۱۳۹۰ مرداد ۱۴, جمعه

په هلمندكي ديارلس وسلوال طالبان دګډوځواكونوپه عملياتوكي وژل سوي دي .



په هلمندكي ديارلس وسلوال طالبان دګډوځواكونوپه عملياتوكي وژل سوي دي .
دغه عمليات دنادعلي ولسوالي د c1 غربي اودښت په سيمو كي ترسره سوي چي ددي ولسوالي دقوماندان په ګډون پنځه پوليس هم ټپيان سوي دي .
او تيره ورځ په همدي ولسوالي كي دايساف په هوايي بمباريوكي شاوخوالس تنه وژل سوي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
تيره ورځ دنادعلي ولسوالي دc1 غربي په سيمه كي دګډوځواكونوپه عملياتوكي دنادعلي ولسوالي امنيه قوماندان سمونمل ښادي خان په ويناديارلس تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه تنه يې ټپيان سوي هم دي .
چي په وژل سوو وكي دوسله والوطالبانوځايي قوماندانان ملاعبدالحليم .افغان اوملاصديق الله شامل دي .
ښادي خان وايي چي په دي وروستيوكي دنادعلي ولسوالي ځينوبرخوته عرب جنګليالي ورغلي دي چي وروستي ناامني هم دهمدي جنګياليوله خواراپيداسوي دي .
اوهمدارنګه تيره ورځ دنادعلي ولسوالي په سي يك غربي سيمه كي دايساف پرپلي كزمي وسله والوطالبانوبريدكړي چي ايساف له هوايي ځواك څخه مرسته غوښتي چي په هوايي بمباركي ديوي كورني شاوخوالس غړي وژل سوي .
قوماندان وويل چي تراوسه لا معلومه نه ده چي دغه وژل سوي كسان وسله وال طالبان دي اوكه ددي كورني غړي .
بل خوادوسله والوطالبان وياندقاري يوسف احمدي له يوه نامعلومه ځايه دټليفون پركرښه افغان نيوز ته وويل چي په دنادعلي كي ټول وژل سوي كسان ملكي وګړي دي چي ښځي اوماشومان هم پكښي شامل دي .
نوموړي په نادعلي ولسوالي كي ايساف ځواكونوته هم ددرني مرګ ژوبلي ادعاكوي .
خوځايي چارواكي بيادغه ادعانه مني

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر