۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

هلمندله تیرو دیارلسوکلونوراهیسې هرکال دپولیویودمثبتوپیښوشاهدوي .

راپور---۲۰۱۵—۵—۱۰—
هلمندله تیرودیارلسوکلونوراهیسې هرکال دپولیویودمثبتوپیښوشاهدوي .
دواکسین دبرخي مسولین وایې سږکال هم ددې ولایت په خانشین ولسوالۍ کې دپولیویوه مثبته پیښه ثبت سوې ده چې له امله یې یواوه کلن ماشوم فلج سوی ،خواندیښنه یې داده چې دوامداره ناامنۍ ،ددوي درضاکارانوپروړاندي لوی خنډ دی اونسي کولای په لري پرتوسیموکې ماشومانوته دپولیوضدواکسین ورکړي ،چې ښایې داولایت په راتلونکوکې دنوروپیښوشاهدهم اوسي ،ولي زیاته وې دیادویروس ویره ترډيره په نهرسراج ولسوالۍ کې موجوده ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددعامي روغتیادریاست دکتلوي معافیت چارواکې په دې ولایت کې دپولیوضد دواکسین دپیل کیدوپرمهال وویل که څه هم ترډیره دوی دیادویروس پروړاندي جدي مبارزه راپیل کړې ده ،خوبیاهم دهلمندپه خانشین ولسوالۍ کې دګوزڼ یوه مثبته پیښه ثبت سوې ده ،چې له امله یې یو اوه کلن ماشوم فلج سوې دی ،هغه وایې ترډيره بریده ناامنۍ دیادویروس په پراخوالي کې مرسته کوي خودوی هم پوره هڅي راپیل کړي ترڅوددې ولایت ټولوسیموته دپولیوواکسین ورسوي .

دنوموړي په ویناپه ټول هلمندکې به داځل دیادکمپین پرمهال تراوه زره دکم عمرلرونکې ماشومانوته دڅلورزره رضاکارانوپه مرسته ددریوورځوپه اوږدوکې دپولیودویروضدواکسین ورکول سي ،په ورته وخت کې دنړیوال روغتیایې سازمان استازی وایې داچې ددې ولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج په سیمه کې دناامنیو دډيریدواودلته دپولیودمثبتوپیښودرامنځته کیدوڅخه ویره لري ،خواوایې دوی هم ورته ټنګه پاملرنه کوي .


که څه هم دپولیومثبتي پیښې ناامنوسیموته دواکسین دنه رسیدوله امله رامنځته کیږي خوددې برخي مسولین وایې په هغه سیموکې ددوی کسان واکسین نسي کولای چې عملاجګړه وي ،ولي دلته جګړه په ډیری سیموکې دوامداره ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر