۱۳۹۰ مرداد ۲۳, یکشنبه

دموسي كلا ولسوال وايي په دي ولسوالي كي دبيارغوني كارونه په ټپه ولاړ دي او دلښكرګاه څخه دولتي اداري هيڅ توجه نه كوي .


دموسي كلا ولسوال وايي په دي ولسوالي كي دبيارغوني كارونه په ټپه ولاړ دي او دلښكرګاه څخه دولتي اداري هيڅ توجه نه كوي .
دموسي كلا ولسوال نعمت الله صميم وايې ددي ولسوالي دخلكو اقتصادي وضعه خرابه ده كه چيري مرستندويه اداري ورسره مرسته ونه كړي ديوه بهران سره به مخ سي .
موسي كلا ولسوالي دهلمند په شمال كي يوه نارامه ولسوالي ده خودولسوال په خبره چي مركزي دولت يادي ولسوالي ته يې هيڅ ډول پاملرنه نه ده كړي اوددي ولسوالي حالات ورځ تربلي دخرابيدوپه حال كي دي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
په موسي كلا ولسوالي دڅښلو لپاره پاكي اوبه نسته ،خلك يي دناامنييو نه شكايت كوي او ډير كم وګړي روغتيايي خدماتو ته لاس رسي لري.
دموسي كلا ولسوال نعمت الله صميم وايي دموسي كلا ولسوالي نه ګرشك ته اولښكرګاه ته دغزيدلي لاري په اړه يي څو ځله دولايت مقام او مرستندويه ادراوته وړانديز كړيدي خو تراوسه نه دي منل سوي
موسي كلا ولسوالي دهلمند په شمال كي يوه پراخه غرنۍ ناارامه ولسوالي ده چي پرسړك يي دشته ناامنيو په خاطر دولت پلوه كسان تګ اوراتګ نه سي كولي .
موسي كلاولسوالي ته دلاري دخرابوالي له امله دتوكو بيه په داسي حال كي دوه برابره ده چي دخلكو اقتصادي حالت يي هم دسختي انديښني وړ دى.
دموسي كلادولسوال په خبره دولت تراوسه ددي ولسوالي دپراختيالپاره هيڅ داسي كوم كاركړي چي هغه دي ددي ولسوالي داوسيدونكولپاره اغيزمن وي
دموسي كلاولسوال نعمت الله صميم وايې پدي ولسوالي كي دبيارغاوني كارونه هيڅ نه ترسترګوكيږي اونه هم دكليواوپراختياراړوندچارواكوپدي ولسوالي كي دبيارغاوني كارونه پرمخ وړي
هغه دولتي اداره پدي تورنه كړه چي ګواكي موسي كلاولسوالي ته هيڅ ډول پاملرنه نلري اونه هم پدي ولسوالي كي دخلګودهوسايني لپاره كوم كارترسره سوي .
ولسوال وايې كه دي ولسوالي ته دولت خپله پوره پاملرنه راونه ړوي داولسوالي به ديوبهران په طرف په ډيري چټكي سره روانه پاته سي ،
دافغان حكومت ډير لوړ پوړو چارواكو پنځه كاله وړاندي كله چي داولسوالي دوسلوالو طالبانونه ددولت په لاس ورغلل ژمنه وكړه چي له دي ولسوالي نه به نمونه ولسوالي جوړوي.
دښاري پراختيا،كليواوپراختيا،دګرهڼي او ګڼوو نورو وزيرانودغه ولسوالي ته دخپل يوسفر پرمهال له خلكوسره وعده وكړه چي ولسوالي به يي دهيوادپه سطحه يوه نمونه ولسوالي جوړوي خو ددي ولسوال مسئولين وايي پرډاګ ناست دي او هيڅ ډول خدمات خلكوته نه سي رسولي.
دمسولينوپه خبره دموسي كلاولسوالي خلګ هم ترډيره ځايه دخپل دولت سره ځكه مرسته نه كوي چي ددوي په وينا دولت هغوي ته شاګرځولي او دهرډول خدماتو په رسولو كي پاته راغلي دي.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر