۱۳۹۴ خرداد ۲, شنبه

دنوروکلونوپه پرتله سږکال دغنمودکروندوپه حاصلاتوکې دپام وړزیات والی راغلی دی .

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۳—
په هلمندکې دنوروکلونوپه پرتله سږکال دغنمودکروندوپه حاصلاتوکې دپام وړزیات والی راغلی دی .
دکرني دریاست چارواکې وایې دنورکلونوپه پرتله نه یوازي ددغنموکروندي ډيري سوي دي بلکې ورسره سم دنوروکلونوپه پرتله یې دکیفیت په لوړوالي کې هم دپام وړپرمختګ سوی دی چې له امله به یې سږکال کرونده ګروپه پراخه کچه دغنمودکروندوڅخه حصلات په لاس راوړي ،خوپه ورته وخت کې کرونده ګروایې ورسره داصلاح سووتخمونو،کیماوي سري ،اودرملوپه برخه کې له دوی سره مرسته وسي په کروندوکې به یې په پراخه کچه بدلونونه رامنځته سي چې ورسره سم به دکوکناروپرکرکیله هم تاثروکړي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندکه دهیواددناامنوولایتونوپه کتارکې خپل ځای لري خودپراخوکرهڼیزومځکوپه درلودلوسره یووخت دغلي داني دګډام نویې هم درلودچې ددې ولایت ترڅنګ دهیوادنوروولایتونوته یې غنم وړل کیدل چې دروانوناخوالو،ددولت نه پاملرنې ،اودکوکنارودزیاتي کرکیلي له امله یې لوی زیان ولید،خوخوشبختانه چې دکرني دریاست چارواکې دنوروکلونوپه پرتله سږکال په دې ولایت کې نه یوازي دغنمودحاصلاتودډیروالي څخه خبرورکوي بلکې داهم وایې چې دکیفیت لمخي خورالوړدي ،دکرني ریس وایې سږکال په دې ولایت کې پر۹۸ زره هکټاره مځکه غنم کرل سوې دي چې هرهټکاربه ۵ خرواره غنم وکړي .
دکرني اومالدارۍ ریس روح الله روان ................کلیپ.
کرونده ګروایې دغنمودغه تخمونه یې په خپلوپیسواخیستي که ورسره دولت داصلاح سوتخمونو،کیمیاوي سري ،اوپه نوروبرخوکې مرسته وکړي دغنموحاصلات به یې څوبرابره ښه سي .
دکرونده ګرو................واکسپاپ.
اندیښنه داده چې دکرونده ګرودغنمودحاصلاتولپاره دمناسب بازارنه شتون نه یوازي کرونده ګرناهیلي کړي بلکې دکرني ریاست هم دغه ستونزه جدي یادوي اوپه دې برخه کې دپوره پام اړولوغوښتنه کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر