۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۴, دوشنبه

دکورنیوچاروزارت ژمنه کوي چې په کوردننه اوبهرکې یه دپولیسودروزني لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.

راپور—۲۰۱۵—۵—۴—
دکورنیوچاروزارت ژمنه وکړه چې په کوردننه اوبهرکې یه دپولیسودروزني لپاره پوره چمتوالی نیولی دی
دیادوزارت دپولیسودروزني عمومي قوماندان وایې داسي پلانونه ترلاس لاندي لري چې لمخي به یې په کوردننه اوبهرکې دپولیسودلاښه روزني په موخه په لاره واچوي ترڅوپولیس دمسلکیتوب کچې ته ځان ورسوي .
خوهاخوابیاپه لښکرګاه کې دپولیسودروزني دمرکزچارواکې وایې دتیروڅوکلونوراهیسې یه دیادمرکزڅخه ترلس زره ډیرپولیس په بیلابیلوبرخوکې فارغه کړي دي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکورنیوچارودوزارت دښووني اورزني عمومي قوماندان د۲۲۹ پولیسودپوځي زدکړوڅخه دفراغت په مراسیموکې وویل په ټول هیوادکې ۱۱ دپولیسودرزوني مرکزونه لري خوژمنه یې وکړه چې دکورنیوچارووزارت هڅي راپیل کړي ترڅودپولیسودلاښه روزلواومسلکتوب په موخه دالړۍ بهرنیوهیوادونوته هم وِغځوي ،چې په دغه کارسربه پرتي ستونزي تریوه بریده حل سي ،پرهمدي مهال دیادمرکزقوماندان وایې دیولړستونزواومشکلاتوسربیره یې بیاهم دیادمرکزڅخه ټول څه باندي ۱۳ زره پولیس په بیلابیلوبرخوکې فارغه کړي دي .

په ورته وخت کې دامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال پاچاه ګل بختیاروایې وروسته له هغه چې دپولیسودروزني لړۍ راپیل سوې ورسره سم په دې ولایت کې دخلکواوپولیسوترمنځ اړیکې هم ورځ تربلې دپراخیتاپه حال کې سوې ،هغه ډاډورکوي چې پولیس به ددې ولایت څخه په هرډول حالاتوکې کلکه دفاع وکړي .


نوموړی وایې که څه هم ترډيره یې پولیس دجنګ په لومړی کرښه کې دوسله والوسره په جګړه بوخت دي خوژمنه کوي چې دهلمند پولیسوته به مسلکي ښوونه اوروزنه ورکوي ترڅوپه دغه برخه کې کله ناکله دارمنځته سومرګونوپیښومخه هم نیول سوې وي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر