۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

ولایتي شوراپه دې ولایت کې دناامنیوډیریدل دولایتي چارواکوبي کیفایتي بولې .

راپور—۲۰۱۵—۵---۷—
دهلمند ولایتي شوراپه دې ولایت کې دناامنیوډیریدل دولایتي چارواکوبي کیفایتي بولې .
دوی وایې چارواکې مرکزي ادارې اوپه خاص ډول ولسمشرته په هلمندکې دروانوناامنیوپه اړه ناسم راپورونه ورکوي چې له امله یې دلته ورځ تربلې نه یوازي چې ناامنۍ ډيریږي بلکې ورسره سم ډيری سیمي هم ددوی دواکه وځي ،خوبیاهم مرکزته دپوره امنیت راپورورکوي ،په ورته وخت بیاچارواکې دلښکرګارښاه په ځینوسیمواودکرشک نهرسراج کې دڅوارلس ورځنیوعملیاتودپایته رسیدوخبرورکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایتي شورایوځل بیاوروسته له هغه پرولایتي چارواکوله دې کبله سخته نیوکه وکړه چې دکرشک په نهرسراج سیمه کې څوارلس ورځني عملیات بیله کومي خاصي لاسته راوړني پایته ورسول ،دولایتي شواردامنیتي کومیټي مشروایې ملکي اونظامي چارواکې په دې ولایت کي دروانو ناامنیو په اړه امنیت شورا اولسمشرته ناسم مالومات ورکوي چې له امله یې امنیتي حالت ورځ تربلې دخرابیدوپه حال کې دی

هغه دامینت شورا اودولسمشرڅخه دهلمندامنیتي حالت ته دپوره پام اړولوغوښتنه کوي ،پرهمدې مهال دهلمندمرستیال والي وایې دوه اونۍ وړاندي یه دګرشک په نهرسراج سیمه کې پراخ عملیات پیل کړه چې دشپاړسوکلیوپه نیول کیدواووسله والوته په درنه مرګ ژوبله یادعملیات پایته ورسول،هغه دپوره امنیت دراویستلوژمنه کوي .


که څه هم هرکال ګرمۍ په موسم کي دوسلوالو بریدونه زور اخلي خو دتیر لمریز کال په ټولوموسمونو کي دهلمند په شمالي ولسوالیو، دمارجي په سیستاني،اوتریخ ناور،دلښکرګاه ښاراړوند،دکلای سنګ دګرشک په نهرسراج ،میرمنداب اوځینونورسیموکې ډله ییز بریدونه او دوامداره ناامنیواندیښنې ډیري کړي دي ،خوولایتي مسولین بیا دامنیت دټنګښت ډاډورکوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر