۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

د هلمند په نوزاد ولسوالى كې د يوقوماندان په گډون ۱۳وسلوال طالبان ووژل سول


د هلمند په نوزاد ولسوالى كې د يوقوماندان په گډون ۱۳وسلوال طالبان ووژل سول
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوي خبرپاڼي كي راغلي چي دهلمند د نوزاد ولسوالى په نل اوشيربازسيموكې د گډوځواكونولخوا د عملياتوپه ترڅ كې چې د تيرودوو ورځوراپه ديخوا دوسلوالوطالبانوپه يوه پټنځاى ترسره سوي د ملامعتصم په نوم يولوړپوړى قوماندان له خپلو۱۲ملگروسره وژل سوى دى.
په خبرپاڼه كي راغلي چي ددې عملياتوپه ترڅ كې هغه زندان چې په همدې سيمه كې دوسلوالوطالبانو لخوا جوړسوى واوپكې بيگناه هيواد وال د مجرمينوپه نوم ساتل كيدل د گډوځواكونولخوا مات او۳۰تنه بيگناه كسان له دې زندان څخه آزاد كړى سوي دي.
دخبرپاڼي په حواله په دې عملياتوكې گډوځواكونوته كوم زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړده دهغه پلټنوپه پايله كې چې د پوليسولخوا د دوشنبې د ورځې د گرشك ولسوالى د چاودنې په اړه ترسره سوې وښودله د ماشومانولخوا يوه زړه د توپ مرمى پيدا سوې اوورباندې يې لوبې كولې چې چاوديدلې اوپه ترڅ كې دوه ولسي وگړي شهيدان اوڅلورنورټپيان سول.







هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر