه هم دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکې دخپلوامنیتي ځواکونوسره پوره مرسته کوي خوپه دې ورستیوکې دیادي ولسوالۍ په ځینوسیموکې ناامنۍ اودوسله بریدونودوی اندیښمن کړي دي ،دوی غوښتنه کوي که دګرشک دامینت په اړه جدي پاملرنه ونسي لري نه ده چې داولسوالۍ به یوځل بیادناامنیوپه کوربدله سي . 

دغه اوسیدونکې وایې ګرشک ولسوالۍ ځکه مهمه ده چې دهرات اوکندهارپرسردهلمندترټولولویه ولسوالۍ ده نواړینه ده چې دامنیت دښه کیدوپه موخه یې کوټلي ګامونه پورته سي ،خوپه ورته وخت کې دیادي ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان په ګرشک کې دپوره امینت دټنګښت ډاډورکوي ،ولي زیاته وي په هغه سیموکې چې دوسله والوپټنځایونه دي دلمنځه تلولپاره یې دنوروامنیتي ځواکونوسره په ګده دعملیاتوتیاری هم نیولی دی .


دګرشک ولسوالۍ اوسیدونکې په داسي حال کې دخپلي ولسوالۍ دامنیت دخرابوالې څخه اندیښنه لري چې اوس مهال دیادي ولسوالۍ په نهرسراج ،دمارجې په سیستانې ،دلښکرګاه ښارپه خوشک ابې سیمه کې ددولت اووسله والوترمنځ له شاه اوخوادوواونیوراپديخوانښتي دوام لري چې دواړې خواوې یوبل ته ددرنومرګ ژوبلوداړولوادعاوي هم کوي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر