۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه





دهلمند دملي ا منيت كار كوونكو دباروتو او چاوديدونكوتوكوډك بارلاري موټرنيولي .
دهلمند دملي امنيت ريس رسنيوته ويلي دي چي داباروت دګردي جنګل څخه ر اوړل كيده اوپه لښكرګاه ښاركي دډيرو سترو چاودنو لپاره پلان سوي وو
ددي باروتو سره يوتن او دوه سوه بوجۍ بوره هم نيول سوي ده
دادلښكرګاه ښار دامنيت تر سپارل كيدو وروسته دوهمه سترپيښه ده چي دملي امنيت دكاركوونكو له لوري يي مخه نيول كيږي.
پدي اړه نورحال زموږهمكاردهلمندڅخه سردارمحمد سروري راكوي
دهلمند دملي امنيت كاركوونكو دلښكرګاه ښآر په زړه كي دباروتو څخه بآر هغه لاري موټر ونيوى چي دګاونډي هيواد پاكستان دګردي جنګل له سيمي نه هلمند ته راوستل سوي وو
په دي لاري موټر كي دسلګونو ماينونو لپاره باروت او دوه سوه ګوني بوره بار ځاي پرځاي سوي وه
دهلمند دملي امنيت ريس ډګروال نظرعلي واحدي افغان نيوزته وويل باروت يي دلاري موټر په منځ كي دبوري تر بوجيو لاندي دتيلو په بيلرونو كي ځاي په ځاى كړي وه
واحدي وويل دملي امنيت كار كوونكو شپه او ورځ كار كوي چي په لښكرګاه او اړوند سيمو كي دچاودنو او ترورستي بريدونو مخه ونيسي.
دملي امنيت ريس زياته كړه ترهغه وروسته چي دلښكرګاه ښار امنيت افغان ځواكونو ته سپارل سوي دي دډيرو وران كارو پيښو دمخنيو تر څنګ يي دادوهمه ستره پيښه ده چي دوي يي مخه نيسي.
تيره اوني هم دملي امنيت كار كوونكو دوه تنه دلسګونو ميله وسلواو چاوديدونكوتوكو سره ونيول.

واحدي وويل دلښكرګاه اوسيدونكوته ډاډ وركوي چي دهر راز وران كارو عملونو مخه نيولي سي خو بيا يي له خلګو غوښتنه وكړه چي ددوي سره ګډ كاروكړي او دامنيت په ټنګښت كي دملي امنيت له كاركوونكو سره مرسته وكړي
دملي امنيت چارواكي وايي دغه باروت چي دولس سوه پنځو س كيلو ګرامه دي په اساني تري شل كيلويي اته سوه ماينونه جوړيداى سي .
كه څه هم تراوسه ددولت وسلوالو مخاليفينو رسنيوته په دي اړه څه نه دي ويلي خو داپه دي وروستيو دوو اونيو كي ددولت دوسلوالو مخاليفينو دوهمه هڅه ده چي دملي امنيت دكاركوونكو له لوري شنډيږي.



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر