۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

ولایتي شورا اود۴۲ مدني ټولنوترمنځ دګډي همکارۍ په موخه یوتړون لاسلیک سو.

راپور—۲۰۱۵---۵—۱۷—
دهملند دولایتي شواراو۴۲مدني ټولنوترمنځ دګډي همکارۍ په موخه یې یوتړون لاسلیک کړ.
دولایتي شوارغړي اومدني فعالین وایې دګډکارموخه یې په دې ولایت کې دپرتوناخوالو،دروانوناامینودلمنځه تلواودیته ورته په نوربرخوکې دیوبل سره مرسته ده ترڅوددې ولایت داوسیدونکوپرتوستونزوته دایمي دحل لارولټوي،دغه مدني فعالین اوولایتي شوروکیلان وایې په دې ورستیوکې په هره برخه کې ستونزي دپام وړډيري سوې چې له امله یې دوی اړکړه چې یوګډحرکت راپیل کړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شواراو۴۲ مدني ټولنوترمنځ ددې ولایت داوسیدونکودستونزودحوارۍ په موخه یوګډمدني حرکت راپیل سوترڅوپه مټ یې دپرتوناخوالواوشته ستونزومخه ونیسې ،دغه ۴۲  مدني ټولني چې دهلمندمدني ټولني سره یوځای وې ددوشنبي په ورځې یې دولایتي شوارسره خپل ګډکاردیوه تړون په لاسلیکولوسره پیل کړ،دولایتي شوراوکیلان اومدني فعالین وایې فساد،دمځکومافیا،ناامنۍ ،اودیته ورته نوري ستونزي وي چې دوی یه اړکړه ترڅوپه ګډه سره مباریزه وکړي .

مدني فعالین اودولایتي شوراوکیلان ټنګه ژمنه کوي چې نوربه په دې ولایت دهرډول ستونزودحل کولوپه موخه به خپل ږغ پورته کوي اودحل په لاروچاروکې به دخپلودولتي چارواکوسره یوځای کلکه مباریزه کوي،په هلمندکې روانوناامنیو،اداري فساد،دمځکوپراخ غصب مدني فعالین او ولایتي شوراهم دیته اړه کړه چې دیوبل سره دیادستونزوپروړاندي دګډي مباریزي ږغ پورته کړي اوپروړاندي یه کلک ودریږي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر