په هلمند كې ملي امنيت سلگونه گونى چاوديدونكي توكي كشف اوله منځه يوړل سول
په هلمند كې د ملي امنيت رئيس جنرال نظرعلي واحدي وايي چې دغه دوه سوه گونى امونيم نايتريت چې هره گونى پنځوس كيلوگرامه وزن لري له گاونډي هيواد پاكستان څخه د ملاجبارد لښكرگاه تش په نوم ښاروال په مشرى د هلمند ولايت د لښكرگاه اړوند د خشك آبې سيمې ته ليږدول سوي وو
اود ځنگله څنگ ته په ډيرمهارت سره ځاى پرځاى چې ترهگروغوښتل له دې توكوڅخه ماينونه جوړاوپه بيلابيلوچاودنوكې ترې كارواخلي چې د چهارشنبې په ورځ د ملي امنيت د منسوبينولخوا په سيمه كې كشف اوپه همدې سيمه كې ايساف د چورلكوپه مرسته له منځه يوړل شول.
د نوموړي په وينا چې د اټكل له مخې له يادو۲۰۰گونيوامونيم نايتريتوڅخه ۳۰۰۰حلقې ماينونه جوړيدل چې ددې په كشف اوله منځه وړلوسره په هلمند اولښكرگاه كې د لوى ناورين مخه ونيول سوه.
له بلې خوا د پنجشنبې په ورځ ددې ولايت په نادعلي ولسوالى كې يوتن ځانمرگى بريد كوونكى چې غوښتل يې ددې ولسوالى په امنيه قوماندانى ځانمرگى بريد ترسره كړي چې د پوليسولخوا پيژندل سوى او ورباندې ډزې يې كړې دي چې له بريده وړاندې وژل سوى دى.
دغه پيښه د ځانمرگي بريد كوونكي په وژل كيدوپاى ته رسيدلې اوبل چاته پكې زيان نه دى اوښتى.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر