۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه

د۳۵ لیسوښوونکوګواښ وکړکه یې نومري ورنکول سي له دندوبه لاس په سرسي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۵—
په هلمندکې د۳۵ لیسوښوونکوګواښ وکړکه یې نومري ورنکول سي له دندوبه لاس په سرسي .
دوی د۳۵ لیسوپه استازي توب دخبریالانوپریس کلب ته په دې موخه راغلي وه ویل له تیروپنځه کلونوراهیسې ورته دنومروسندونه ورکول سوي خولاهم نومري نه دي ورکول سوي په داسي حال کې چې نوروخلکوته نومرې ورکول سوې خودوی له پوره پامه غورځول سوي دي ،که څه هم له تیروپنځه کلونوراهیسې ښوونکوته نومري نه دي ورکول سوي خوچارواکې بیابه وايې دولسمشردامرسره سم املاکې کارونه په دې ولایت کې درول سوي دي 
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه ښوونکې وایې له تیروپنځه کلونوراهیسې نه یوازي یه ولایتي چارواکو،ښاروالۍ ، بلکې پخوانې ولسمشره ته یې هم خپل ژغ رسولی دی ،دنومروسندونه په لاس کې لري خولااوس هم دویته نومري نه دي ورکول سوي ،په داسي حال کې چې ددوی اړونده ځمکه دزور واکو،له لوري غصب کړل سوې ده ،خوبیاهم ولایتي چارواکوددوی سره دیادي ستونزوپه حل کولوکې هیڅ رازمرسته نه ده کړي .


دوی وایې که څه هم څوځله یې دیته ورته په اعتصاب لاس پوري کړی دی خوداځل یې کلکه ملاتړلې که ورته نومري ورنه کول سي اوددوی اړونده مځکه چې دامهال دزور واکولخواغصب کړل سوي ده ددوی په واکې ورنه کړي  له خپلودندوبه لاس په سرسي ،پرهمدي مهال دهلمندمرستیال والي دښونکوستونزه منې خووایې دولسمشرپه امرپه دې ولایت کې املاکې اودمځکودویشلو کارونه په ټپه درول سوي دي ،که څه هم پخوانې او اوسنې ولسمشرانودخپلودندوپرمهال دښوونکوسره درهایشي نومرودورکړي وعدې کړې وې ولي تراوسه هم په هلمندکې دیادوښونکوسره کړي وعدي نه دي عملي سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر