۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه

په موسي کلاولسوالۍ کې دملکې مامورینونه شتون دامنیت خرابوالي ته لاره هواره کړه .

راپور—۲۰۱۵—۶—۱
په موسي کلاولسوالۍ کې دملکې مامورینونه شتون دامنیت خرابوالي ته لاره هواره کړه .
ولسوال محمد شریف وایې که څه هم په وار وار یې دولایتي چارواکوڅخه دملکې مامورینودورتلوغوښتنه کړي ده خوبیاهم په دغه برخه کې چاددوی غوښتنوته مثبت جواب نه دی ویلې چې له امله یې په یاده ولسوالۍ کې ناامنیوته ښه زمنیه برابره سوه .
خوولایتي چارواکې هم په موسي کلا،اونوزادولسوالیوکې دملکې مامورینودنه شتون ستونزه منې ولي تره ډیره یې پړه پرناامنیواودماتنخواګانوپرکمښت وراچوي چې مامورین زړه نه ښه کوي چې دندوته ولاړسي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددموسي کلاولسوالۍ ولسوال وایې دملکي مامورینونه شتون په دیادولسوالۍ کې ترډيره دامنیت خرابوالي ته زمینه برابره کړي ده ،دده په خبره که په یاده برخه کې مرسته ونسي ستونزي به نوري هم ډيري سي ،هغه وایې دغه چارې ترډيره داولس اودولت ترمنځ پراړیکوهم بدي اغیزي کړي دي .

پرهمدي مهال دولایت دمقام ددفترریس هم دغه ستونزه منې ولي زیاته وي له یوي خوادملکي مامورینوتنخواګانې کمي دي اوله بلې خوا په دې ورستیوکې په شمالي هلمندکې ناامنۍ هم ډيري سوي چې له امله یې مامورینوخپلي دندي پریښولي اویاده ستونزه یې رامنځته کړه ،دنوموړي په خبره دسیمه ییزاورګانونودخپلواکې داداري سره یې دغه خبره هم شریکه کړي ده ترڅویوه دحل لاره ورته ولټول سي .


هغه وایې دم ګړی یې دیادولسوالیولپاره دملکې مامورینوپه دنده دګمارولوپه برخه کې دازادوسیالیوپروسه هم راپیل کړې ده ترڅودمامورینودنه شتون روانه ستونزه حل کړي ،په شمالي هلمندکې دروانوناامنیوترڅنګ بله لویه ستونزه دملکې مامورینونه شتون دي چې دولسوالیومسولین هم دغه چارې له ګڼوننګونوسره مخ کړي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر