۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

ولایتي شوارخبرداری ورکوي که مرکزدې ولایت جدي پاملرنه ونکړي اولسونه به دحکومت دملاتړه لاس واخلي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۷—
دهلمندولایتي شوارخبرداری ورکوي که مرکزي دولت دې ولایت جدي پاملرنه ونکړي اولسونه به دحکومت دملاتړه لاس واخلي .
دوی وایې دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي ،دکورنیوچارودوزارت نه پاملرنه ،ددې لامل سوچې ورځ تربلي امنیتي ننګوني دپا وړډیري سي،دولایتي شواردغړوپه باوردهلمند امینتي چارواکې مرکزي اداروته دهلمندپه اړه ناسم راپورونه ورکوي چې له امله یې امنیتي حالت داندیښني وړدی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شوارریس خبرداری ورکوي که مرکزي دولت ددې ولایت دامنیت کابوکولوته جدي پاملرنه ونکړي اولسونه به دخپل دولت دملاتړه لاس په سرسي ،هغه وایې په هلمندکې دناامنیوډیریدل دشته امنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي ،دپولیسودتشکیل کموالی ،ددې لامل سوچې ورځ تربلې یه اندیښني ډیري کړي ،هغه په دغه برخه کې دکورنیوچارودوزارت نه پاملرنه دیادستونزوزیږنده بولي .

نوموړي پرولسمشرله دې وامله ږغ وکړچې حالت ورځ تربلې دخرابیدوخواته ګامونه اخلي که ورته جدي پام وانه ړول سي ولایتي شواربه هم دخپل دولت سره نه یوازي پریکون اعلان کړي بلکې به ددولت دکړنواوکارونوملاتړهم نه کوي.


هغه وايې که حالت همداسي دوام وکړي اودامنیت اړوند وزارتونه دهلمند دامنیتي ځواکونوپه رهبرۍ اومکاناتوکې تغیررانولي ځیني ولسوالۍ به دسقوط سره مخ سي ،خودهلمندامنیه قوماندان دموسي کلاولسوالۍ څخه دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته دپولیسوله لوري دهرډول نه همږغي خبري ردوي اوداهم نه منې چې دپولیسوتشکیل دي کم وي هغه وايې دوی پوره ځواکونه لري چې دحالاتودکابوکلولپاره تري کارواخلي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر