۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبه

په هلمند کي دماين يوي چاودني دري ميرمني او دوه نارينه ووژل



په هلمند کي دماين يوي چاودني ملكي وګړوته مرګ ژوبله اړولي .
دهلمنددنهرسراج ولسوالي سپين مسجدته څيرمه په يوټونيس موټرباندي دماين په چاودنه كي دري ميرمني اودوه تنه نارينه ووژل سول ،
دملكي وګړومرګ ژوبله پداسي حال كي رامنځته كيږئ چي دوه اونې وړاندي په نهرسراج ولسوالي کي دملکي کسانو په موټر دماين دچاودني له امله شپاړس تنه ملکي کسان دښځو اوماشومانوپه ګډون ووژل سول ،
چارواکي وايي ددي لپاره چي دملکي کسانو دمرګ اوژوبلي مخه ونيول سي وي دپوليسوسره دخلګومرسته اړينه بولي اوپدي برخه كي يه دخلګوڅخه دمرستي غوښتنه وكړه .
په دي اړه نور حا ل زما همکار راکوي
دهلمند ولايت په نهرسراج ولسوالي كي ديوماين دچاودني قربانيان يوځل بياعم وګړي وه ،
دي چاودني چي دپنځو تنو ملکي کسانو ژوند واخست. دګرشک ولسوالي دسپين مسجد سيمي ته څيرمه دملکي کسانو پريوه ټونس موټر رامنځته سوه چي ددونارينه ووپه ګډون دري ښځي هم ووژل سوي ،
دماين داچاودنه پيداسي حال كي رامنځته كيږي چي يوازي يوه اونې وړاندي دنهرسراج ولسوالي په سيموکي دماين يوچاودني شپارس تنه ملکي کسان ووژل چي اکثره يي ښځي اوماشومان وه .
دهلمنددوالي وياندداوداحمدي وايي دغه پيښه دشنبي په ورځ هغه مهال رامنځته سوي ده چي دملكي وګړوموټرګرشك ولسوالي ته پرلاره وو.
داحمدي په خبره ماين په سيمه کي دپوليسو دسيمزو ګرمو لپاره وسلوالوطالبانو ځاي پر ځاي کړي
وو په هلمند کي په دي وروستيو کي دماينو دچاودنو پيښي خورا زياتي سوي دي که څه هم وسلوال طالبان اکثره وخت دماين دچاودنو له امله دګڼوبهرنيو سرتيرو دژولو خبرونه ورکوي خو کله كله دملکي کسانودسورلې موټرددغه ماينونو ښکارځي او ګڼه مرګ اوژوبله رامنځته كړي ،
دوالي وياند داود احمدي وايي ددي لپاره چي دماينونو له امله دملکي کسانو مرګ اوژوبله کمه سي ولسي وګړو ته ښآيي دپوليسو سره مرسته وکړي هغه له خلکو غوښتنه وکړه چي په سيمه کي دخپلومحلي پوليسو سره دماينونو په شنډولو کي اوددي ترڅنګ په نروبرخوكي هم مرسته وکړي او يا هم دپوليسو وړيا ټليفوني شميروته زنګ ووهي
احمدي وويل دملکي کسانو دغه موټر ګرشک بازار ته دسودا داخستلو په خاطر روان وو ،هغه دماين دښخو ولو پړه پروسلوالو طالبانوور ورواړه ول خولا تراوسه وسلوالوطالبانو دماين دايښودلو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر