۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه

په موسي کلاولسوالۍ کې دملکې مامورینونه شتون دامنیت خرابوالي ته لاره هواره کړه .

راپور—۲۰۱۵—۶—۱
په موسي کلاولسوالۍ کې دملکې مامورینونه شتون دامنیت خرابوالي ته لاره هواره کړه .
ولسوال محمد شریف وایې که څه هم په وار وار یې دولایتي چارواکوڅخه دملکې مامورینودورتلوغوښتنه کړي ده خوبیاهم په دغه برخه کې چاددوی غوښتنوته مثبت جواب نه دی ویلې چې له امله یې په یاده ولسوالۍ کې ناامنیوته ښه زمنیه برابره سوه .
خوولایتي چارواکې هم په موسي کلا،اونوزادولسوالیوکې دملکې مامورینودنه شتون ستونزه منې ولي تره ډیره یې پړه پرناامنیواودماتنخواګانوپرکمښت وراچوي چې مامورین زړه نه ښه کوي چې دندوته ولاړسي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددموسي کلاولسوالۍ ولسوال وایې دملکي مامورینونه شتون په دیادولسوالۍ کې ترډيره دامنیت خرابوالي ته زمینه برابره کړي ده ،دده په خبره که په یاده برخه کې مرسته ونسي ستونزي به نوري هم ډيري سي ،هغه وایې دغه چارې ترډيره داولس اودولت ترمنځ پراړیکوهم بدي اغیزي کړي دي .

پرهمدي مهال دولایت دمقام ددفترریس هم دغه ستونزه منې ولي زیاته وي له یوي خوادملکي مامورینوتنخواګانې کمي دي اوله بلې خوا په دې ورستیوکې په شمالي هلمندکې ناامنۍ هم ډيري سوي چې له امله یې مامورینوخپلي دندي پریښولي اویاده ستونزه یې رامنځته کړه ،دنوموړي په خبره دسیمه ییزاورګانونودخپلواکې داداري سره یې دغه خبره هم شریکه کړي ده ترڅویوه دحل لاره ورته ولټول سي .


هغه وایې دم ګړی یې دیادولسوالیولپاره دملکې مامورینوپه دنده دګمارولوپه برخه کې دازادوسیالیوپروسه هم راپیل کړې ده ترڅودمامورینودنه شتون روانه ستونزه حل کړي ،په شمالي هلمندکې دروانوناامنیوترڅنګ بله لویه ستونزه دملکې مامورینونه شتون دي چې دولسوالیومسولین هم دغه چارې له ګڼوننګونوسره مخ کړي دي .

ولایتي شوار:داداري فساد،دمځکودغاصبینو،اوزورواکوسره کلکې مباریزي داولس دستونزوپه حل کولوکې پاته راغلو.

راپور—۲۰۱۵—۵—۳۱—
دهلمندولایتي شواروایې دناامنیو،اداري فساد،اودمځکودپراخ غصب دستونزوله امله دوی ونه توانیده چې دتیروشپږومیاشتوپه موده کې داولس ستونزوته دحل لارولټوي ،دوی داهرڅه په دې ولایت کې دپراخ اداري فساد،دمځکوغصب،اوناامنې په ګوته کوې چې وکیلان ترډيره په یادوبرخوکې شکیل اودخلکوستونزوته یې پاملرنه کمه وه ،دوی دمرکزي دولت څخه دهلمندپه دولتي اداروکې تغیراوتبدیل راویستل دشته ستونزوحل بولي ،چې دغه چاري دوی پرکارونوهم سیوری غوړولی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددولایتي شوراریس اوغړي وایې دتیرشپږومیاشتوپه موده کې بیاهم ونه توانیده چې داولس دستونزوپه حل کولوکې مرسته وکړي ،وکیلان وایې دوی په یاده موده کې داداري فساد،دمځکودغاصبینو،اوزورواکوسره په سختومباریزوکې راشکیل وه چې له امله یې داولس دستونزوپه حل کولوکې پاته راغله .دغه وکیلان وایې ددوی ترڅنګ اولسونه هم نورپه اداروکې دفساد له امله ترپوزي رسیدلي دي که مرکزي دولت جدي پاملرنه ونه کړي دوی اړدي چې نوردخپلوخلکودستونزودحل کولوپه موخه په خپله لاس په کارسي .


دوی په هلمندکې دناامنیواوخپل سري کارونویوه بله بیلګه دملي شورادیوشمیرغړومداخله او په خپله خوښه مقررۍ هم دځينو ولسوالیو او سیمو دناامنیو لوی لامل بولي ،دهلمنددولایتي شوراریس اوغړي دخپلوشپږمیاشتودفعالیت څخه ځکه ناراضه دي چې دملي یوالي دحکومت درامنځته کیدوسره سم اکثره اداري دسرپرستومسولینولخوااداره کیږي چې نه یوازي یه خلکوته ګڼي ستونزي رامنځته کړي دي بلکې ولایتي شوراهم دغه کاردخپلوکارونوپروړاندي لوی خنډبولي ،دیادولوده چې دهلمندولایتي شوراپنځلس غړي لري چې دري یه ښځي دي .

۱۳۹۴ خرداد ۷, پنجشنبه

دعامه نظم نوي تازه دمي قوماندان دوسله والوطالبانوپروړاندي دعملیاتودپیل کیدوخبرورکړ.

راپور---۲۰۱۵—۵—۲۸---
په هلمندکې دعامه نظم نوي ټاکل سوي قوماندان دوسله والوطالبانوپروړاندي دعملیاتودپیل کیدوخبرورکړ.
سمونوال خلیل الرحمن جواد وایې ډیرژربه دنوروامنیتي ځواکونوسره دکلکې همږغي ترڅنګ  په هغه سیموکې عملیات راپیل کړي چې دامهال دوسله والوطالبانوتربریدونولاندي دي ،نوموړي وړاندي تردي په هلمندکې دعامه نظم ددریم کنډک دقوماندان په توګه دنده درلوده ،په دغه مراسیموکې دعامه نظم دعمومي قوماندنۍ مرستیال بیاژمنه وکړه چې په ولایتونوکې به دپولیسوداړتیاوړټولي ستونزي حل کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد  سروري راکوي .
په هلمندکې دعامه نظم داتمي لیوالپاره نوي ټاکل سوي قوماندان دخپلي دندي دپیل پرمهال ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به دنوروامنیتي ځواکونوسره دکلکې همږغي ترڅنګ به په هغه سیموکې دوسله والوطالبانوپروړاندي عملیات راپیل کړي چې دوسله والوترتهدیدلاندي دي ،هغه که څه هم دامنې چې دنده یې په سختوحالاتوکې وردغاړي سوه خوزیاته وي دامنیت په ټنګښت کې به پوره هڅه وکړي .

پرهمدي مهال دعامه نظم دعمومي قوماندانۍ مرسیتال بیاټنګارکوي چې دعامه نظم ترڅنګ به دټولوهغه پولیسوستونزي حل کړي چې دامهال په ولایتونوکې ورسره لاس اوګریوان دي،خونوموړی دغه څرګندونې په داسي حال کې کوي چې ددې ولایت ملي پولیس تل ددرنووسلو،مهیماتو،اوزغرواوټانګونودنه درلودلوله امله شکایت کوي اودناامنیودډیریدویولامل همداستونزي بولي .

 دیادي لواپخوانې قوماندان مل پاسوال غلامي سخي غفوري له اته کلنۍ دندي وروسته په کندوزولا یت کې دعامه نظم دڅلرمي لوادقوماندان په توګه ټاکل سوی دی ،که څه هم یوځل بیاپه دې ولایت کې دناامنه سیمولپاره دعملیاتوژمنه وسوه خواوس مهال دهلمنداوپه ځانګړي توګه دشمالي ولسوالیوامنیتي حالت داندیښنې وړدی چې ورسره سم وسله والوطالبانوپه بیلابیلوسیموکې دتیرووختونوپه پرتله خپلوبریدونوته زور ورکړی دی .


۱۳۹۴ خرداد ۶, چهارشنبه

ولایتي شوارخبرداری ورکوي که مرکزدې ولایت جدي پاملرنه ونکړي اولسونه به دحکومت دملاتړه لاس واخلي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۷—
دهلمندولایتي شوارخبرداری ورکوي که مرکزي دولت دې ولایت جدي پاملرنه ونکړي اولسونه به دحکومت دملاتړه لاس واخلي .
دوی وایې دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي ،دکورنیوچارودوزارت نه پاملرنه ،ددې لامل سوچې ورځ تربلي امنیتي ننګوني دپا وړډیري سي،دولایتي شواردغړوپه باوردهلمند امینتي چارواکې مرکزي اداروته دهلمندپه اړه ناسم راپورونه ورکوي چې له امله یې امنیتي حالت داندیښني وړدی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شوارریس خبرداری ورکوي که مرکزي دولت ددې ولایت دامنیت کابوکولوته جدي پاملرنه ونکړي اولسونه به دخپل دولت دملاتړه لاس په سرسي ،هغه وایې په هلمندکې دناامنیوډیریدل دشته امنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغي ،دپولیسودتشکیل کموالی ،ددې لامل سوچې ورځ تربلې یه اندیښني ډیري کړي ،هغه په دغه برخه کې دکورنیوچارودوزارت نه پاملرنه دیادستونزوزیږنده بولي .

نوموړي پرولسمشرله دې وامله ږغ وکړچې حالت ورځ تربلې دخرابیدوخواته ګامونه اخلي که ورته جدي پام وانه ړول سي ولایتي شواربه هم دخپل دولت سره نه یوازي پریکون اعلان کړي بلکې به ددولت دکړنواوکارونوملاتړهم نه کوي.


هغه وايې که حالت همداسي دوام وکړي اودامنیت اړوند وزارتونه دهلمند دامنیتي ځواکونوپه رهبرۍ اومکاناتوکې تغیررانولي ځیني ولسوالۍ به دسقوط سره مخ سي ،خودهلمندامنیه قوماندان دموسي کلاولسوالۍ څخه دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته دپولیسوله لوري دهرډول نه همږغي خبري ردوي اوداهم نه منې چې دپولیسوتشکیل دي کم وي هغه وايې دوی پوره ځواکونه لري چې دحالاتودکابوکلولپاره تري کارواخلي .

۱۳۹۴ خرداد ۴, دوشنبه

په هلمندکې یوځل بیاناامنیواو دوسله والوبریدونوزور واخیست.

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۶—
په هلمندکې یوځل بیاناامنیواودوسله والوبریدونوزوراخیستی دی .
ددې ولایت دولایتي شوراغړي غوښتنه کوي که مرکزي دولت دهلمنددامنیت په اړه جدي پاملرنه ونکړي سیمه به یوځل بیاپه پراخه کچه دوسله والولاسته ولویږي ،په هلمندکې وروسته له هغه دوسله والوطالبانوبریدونوزورواخیست کله چې په  دې ولایت کې دکوکنارودکرکیلې دکښتونوڅخه حاصل په لاس راوړل سو،امنیتي چارواکې هم په نوازدولسوالۍ کې امنیتي ننګوني منې خوزیاته وي دوی به دهرډول بریدونوپروړاندي کلک ودریږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې یوځل بیاناامنیوزوراخیستی دی ددې ولایت په دریوشمالیولسوالیوکي دروانو ناامنیو او ډلیزو بریدونو لړۍ ددې ولایت دمارجي او ګرشک ولسوالیو په شمول ، ځینو نورو سیمو ته هم وغځیده، تیره ورځ ناوخته د نوازدولسوالۍ دسورکاڼو او خواجه جمال په سیمو کي سختي نښتي رامنځته سوې چې دواړه لوري یوبل ته ددرنومرګ ژوبلوداړولوادعاوکوي ، دولایتي شواراوسنې اوپخوانې غړي وایې وسله والواوقاچاق برپه ګډه غواړي سیمه ناامنیه کړي اوخپلوقاچاقوته زورورکړي، ددوی په خبره  سنګین،نوزاد او موسي کلا هغه دري ولسوالۍ دي چي اوس مهال وسلوال په کي دافغان ځواکونو پرضد خپلوبریدونوته زور ورکړی دی .


دهلمنددامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال پاچاه ګل بختیاردامنیتي پیښودډیریدوپخلی کوي خوزیاته وي افغان ځواکونه به دوسله والوطالبانودهرډول بریدونوپروړاندي کلک ودریږي اوپرې به یې نږدي چې سیمه یوځل بیاددوی لاسته ولویږي ،هغه په نوازدولسوالۍ کې دپنځوپولیسودوژل کیدواوپه ډیرشمیروسله والوته دمرګ ژوبلي یادونه کوي، که څه هم له یويخواپه دې ولایت کې ناامنیوزوراخیستی دی خوله بلیخوادپیښودکره اوپروخت معلوماتوته نه لاس رسي خبریالان له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .

۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه

هلمند دهیوادپه سطه دمچیودشاتودراټولولوښه سیمه ووبلل سوه .

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۴—
هلمند دهیوادپه سطه دمچیودشاتودراټولولوښه سیمه ووبلل سوه .
دکرني دریاست اړونددمچیودفارمونومسولین وایې داچې په دې ولایت کې دمچیودشاتوراټولولوښه پایله ورکړي ده نودوی هم هڅه کوي چې دپراختیالپاره یې کاروکړي ،ددوی په باورکه دولت اوسوداګرپه دغه برخه کې مرسته وکړي دوی به نورهم خپلوهڅوته دوام ورکړي ،دغه څرګندوني دکرني په ریاست کې دمچیودشاتودودي اوپراختیاپه دري ورځني ورکشاف کې په ډاګه سوې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند دهیوادپه سطه دمچیودعاسلودراټولولویوه ترټولومناسبه سیمه بللي سوې ده ،دکرني دریاست اړونددمچیوروزونکې وایې دتیرکال دورستیوڅخه تردي دمه دوی دوه زره او سل کلیوشات په لاس راوړي دي ،دوی غوښتنه کوي داچې دشاتوپه راټولولوکې ډيروالی راځي نواړینه ده چې دبازارپه پیداکیدوکې ورسره مرسته وسي ،ددوی په باورو له کله چې یه دغه کارته مخه کړي ده ورسره سم یې په اقتصادي برخه کې هم ډيردپام وړښه والی راغلی دی .

په هلمندکې دکرني اومالدارۍ په برخه کې دبهرنۍ موسیسي (Card-F) مسولین وایې هلمند دهیوادپه سطه دمچیودشاتویوه ترټولومناسبه سیمه یاده چې دوی هم له تیرودوکلونوراهیسي ۷۵۰  صندقه مچۍ پرکرونده ګرو ویشلي دي چې تراوسه یې ښه پایله په لاس راوړي ده .

هغه وایې یادي موسیسي له تیرودوکلونوراهیسي په دې ولایت کې دشنوخونو،دمچیو،اودچرګانودفارمونود جوړولوپه برخه کې کارکاوه ،خوله دي وروسته به دیوشمیر سړکونو، پلونو، ویالو اودپنبي د کښت په برخه کې هم بیلابیل پروګرامونه په کارواچوي ،دیادولووړده چې دکارډیف موسیسه دڅلور نوروزارتونو لکه دکلیوپراختیا،کرني ،دنشه یې توکو،اومالې وزارت سره هم ګډکارکوي .


۱۳۹۴ خرداد ۲, شنبه

دنوروکلونوپه پرتله سږکال دغنمودکروندوپه حاصلاتوکې دپام وړزیات والی راغلی دی .

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۳—
په هلمندکې دنوروکلونوپه پرتله سږکال دغنمودکروندوپه حاصلاتوکې دپام وړزیات والی راغلی دی .
دکرني دریاست چارواکې وایې دنورکلونوپه پرتله نه یوازي ددغنموکروندي ډيري سوي دي بلکې ورسره سم دنوروکلونوپه پرتله یې دکیفیت په لوړوالي کې هم دپام وړپرمختګ سوی دی چې له امله به یې سږکال کرونده ګروپه پراخه کچه دغنمودکروندوڅخه حصلات په لاس راوړي ،خوپه ورته وخت کې کرونده ګروایې ورسره داصلاح سووتخمونو،کیماوي سري ،اودرملوپه برخه کې له دوی سره مرسته وسي په کروندوکې به یې په پراخه کچه بدلونونه رامنځته سي چې ورسره سم به دکوکناروپرکرکیله هم تاثروکړي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندکه دهیواددناامنوولایتونوپه کتارکې خپل ځای لري خودپراخوکرهڼیزومځکوپه درلودلوسره یووخت دغلي داني دګډام نویې هم درلودچې ددې ولایت ترڅنګ دهیوادنوروولایتونوته یې غنم وړل کیدل چې دروانوناخوالو،ددولت نه پاملرنې ،اودکوکنارودزیاتي کرکیلي له امله یې لوی زیان ولید،خوخوشبختانه چې دکرني دریاست چارواکې دنوروکلونوپه پرتله سږکال په دې ولایت کې نه یوازي دغنمودحاصلاتودډیروالي څخه خبرورکوي بلکې داهم وایې چې دکیفیت لمخي خورالوړدي ،دکرني ریس وایې سږکال په دې ولایت کې پر۹۸ زره هکټاره مځکه غنم کرل سوې دي چې هرهټکاربه ۵ خرواره غنم وکړي .
دکرني اومالدارۍ ریس روح الله روان ................کلیپ.
کرونده ګروایې دغنمودغه تخمونه یې په خپلوپیسواخیستي که ورسره دولت داصلاح سوتخمونو،کیمیاوي سري ،اوپه نوروبرخوکې مرسته وکړي دغنموحاصلات به یې څوبرابره ښه سي .
دکرونده ګرو................واکسپاپ.
اندیښنه داده چې دکرونده ګرودغنمودحاصلاتولپاره دمناسب بازارنه شتون نه یوازي کرونده ګرناهیلي کړي بلکې دکرني ریاست هم دغه ستونزه جدي یادوي اوپه دې برخه کې دپوره پام اړولوغوښتنه کوي .



۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

ښونکوته منځورسوی ښارک ټول غصب سوی چې له امله یې دوی په کاري اعتصاب لاس پوري کړ.

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۱—
دهلمندښونکوته منځورسوی ښارک ټول غصب سوی چې له امله یې ښوونکوپه کاري اعتصاب لاس پوري کړی دی .
دوی وایې شاه اوخوا اته کاله وړاندي دښوونکولپاره دښارک دمنځورۍ چاري بشپړي سوي وې خودځینوامنیتي اونورستونزوله امله یې اړونده اګانونودویشلولړۍ نه کړه پیل چې اوس مهال یادښارک ټول دزورواکولخواغصب اودوی له ګڼوستونزوسره مخ دي ،ښوونکو،مدني فعالینو،دلښکرګاه ښاروالۍ ،اوولایتي شواردپنجشنبي په ورځ په یوه ګډه خبري ناسته کې دولسمشرڅخه دښوونکودرواني ستونزي دحل غوښتنه وکړه ،دښاروالۍ استازی ښوونکوته دښارک ویش خپل مسولیت نه بولې خوپوهني ریس بیاپه دغه برخه کې ښاروالي ګرمه بولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندمدني فعالین ښاروالې ،ولایتي شوار،اوښوونکودپنجشنبي په ورځ په یوه ګډه خبري ناسته کې په دې ولایت کې دښوونکودغصب سوي ښارک دراګرځولواودویته دخپل حق سپارلوغوښتنه وکړه ،دوی وایې که څه هم وړاندي تردي ښوونکودزده کونکوڅخه دازمویني دنه اخیستلوګواښ کړی ووولي زیاته وي داځل به دخپل حق اخیستلولپاره کلکه مباریزه کوي ،خودښاروالي استازی ښوونکوته دښارک توزیع خپل سلایت نه بولي .

پرهمدي مهال دپوهني ریس وایې ستونزه په ښاروالي اوامنیتي ارګانونوکې ده چې دهغه زورواکومخه نه نیسي چې دم ګړی یه دښونکوپه نوم پرمنځورسوي ښارک خیټه اچولي ،نوموړی په دغه برخه کې دلوړپوړوچاراکوڅخه دپوره پام اړولوغوښتنه هم کوي .

دپوهني ریس هم دښوونکوستونزه جدي بولي خوزیاته وي له شاه اوخواته کلونوراهیسې ددوی دښارګوټي  ټولي چاري بشپړي سوي دي ولي دنه پاملرني له امله اوس مهال یادښارک چې ۱۴۰۰ جریبه مځکه وه په بشپړه توګه غصب سوې ده .




۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

کرونده ګروایې کرهڼیزومحصولاتوته مو وده ورکړه خودیخوخونواوبازارنه شتون له ګڼوستونزوسره مخ کړو

راپور—۲۰۱۵—۵—۲۰—
دهلمند کرونده ګروایې که څه هم دوی خپل کرهڼیزومحصولاتوته وده ورکړه خودیخوخونواوبازارنه شتون له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .
ددوی په خبره په دې ولایت کې دتیرپه پرتله یې دسابواومیوکرکیلې ته ډيرپام واړوه خوپه دغه برخه کې ستونزه دسابه و اومیودساتلومناسب ځای اوبازارنه درلودل دي چې دویه دیته اړکړه څو خپل محصولات په ټيټه بیه یې وپلوري ،اوله بلي خوادګاونډیوهوادونوڅخه دمیواوسابه په ډیره پیمانه راوړل کیږي چې نه یوازي یه بیه لوړه ده بلکې ګټه یې هم دیادوهیوادونوکرونده ګروړي ،دکرني دریاست چارواکې هم یاده ستونزه منې خودیخوخواوبازاردپیداکولودهڅوڅخه خبرورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
هلمندچې دهیوادلسمه برخه جوړه وي دپراخوکرهڼیزومځکودرلودونکی دی چې اوسیدونکې یه هم تریوه بریده په کرهڼیزومحصولاتوبوخت دي ولي ترډيره خپلي اړیتاوي هم له دې ځایه پوره کوي ،خوکرونده ګروایې داچې دتیروکلونوپه پرتله یې دتازه میو اوسابوپه کراوتولیدکې زیات والی راغلی دی خولویه ستونزه یې دبازار،اویخوخونونه شتون دی چې له امله یې دګاونډیوهیوادونوسابه اومیوو ددوی پراقتصاسوری غوړولی دی 

دوی وایې اوس مهال دمجبورۍ لمخي دګاونډیوهیوادنوڅخه سابه اوتازه میوې راوړي که یې په دغه برخه کې ستونزي حل سي اړنه دي چې دیادوهیوادونوسابه اومیوې راوړي چې دغه چارې راوړنکې ،اورانیونکې دواړوته مالي زیانونه اړوي ،په ورته وخت کې دکرني ریس هم دکرونده ګروستونزي منې خویازته وي دیخوخواودبازارنه شتون ستونزه هلمندنه په ټول هیوادکې ده .هغه وایې دیخوخواوبازارلپاره یې مځکه بیله کړي دځینوخیره ادارووسره خبري هم کړي ترڅوداوږدي مودي لپاره دکرونده ګرودمحصولاتودغې ستونزي ته یوه دحل لاره ولټوي .

چارواکې هم په دې ولایت کې دتیروکلونوپه پرتله دسابواوتازه میوکرکله ډیره یاده وي په خبره یې ورسره سم یي کیفیت هم دنوروکلونوپه پرتله لوړسوی دی .


۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

دهلمند موسي کلاولسوالۍ دوسله والوطالبانودسختي محاصیره لاندي ده.

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۹—
دهلمندموسي کلاولسوالۍ دوسله والوطالبانودسختي محاصیره لاندي ده.
دیادي ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې که اضافي سرتیري وسلي اومهیمات ورنسي  یاده ولسوالۍ به دهغویولاسته ولویږي ،هغه وایې له تیري شپي راهیسې وسله والوپه ډيرشمیرددې ولسوالۍ دکوجنک سیمه نیولې اوغواړي دولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ پرودانۍ برید وکړي ،دهلمند امنیه قوماندان دتل په څیرپه موسي کلاولسوالۍ کې امنیت ډاډوړبولي ،خوهادولایتي شوارغړي هم سخته اندیښنه لري اوغوښتنه کوي که یادي ولسوالۍ ته ډیرژرتازه دمي سرتیري ونه لیږل سي ولسوالۍ به دوسله والوطالبانولاسته ولویږي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دموسي کلاولسوالۍ له تیري شپې راهیسې دوسله والوطالبانودسختي محاصیري لاندي راغلې ده ،دموسي کلاامنیه قوماندان شمشادتلویزیون ته دټلیفون پرکرښه وویل که ولایتي اومرکزي دولت دوسلو،اومهیماتوپه رسولي کې مرسته ونکړي دولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ مرکزونه به هم دوسله والولاسته ولویږي خوقوماندان وایې ترهغه به دفاع وکړي ترڅویوپولیس هم ژوندی وي .

دهلمند امنیه قوماندن دتل په څیري په موسي کلاولسوالۍ امنیت ډاډوړبولي اورامنځته سوې اندیښنې ناسمي یاده وي ،خوهاخوادهلمند ولایتي شوارغړي دموسي کلادولسوالۍ دامنیه قوماندان خبري ټولي منې اوزیاته وي وسله والو طالبانودبازار سل متره ته ځان رسولی دی اوکه ژرتازه دمي سرتیري سیمي ته ونه لیږل سي دحالاتوکابوکول به ناشونی وې .

دموسي کلاولسوالۍ امنیه قوماندان که څه هم دوسلو،مهیماتواواضافي سرتیرود ورتګ غوښتنه کوي خودولایتي شوارغړي وایې د۲۱۵ میوندقول رادو،اوامنیه قوماندان ډاډورکړی چې ډيرژربه موسي کلاولسوالۍ ته دوسلو،مهیماتوترڅنګ به تازه دمي سرتیري هم ورسوي .
یاده دي وي چې دري ورځي وړاندي دموسي کلاولسوال هم په یاده ولسوالۍ کې امنیتي حالت نازک وباله اوغوښتنه یې کوله که دامنیتي ځواکونوسره مرسته ونسي دولسوالۍ مرکزبه دوسله والولاسته ولویږي .ولسوال هم نوي رامنځته سوي امنیتي ستونزي منې خودژرمرستي رسولوغوښتنه کوي .




۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

ولایتي شورا اود۴۲ مدني ټولنوترمنځ دګډي همکارۍ په موخه یوتړون لاسلیک سو.

راپور—۲۰۱۵---۵—۱۷—
دهملند دولایتي شواراو۴۲مدني ټولنوترمنځ دګډي همکارۍ په موخه یې یوتړون لاسلیک کړ.
دولایتي شوارغړي اومدني فعالین وایې دګډکارموخه یې په دې ولایت کې دپرتوناخوالو،دروانوناامینودلمنځه تلواودیته ورته په نوربرخوکې دیوبل سره مرسته ده ترڅوددې ولایت داوسیدونکوپرتوستونزوته دایمي دحل لارولټوي،دغه مدني فعالین اوولایتي شوروکیلان وایې په دې ورستیوکې په هره برخه کې ستونزي دپام وړډيري سوې چې له امله یې دوی اړکړه چې یوګډحرکت راپیل کړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دولایتي شواراو۴۲ مدني ټولنوترمنځ ددې ولایت داوسیدونکودستونزودحوارۍ په موخه یوګډمدني حرکت راپیل سوترڅوپه مټ یې دپرتوناخوالواوشته ستونزومخه ونیسې ،دغه ۴۲  مدني ټولني چې دهلمندمدني ټولني سره یوځای وې ددوشنبي په ورځې یې دولایتي شوارسره خپل ګډکاردیوه تړون په لاسلیکولوسره پیل کړ،دولایتي شوراوکیلان اومدني فعالین وایې فساد،دمځکومافیا،ناامنۍ ،اودیته ورته نوري ستونزي وي چې دوی یه اړکړه ترڅوپه ګډه سره مباریزه وکړي .

مدني فعالین اودولایتي شوراوکیلان ټنګه ژمنه کوي چې نوربه په دې ولایت دهرډول ستونزودحل کولوپه موخه به خپل ږغ پورته کوي اودحل په لاروچاروکې به دخپلودولتي چارواکوسره یوځای کلکه مباریزه کوي،په هلمندکې روانوناامنیو،اداري فساد،دمځکوپراخ غصب مدني فعالین او ولایتي شوراهم دیته اړه کړه چې دیوبل سره دیادستونزوپروړاندي دګډي مباریزي ږغ پورته کړي اوپروړاندي یه کلک ودریږي .



۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه

دمدني فعالین وایې دمرکزي دولت دنه پاملرنې اودچارواکوسرپرستۍ داولایت دناامنۍ په ځاله بدل کړ.

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۷—
دهلمنددمدني فعالین وایې دمرکزي دولت دنه پاملرنې اودچارواکوسرپرستۍ داولایت دناامنۍ په ځاله بدل کړ،دوی ګواښ کوي که یادولایت ته په کارپوه اونوی والي ونه لیږل سي ښای دلته ستونزي څوبرابره نوري هم ډیرسي چې بیابه یې حل کول له توانه وتلی کاروي ،مدني فعالینودیوه مطبوعاتي کنفرانس له لاري داهم وویل داداري فساد، دمځکودغصب ،اوناامنیولوی لامل په اداروکې دسرپرستوچارواکوګمارل یاده وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندمدني فعالینوپه یوه خبري ناسته کې پرولسمشرږغ وکړ که په دې ولایت کې دروانوناامنیو،اداري فساد،دمځکودغصب،مخه ونه نیسې دوی به ددولت او ولایتي چارواکوپرضدپه پراخولاریونونولاس پوري کړي . دوی نه یوازي دلته دشته ناخوالودورکیدوغوښتنه کوله بلکې یه داهم وویل چې مرکزي دولت دي دهلمندلپاره وړاومناسب کس دوالي په توګه ولیږي  اودادسرپرستۍ لړۍ دي نوره دهلمندڅخه لري کړي،  په خبره یې دغي چارې په لوی لاس دستونزوراپیداکیدوته  زمینه برابره کړه .


دغه مدني فعالین وایې دسرپرستۍ روان حالت هلمنددناامنیوپه ځاله بدل کړی دی ،دمسولیت نه احساس ،دخلکواودولت ترمنځ واټن رامنځته کول ،دخلکوپردولت بي باورې ورځ تربلې پراخیږي چې دوامداره کیدل به یې ددولت دوسله والومخالفینوبیاراتګ زمینه هم برابره کړي ،دوی په خپلوخبروکې ددې واسنې حالت پړه پرمرکزي دولت ورواچول چې دهلمندته یې توجوکمه اویاهم بیخې نسته چې له امله یې په هره برخه کې ستونزي دپام وړډیري سوې ،دیادولووړده چې تیره ورځ دموسي کلاولسوال هم دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله یې دولسوالۍ حالت داندیښنې وړوباله .

۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۶, شنبه

دموسي کلاولسوال وایې که ددې ولسوالۍ امنیت ته جدي پام وانه ړول سي وسلوال به یې ونیسي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۶—
دموسي کلاولسوال اندیښنه لري که دیادي ولسوالۍ امنیت ته جدي پاملرني ونسي وسلوال به یې په ولکه کې واخلي .
هغه وایې دوی دولسوالۍ پریوه  برخه حاکمیت لري پاته دري برخي دم ګړی وسله والوترخپلي ولکي لاندي راویستي دي .نوموړی وایې اوس هم هرشپه وسله وال پرامنیتي پوستودوامداره بریدونه کوي ،هغه ددې ولسوالۍ دامنیتي  کسانوډیریدواوهغویوپه درنوسلودسمبالیدوغوښتنه کوي ،خوامنیتي چارواکې وایې دوی به هیڅ کله هم وسله والوته داموقع ورنکړي چې موسي کلا ترخپلي ولکې لاندي راولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دموسي کلاولسوال محمدشریف وایې ددولت دنه پاملرنې له امله دیادي ولسولۍ درې برخي دوسله والوپه وکله کې ولویدې او دامهال یوازي دولسوالۍ پریوه برخه دوی واکمن دي ،هغه وایې اوس هم وسله وال په دوامداره توګه پرامنیتي پوستوبریدونه کوي خودوی دوسله والوپروړاندي هغه ډول درنې وسلي نلري کوم چې یه وسله وال دامنیتي ځواکونوپروړاندي ترې کاراخلي چې له امله یې دامنیتي کسانومرګ ژوبله هم لوړه ده .

نوموړی وایې دیادي ولسوالۍ دنیول کیدولپاره وسله والوطالبانودرې قوماندان په دنده ګمارلي دي چې په ډيرشمیروسله وال یې په سپکواودرنووسلوسمبال کړي هم دي ،هغه وایې که په دغه برخه کې جدي پاملرنه ونسي دموسي کلاولسوالۍ ژغورل به ناشونی وي .

خوهاخوادهلمندامنیه قوماندان ډاډورکوي چې وسله والوطالبان نسي کولای موسي کلاترخپلې ولکې لاندي راولي .موسي کلاولسوالۍ هم دهلمندپه شمالي پنځوناامنه ولسوالیوکې ده چې دیادلسوالیو ډیری برخې  د دولت  دوسله والومخالفینوسره په واکې دي ،دناامنیودډیریدوله امله یادي ولسوالۍ دتیرو۱۴ کلونوراهیسې دبیارغاوني په برخه کې هم له پوره پامه غورځول سوي دي .





۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه

د۳۵ لیسوښوونکوګواښ وکړکه یې نومري ورنکول سي له دندوبه لاس په سرسي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۵—
په هلمندکې د۳۵ لیسوښوونکوګواښ وکړکه یې نومري ورنکول سي له دندوبه لاس په سرسي .
دوی د۳۵ لیسوپه استازي توب دخبریالانوپریس کلب ته په دې موخه راغلي وه ویل له تیروپنځه کلونوراهیسې ورته دنومروسندونه ورکول سوي خولاهم نومري نه دي ورکول سوي په داسي حال کې چې نوروخلکوته نومرې ورکول سوې خودوی له پوره پامه غورځول سوي دي ،که څه هم له تیروپنځه کلونوراهیسې ښوونکوته نومري نه دي ورکول سوي خوچارواکې بیابه وايې دولسمشردامرسره سم املاکې کارونه په دې ولایت کې درول سوي دي 
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه ښوونکې وایې له تیروپنځه کلونوراهیسې نه یوازي یه ولایتي چارواکو،ښاروالۍ ، بلکې پخوانې ولسمشره ته یې هم خپل ژغ رسولی دی ،دنومروسندونه په لاس کې لري خولااوس هم دویته نومري نه دي ورکول سوي ،په داسي حال کې چې ددوی اړونده ځمکه دزور واکو،له لوري غصب کړل سوې ده ،خوبیاهم ولایتي چارواکوددوی سره دیادي ستونزوپه حل کولوکې هیڅ رازمرسته نه ده کړي .


دوی وایې که څه هم څوځله یې دیته ورته په اعتصاب لاس پوري کړی دی خوداځل یې کلکه ملاتړلې که ورته نومري ورنه کول سي اوددوی اړونده مځکه چې دامهال دزور واکولخواغصب کړل سوي ده ددوی په واکې ورنه کړي  له خپلودندوبه لاس په سرسي ،پرهمدي مهال دهلمندمرستیال والي دښونکوستونزه منې خووایې دولسمشرپه امرپه دې ولایت کې املاکې اودمځکودویشلو کارونه په ټپه درول سوي دي ،که څه هم پخوانې او اوسنې ولسمشرانودخپلودندوپرمهال دښوونکوسره درهایشي نومرودورکړي وعدې کړې وې ولي تراوسه هم په هلمندکې دیادوښونکوسره کړي وعدي نه دي عملي سوي .

۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

چارواکوهغه وازي ردکړي چې ګواکې یوشمیرمهیمي سیمي به یوځل بیادوسله والوپه ولکه کې ولویږي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۴—
دهلمندامنیتي چارواکوهغه وازي په کلکه ردکړي چې ګواکې یوشمیرمهیمي سیمي به یوځل بیادوسله والوپه ولکه کې ولویږي .
دوی وایې دایوازي دوسله والواوهغه کړیوتش په نوم تبغلیات دي چې په اولسونوکې یه خپره وي ،له کومه وخته چې دهیوادپه شمال کې ناامنیوزور واخیست ورسره سم په کوردننه دیوشمیرسیاسي کارپوهانواوشنوونکوسره داسي اندیښنې وې چې ګواکې وسله وال طالبان په شمالي افغانستان کې ځکه خپلوبریدونوته زور ورکوي ترڅوپه جنیوبي افغانستان کې یوشمیرمهیمي سیمي ترخپلي ولکې لاندي راولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
له کومه وخته چې دهیوادپه شمالي ولایتونوکې دوسله والوبریدونواوپه ځینوولایتونوکې ناامنۍ ډیرسوي ورسره سم دځینوسیاسي کارپوهانواوشنوونکوسره داسي اندیښنې هم پیداسولي چې ګواکي وسله وال طالبان دهیوادپه شمال کې دناامنیودډيریدوهدف دهیوادپه جنوبي ولایتونوکې خپلومهیمو اوځینوستراتیژیکوسیموته ځان رسول دي،خودهلمندمنیه قوماندان دغه اوازې یوازي دوسله والوتش په نوم تبلیغات یاده وي اوډاډورکوي چې په هلمندکې به دهرډول ناامنیومخه نیسي .

نوموړی وایې په دې ولایت کې یه نه یوازي وسله والوطالبانوته درنه مرګ ژوبله اړولي بلکې داتوانایې هم نلري چې یوځل بیابه ځیني سیمي ترخپلي ولکې لاندي راولي ،هغه دامنیتي ځواکونودد ې هرڅه بریالیتوب ترشاه داولس پراخه مرسته یاده کړه ،هلمندله کلونوکلونوراهیسې دناامنیوشاهددی خوتراوسه هم ددې ولایت دنصبي امنیت دساتلولپاره کوټلي اوپرځای ګامونه نه دي پورته سوي چې اوسیدونکې یه ترډیره دنظامي ارګانونوترمنځ دنه همږغي له وجي بولې ، چې له امله یې دامنیتي ځواکونوترڅنګ ډيری وختونه ملکې کسان هم خپل ژوند دلاسه ورکړي .چې ښه بیلګه یې دتیري ورځي دولایت ودانۍ ته څیرمه دحج او اوقاف پر ریاست وسله وال برید دی.


دحج او اوقاف پر ریاست وسله وال برید دبریدګروپه ګډون د ۱۶ کسانوپه مرګ ژوبله پایته ورسیده .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۳—
دهلمندپرحج او اوقاف ریاست وسله وال برید دبریدګروپه ګډون ۱۶ کسانوپه مرګ ژوبله پایته ورسیده .
بریدچې نن سهارشاه اخوا لس نیمي بجې پیل دماپښین تردوبجویه دوام وکړچارواکې وایې داچې دلته ددیني عالمانواونیزه غونډه روانه دوی هم خپل هدف دغه غونډه وګرځوچې دهغیودساتلوپه موخه ځکه جګړه اوږده سوه چې په پایله کې یاده مرګ ژوبله رامنځته کړه خودیادریاست ودانۍ هم لمنځه تللي ده .
عاین شاهدان وایې بریدګرودپولیسوجامي په تن وي لومړی یه ددروازي پرامنیتي کسانوډزي وکړي چې وروسته ددریاست ودانۍ ته ننوتل .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
داځل دوو وسله وال بریدکونکوچې دملي پولیسودرشي یه په تن  وي دولایت دمقام ودانۍ ته څیرمه دحج او اوقاف د ریاست ددیني علمانوهغه اونیزه غونډه خپل دبرید هدف وګرځول چې دیني عالمان دسولي دراتلو،اودروانې جګړي دحل دلاروچارودراویستوپه لټه کې وه ،دامنیه قوماندانۍ دامنیت امروایې په بریدکې دري پولیس اودررې ملکي کسان وژل سوي اوهمدارنګه پنځه پولیس ټپیان سوي هم دي ،چې تردوه نیم ساعته جګړې وروسته دواړه وبریدګرهم ووژل سول ،خوپه وژل سوپولیسوکې دامنیه قوماندانۍ دولسي پولیسوقوماندان سمونوال ګلاب ایوبي هم شامل و.

پرهمدي مهال دپیښي عایني شاهدان اوهغه دیني عالمان چې په دغه بریدکې بندپاته وه تراخوشي کیدو وروستته یې شمشادتلویزیون ته خپل دسترګولیدل حال داسي بیان کړ .


دیني عالمان  دغه ډول بریدونه نه یوازي داسلام خلاف عامل بولې بلکې زیاته وي په ډغه ډول وران کاره کړنوکې تل دګاونډیوهیوادونود څارګري ادارې ،اوپه کوردننه دهغویودلاس پوڅوکړني یاده وي، خوهاخوابیادایمرجنسي روغتون وایې دویته ټول څوارلس کسان وروړل سوي چې څلورپولیس اودري ملکې کسان وژل سوي ،اوهمدارنګه دري ملي پولیس اوڅلورملکي کسان هم ټپیان دي .دبریدمسولیت دوسله وال طالبانوویاندقاري یوسف احمدي پرغاړه واخیست ،هغه وایې په بریدکې یه دقوماندان ګلاب ایوبي په ګډون ۱۵ نورامنیتي چارواکې هم وژلي دي.

۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

ولسمشردهلمندامنیه قوماندان ته امرکړی چې په هلمندکې دمځکودویشلومخه ونیسي .

راپور—۲۰۱۵—۵—۱۲—
ولسمشردهلمندامنیه قوماندان ته امرکړی چې په هلمندکې دمځکودویشلومخه ونیسي .
نوموړی وایې ولسمشرورته په دې ولایت کې دهرډول املاکې کارونودمخنیوي امرکړی اودویشل سونمروپه اړه به دولتي چارواکې جواب ووایې ،که څه هم دولسمشردغه امرچې په هلمندکې دي دمځکودویش لړۍ ودرول سي ډيرناوخته دی خودهلمنداوسیدونکې دولسمشرڅخه غوښتنه کوي چې هغه کسان دي دعدالت میزته راکش کړي چې پرخپل سریې دولتي اوشخصي مځکي ویشلي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دسه شنبي په ورځ په خبري ناسته کې خبریالانوته وویل ولسمشرورته امرکړی چې په هلمند دمځکودغصب اودنمرو دویش مخه ونیسي ،هغه وایې ولسمشرورته داهم ویلې دهغه کسانوسره به حساب وکې چې پرخپل سریې دولتي اوشخصي مځکي دنمرو په نوم ویشلي دي،ملاخیل ډاډورکړچې دولسمشردامرسره سم به داځل دهرهغه چاه مخه ونیسې چې دمځکوپه غصب اویاهم دنمروپه ویشلولاس پوري کړي .

دهلمنداوسیدونکوهم دولسمشردغه ګام وستایه خوغوښتنه یې داوه هغه کسان دي قانون منګلوته وسپاري چې دولتي اوشخصي مځکي یه غصب کړي اویایه هم دنمروپه نوم دپیسوپه بدل کې پلورلي دي .


په هلمندکې دمځکودغیري قانوني ویش له امله ددې ولایت اوسیدونکوډیری وختونه دخپلولاریونو،دنه خوړلو،دکارنه کولو،اوخیمي وهلواعتصابونه کړي وه خوچایه هم په خبره سرنه ګره وۍ ،ددوی په خبره دمځکوپه غصب کې دولایتي چارواکوترڅنګ ،وکیلان ،اوزورواکي هم لوی لاس لري.

۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

هلمندله تیرو دیارلسوکلونوراهیسې هرکال دپولیویودمثبتوپیښوشاهدوي .

راپور---۲۰۱۵—۵—۱۰—
هلمندله تیرودیارلسوکلونوراهیسې هرکال دپولیویودمثبتوپیښوشاهدوي .
دواکسین دبرخي مسولین وایې سږکال هم ددې ولایت په خانشین ولسوالۍ کې دپولیویوه مثبته پیښه ثبت سوې ده چې له امله یې یواوه کلن ماشوم فلج سوی ،خواندیښنه یې داده چې دوامداره ناامنۍ ،ددوي درضاکارانوپروړاندي لوی خنډ دی اونسي کولای په لري پرتوسیموکې ماشومانوته دپولیوضدواکسین ورکړي ،چې ښایې داولایت په راتلونکوکې دنوروپیښوشاهدهم اوسي ،ولي زیاته وې دیادویروس ویره ترډيره په نهرسراج ولسوالۍ کې موجوده ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددعامي روغتیادریاست دکتلوي معافیت چارواکې په دې ولایت کې دپولیوضد دواکسین دپیل کیدوپرمهال وویل که څه هم ترډیره دوی دیادویروس پروړاندي جدي مبارزه راپیل کړې ده ،خوبیاهم دهلمندپه خانشین ولسوالۍ کې دګوزڼ یوه مثبته پیښه ثبت سوې ده ،چې له امله یې یو اوه کلن ماشوم فلج سوې دی ،هغه وایې ترډيره بریده ناامنۍ دیادویروس په پراخوالي کې مرسته کوي خودوی هم پوره هڅي راپیل کړي ترڅوددې ولایت ټولوسیموته دپولیوواکسین ورسوي .

دنوموړي په ویناپه ټول هلمندکې به داځل دیادکمپین پرمهال تراوه زره دکم عمرلرونکې ماشومانوته دڅلورزره رضاکارانوپه مرسته ددریوورځوپه اوږدوکې دپولیودویروضدواکسین ورکول سي ،په ورته وخت کې دنړیوال روغتیایې سازمان استازی وایې داچې ددې ولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج په سیمه کې دناامنیو دډيریدواودلته دپولیودمثبتوپیښودرامنځته کیدوڅخه ویره لري ،خواوایې دوی هم ورته ټنګه پاملرنه کوي .


که څه هم دپولیومثبتي پیښې ناامنوسیموته دواکسین دنه رسیدوله امله رامنځته کیږي خوددې برخي مسولین وایې په هغه سیموکې ددوی کسان واکسین نسي کولای چې عملاجګړه وي ،ولي دلته جګړه په ډیری سیموکې دوامداره ده .

۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۹, شنبه

په هلمندکې دلومړي ځل لپاره دلوی امپراتوراحمدشاه ابدالي ۲۵۰ تلین ولمانځل سو.

راپور—۲۰۱۵—۵—۹---
په هلمندکې دلومړي ځل لپاره دلوی امپراتوراحمدشاه ابدالي  ۲۵۰ تلین ولمانځل سو.
ددغه تلین لمانځ غونډيته دهیواد داطلاعات اوکلتوروزیر،مخکښه لیکوالانواوڅیړونکوهم خبري وکړي اوژمنه یې داوه چې په ټلو هیواد کې به دتاریخي شخصیتونویادولوته پراختیاورکړي .
داحمدشاه بابا دغه ۲۵۰ تلین په هلمندکې داصلاح غوښتونکودیوي ټولني لخواولمانځل سو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دلوی امپراتوراحمدشاه بابا۲۵۰ تلین په دې ولایت کې داصلاح غوښتونکودټولني لخواولمانځل سوویناوالوپه خپلوخبروکې وویل په کوردننه اوس هم داسي کړۍ سته چې دتاریخي شخصیتونودسپکاوي ترڅنګ ملي ارزښتونوته هم هیڅ درناوی نلري ،دوی داحمدشاه ابدالي پرکارنامواودهغه پرشخصیت خبري وکړي ،خوزیاته کړه چې دهیواددناخوالواودپردیودلاس پوڅوپروړاندي بل دده په څیردیوه قوي مبارزغوندي کس ونه موندل سو،چې له امله یې دنوروستونزوترڅنګ په هیوادکې کلتوري لاس وهنې هم دپام وړډيري سوې .

غونډيته دهیواد داطلاعات اوکلتوروزیرعبدالباري جهاني ،لیکوال عبدالغفورلیوال ،اواستادمحمداسماعیل یون دټلیفون پرکرښه دخپلوخبروپرمهال نه یوازي داحمدشاه بابا دشجاعت اومیړني ستاینه وکړه بلکې ژمنه یې هم داوه چې په کوردننه به دټولوشخصیتونودیاد دتازه کولولپاره به په لراوبرکې پراختیاورکوي ترڅوویاړلي شخصیتونه دتل لپاره دژوندیوله پامه ونه غورځي .


۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۸, جمعه

مدني فعالین دنړیوالي ټولني څخه دجنګ دختمیدو،اودسولي دراویستوغوښتنه کوي

راپور—۲۰۱۵—۵—۹—
دهلمندمدني فعالین دنړیوالي ټولني څخه دجنګ دختمیدو،اودسولي دراویستوغوښتنه کوي .
دوی دیوي احتجاجیه غونډي پرمهال په دې ولایت کې دروانوناامنیو،اداري فساد،دمځکودغصب اوځینونورورمسایلوته په اشارې وویل ،دهلمندخلک هره ورځ دپردیوپه تپل سوې جګړه کې مري خومرکزي دولت ،اوولایتي چارواکې یې ددایمي حلاري په لټولوکې پاته راغلي ،ددغه مدني فعالینوسره دناامنیواندیيښي په داسي حال کې راپورته سوې دي چې دامهال دهلمندپه ډيری سیموکې جنګ جګړو زور اخیستی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند مدني فعالینودیوي احتجاجیه غونډي پرمهال دمرکزي دولت ترڅنګ دنړیوالي ټولني څخه په دې ولایت کې دناامنیودمخنیوي اودسولي دراتلوټنګه غوښتنه وکړه ،ددغه مدني فعالینوسره دورځي په تیریدویادي اندیښنې په داسي حال کې ډیریږي چې اوس مهال په دې ولایت کې دپخواپه پرتله ناامنۍ ډيري سوي دي .دوی وایې سره له دې چې دوسله والوبریدونوزوراخیستی خوددې پرځای چې ولایتي چارواکې یه دمخنیوي په برخه کې هڅه وکړي هغیوپه نمرو،اودمارکیټوپه جوړولوبوخت دي چې له امله یې دجګړي زیان یوازي ملکي کسان وینې .


دغه مدني فعالین وایې که څه هم دولت دذافقارپه نوم عملیات وکړه خویوځل بیا دشمالي هلمند موسي کلا،سنګین ،اونوزادولسوالیوډیری سمي اوهمدارنګه دمارجې ولسوالۍ دسیستاني ډیره برخه وسله والوترخپلي ولکې لاندي راویستي ده،دوی نه یوازي ددولت څخه دعدل کولوتمه درلوده بلکې یه دوسله والوطالبانوڅخه هم دسولي اووربندغوښتنه وکړه ،دغونډي په ورستیوکې مدني فعالینوپه یوه ږغ دهغه لیکل سوې شعارلاندي خپل لاسلیکونه وکړه چې جنګ نه ،سوله غواړو.چارواکې هم دهواپه ګرميدوسره دناامنیودډيریدوخبره نه ردوي خوزیاته وي امنیتي ځواکونه دوسله والودبریدونوپروړاندي بشپړچمتوالي لري .

۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

ولایتي شوراپه دې ولایت کې دناامنیوډیریدل دولایتي چارواکوبي کیفایتي بولې .

راپور—۲۰۱۵—۵---۷—
دهلمند ولایتي شوراپه دې ولایت کې دناامنیوډیریدل دولایتي چارواکوبي کیفایتي بولې .
دوی وایې چارواکې مرکزي ادارې اوپه خاص ډول ولسمشرته په هلمندکې دروانوناامنیوپه اړه ناسم راپورونه ورکوي چې له امله یې دلته ورځ تربلې نه یوازي چې ناامنۍ ډيریږي بلکې ورسره سم ډيری سیمي هم ددوی دواکه وځي ،خوبیاهم مرکزته دپوره امنیت راپورورکوي ،په ورته وخت بیاچارواکې دلښکرګارښاه په ځینوسیمواودکرشک نهرسراج کې دڅوارلس ورځنیوعملیاتودپایته رسیدوخبرورکړ.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایتي شورایوځل بیاوروسته له هغه پرولایتي چارواکوله دې کبله سخته نیوکه وکړه چې دکرشک په نهرسراج سیمه کې څوارلس ورځني عملیات بیله کومي خاصي لاسته راوړني پایته ورسول ،دولایتي شواردامنیتي کومیټي مشروایې ملکي اونظامي چارواکې په دې ولایت کي دروانو ناامنیو په اړه امنیت شورا اولسمشرته ناسم مالومات ورکوي چې له امله یې امنیتي حالت ورځ تربلې دخرابیدوپه حال کې دی

هغه دامینت شورا اودولسمشرڅخه دهلمندامنیتي حالت ته دپوره پام اړولوغوښتنه کوي ،پرهمدې مهال دهلمندمرستیال والي وایې دوه اونۍ وړاندي یه دګرشک په نهرسراج سیمه کې پراخ عملیات پیل کړه چې دشپاړسوکلیوپه نیول کیدواووسله والوته په درنه مرګ ژوبله یادعملیات پایته ورسول،هغه دپوره امنیت دراویستلوژمنه کوي .


که څه هم هرکال ګرمۍ په موسم کي دوسلوالو بریدونه زور اخلي خو دتیر لمریز کال په ټولوموسمونو کي دهلمند په شمالي ولسوالیو، دمارجي په سیستاني،اوتریخ ناور،دلښکرګاه ښاراړوند،دکلای سنګ دګرشک په نهرسراج ،میرمنداب اوځینونورسیموکې ډله ییز بریدونه او دوامداره ناامنیواندیښنې ډیري کړي دي ،خوولایتي مسولین بیا دامنیت دټنګښت ډاډورکوي .