۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبه

په هلمند کي نشه يي توکي نيول سوي دي


په هلمند کي نشه يي توکي نيول سوي دي
دهلمنددنشي توكوپروړاندي دمباريزي پوليسو 124کيلوګرامه لانده تارياک نيولي دي
دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګاروايې دغه ترياک يي دناوي ولسوالي په خرابي سيمه کي ديوه کس په کور کي دمعلوماتوپربنسټ نيولي
دغه عمليات دچهار شنبه په ورځ دنشه يي تو کو په وړاندي دمباريزي دځانګړو پوليسو له لوري په ياده ولسوالي كي ترسره سوي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري
دنشه يي توکو په وړاندي دمباريزي ځانګړو پوليسو دچهار شنبه په ورځ دناوي ولسوالي دخرابي په سيمه کي پريوه کور چاپه ووهل او ۱۲۴کيلوګرامه لانده ترياک يي دکور له خاوند سره يوځاي ونيول .
دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګارافغان نيوزته وويل دخرابي دسيمي اوسيدونکي محمد نور دعبدالکريم زوي دغه ترياک په ډير مهارت سره دکور په ديوالونو کي ځاي پر ځاي کړي وه

قوماندان وويل دنشه يي توکو سره مباريزه يي کلکه نيولي ده او هره ورځ په دي برخه کي لاسته راوړني لري
هغه زياته کړه دنشه يي توکو په وړاندي دمباريزي پوليس له ورځي نه بلي ته مسلکي کيږي او په دي ورځو کي ددي توان لري چي دهلمند ولايت په هره سيمه کي ځانګړي او په يوازي سر دنشيي توكودنيولوپه موخه عمليات وکړي.
ديوبل خبرلمخي امنيه قوماندان زياته کړه تيره ورځ دګرشک ولسوالي داببازانو په سيمه کي دپوليس پريوامنيتي پوسته وسلوالو طالبانو بريد کړي دي او پنځه تنه پوليس يي وژلي دي چي دقوماندان په خبره طالبانو ته هم مرګ او ژوبله اوښتي ده خو نومړي يي دقيقه شميره ونه ويل
ديادوني وړده چي دګرشک ولسوالي داببازانو دسيمي دغه امنيتي پوسته کله ناکله دوسلوالو تر بريد لاندي راځي او پوليسو ته په کښي مرګ اوژوبله اوړي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر