۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبه

د لښكرگاه ښاروالى نويې ودانى جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل سوه






د لښكرگاه ښاروالى نويې ودانى جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل سوه
دغه ودانى د پنجشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې د هلمند والي محمد گلاب منگل اود ښاروالى د نورومسؤلينولخوا د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
د هلمند والي محمد گلاب منگل ددې پرانيستې پرمهال وويل چې دا ودانى په دوه پوړه كې ۲۸اداري خونې،د غونډوتالاراوټول ملحقات يې چې د يوې عصري ودانى لپاره اړين وي په نظركې نيول شوي اود يوه كال په موده كې جوړشوي دي.
د نوموړي په وينا چې ددې ودانى ټوليزلگښت درى سوه زره امريكايي ډالره دى چې د انگلستان هيواد د نړيوالې پرمختيايي ادارې لخوا وركول شوى اودا ودانى په څلورجريبه ځمكه كې د لښكرگاه ښارپه اداري ساحه كې جوړه شوې ده.
د يادونې وړده چې د لښكرگاه ښارد پراخه كيدوپه درشل كې د ښاروالى اړوند له دوه ناحيوڅخه شپږوناحيوته پراخه شوى چې ورسره جوخت يې د مامورينوتشكيل هم ۲۹۴تنوته رسيدلى دى.






هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر