۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۶, شنبه

دموسي کلاولسوال وایې که ددې ولسوالۍ امنیت ته جدي پام وانه ړول سي وسلوال به یې ونیسي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۶—
دموسي کلاولسوال اندیښنه لري که دیادي ولسوالۍ امنیت ته جدي پاملرني ونسي وسلوال به یې په ولکه کې واخلي .
هغه وایې دوی دولسوالۍ پریوه  برخه حاکمیت لري پاته دري برخي دم ګړی وسله والوترخپلي ولکي لاندي راویستي دي .نوموړی وایې اوس هم هرشپه وسله وال پرامنیتي پوستودوامداره بریدونه کوي ،هغه ددې ولسوالۍ دامنیتي  کسانوډیریدواوهغویوپه درنوسلودسمبالیدوغوښتنه کوي ،خوامنیتي چارواکې وایې دوی به هیڅ کله هم وسله والوته داموقع ورنکړي چې موسي کلا ترخپلي ولکې لاندي راولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دموسي کلاولسوال محمدشریف وایې ددولت دنه پاملرنې له امله دیادي ولسولۍ درې برخي دوسله والوپه وکله کې ولویدې او دامهال یوازي دولسوالۍ پریوه برخه دوی واکمن دي ،هغه وایې اوس هم وسله وال په دوامداره توګه پرامنیتي پوستوبریدونه کوي خودوی دوسله والوپروړاندي هغه ډول درنې وسلي نلري کوم چې یه وسله وال دامنیتي ځواکونوپروړاندي ترې کاراخلي چې له امله یې دامنیتي کسانومرګ ژوبله هم لوړه ده .

نوموړی وایې دیادي ولسوالۍ دنیول کیدولپاره وسله والوطالبانودرې قوماندان په دنده ګمارلي دي چې په ډيرشمیروسله وال یې په سپکواودرنووسلوسمبال کړي هم دي ،هغه وایې که په دغه برخه کې جدي پاملرنه ونسي دموسي کلاولسوالۍ ژغورل به ناشونی وي .

خوهاخوادهلمندامنیه قوماندان ډاډورکوي چې وسله والوطالبان نسي کولای موسي کلاترخپلې ولکې لاندي راولي .موسي کلاولسوالۍ هم دهلمندپه شمالي پنځوناامنه ولسوالیوکې ده چې دیادلسوالیو ډیری برخې  د دولت  دوسله والومخالفینوسره په واکې دي ،دناامنیودډیریدوله امله یادي ولسوالۍ دتیرو۱۴ کلونوراهیسې دبیارغاوني په برخه کې هم له پوره پامه غورځول سوي دي .





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر