۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبه

په لښكرگاه كې د موټربم په چاودنه كې څلورملكي كسان ووژل سول .






په لښكرگاه كې د موټربم په چاودنه كې څلورملكي كسان ووژل سول .
د موټربم د چاودنې له امله چې د شنبې په ورځ د دولسوبجوپه شاوخواكې د لښكرگاه ښارد مخابراتورياست ته څيرمه د يوه تن ځانمرگي بريد كوونكي لخوا چې په كرولاموټركې يې چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى كړي چاودنه وركړه .
چي په نتيجه كي څلورملكي كسان ووژل سول اوشاووخواپنځه ويشت تنه ټپيان سوي دي .
دبست روغتون دنرسنګ مديرډاكټربهاولدين افغان نيوزته وويل په زخمي سووكسانوكي شپږتنه عام وګړي .،څلورتنه ملي پوليس دوه تنه سرحدي پوليس اوهمدارنګه ۱۰تنه د ملي اردوسرتيري هم ټپيان سوي دي.
دده په خوله چي وژل سوي كسانوڅخه معلومات نلري چي دزخمي سووكسانودجملي څخه وژل سوواوكه په چاودني كي يه خپل ژونددلاسه وركړي .
دهلمندولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي په شهيدانوكې دوه ماشومان،يوه نجلى اود پاخه عمرسړى شامل دي.
داسي ويل سوي چي د دغه ځانمرگي بريد كوونكي د بريد موخه د ملي اردواوپوليسوهغه سرتيري ووچې د په سيمه كې د كابل بانك نماينده گى مخېته د مياشتينى تنخواگانود اخيستلوپه موخه راټول سوي وو.
دخبرپاڼي په خوله د پيښې زخمي سوي كسان دا مهال په روغتون كې تردرملنې لاندې دي اود ټپيانوروغتيا يي حالت د ډاډ وړدى.








۱۳۹۰ شهریور ۱, سه‌شنبه

د هلمند د ناوې ولسوالى د ټولنيزې شوراغړى د وسلوالوپه يوه بريدكي ووژل سوو.






د هلمند د ناوې ولسوالى د ټولنيزې شوراغړى د وسلوالوپه يوه بريدكي ووژل سوو.
دهلمنددناوي ولسوالي دټوليزي شوراغړي تيره شپه دلښكرګاه ښارپه زړه كي ددووسلوال له لوري چي پريوه موټرسيكل سپاره وه ووژل سوواوبريدكوونكي دسيمي څخه خپلي پښي سپكي كړي .
دغه پيښه د سه شنبې په ورځ د شپږوبجوپه شاوخواكې د لښكرگاه ښارله زړې ښاروالى سره نږدې هغه مهال رامنځ ته سوه كله چې نامعلومووسلوالوپه يوه بريدكي دناوې ولسوالى د ټولنيزې شوراپه غړي شيرآغا باندي بريدترسره كړچي لومړى ټپي او وروسته يې د سختوټپونوله امله په روغتون كې ساه وركړه.
بريد كوونكي د پيښې له سيمې څخه په تيښته بريالي سوي اود پوليسولخوا يې د نيولوپه موخه پلټنې روانې دي.









۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

د هلمند په نوزاد ولسوالى كې د يوقوماندان په گډون ۱۳وسلوال طالبان ووژل سول


د هلمند په نوزاد ولسوالى كې د يوقوماندان په گډون ۱۳وسلوال طالبان ووژل سول
دهلمندولايت دمطبوعاتي دفترڅخه په خپره سوي خبرپاڼي كي راغلي چي دهلمند د نوزاد ولسوالى په نل اوشيربازسيموكې د گډوځواكونولخوا د عملياتوپه ترڅ كې چې د تيرودوو ورځوراپه ديخوا دوسلوالوطالبانوپه يوه پټنځاى ترسره سوي د ملامعتصم په نوم يولوړپوړى قوماندان له خپلو۱۲ملگروسره وژل سوى دى.
په خبرپاڼه كي راغلي چي ددې عملياتوپه ترڅ كې هغه زندان چې په همدې سيمه كې دوسلوالوطالبانو لخوا جوړسوى واوپكې بيگناه هيواد وال د مجرمينوپه نوم ساتل كيدل د گډوځواكونولخوا مات او۳۰تنه بيگناه كسان له دې زندان څخه آزاد كړى سوي دي.
دخبرپاڼي په حواله په دې عملياتوكې گډوځواكونوته كوم زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړده دهغه پلټنوپه پايله كې چې د پوليسولخوا د دوشنبې د ورځې د گرشك ولسوالى د چاودنې په اړه ترسره سوې وښودله د ماشومانولخوا يوه زړه د توپ مرمى پيدا سوې اوورباندې يې لوبې كولې چې چاوديدلې اوپه ترڅ كې دوه ولسي وگړي شهيدان اوڅلورنورټپيان سول.







په هلمندكي دري تنه ترهګرونيول سول .





په هلمندكي دري تنه ترهګرونيول سول .
دهلمنددپټ څاري اداري كاركوونكي وايې ددي نيول سووكسانوسره يې چاوديدونكي توكي وسلي اوشپږسوه كليوګرامه تيزاب هم نيولي دي .
دپټ څاري اداري مشرجنرال نظرعلي واحدي رسنيوته وويل نيول سوي كسانوپه لښكرګاه ښاركي دتروراونوروپيښوپه ترسره كولوكي لاس درلود.
دهغه په خبره نيول سووكسانووړاندي تردي په لښكرګاه ښاركي ديني عالم مولوي تورپټكي يوه تن پوليس د وژلوترڅنګ يې ددوي دادري يوكاركوونكي هم په ډزوسره زخمي كړي وو.
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
په هلمندكي دري تنه هغه ترهګرونيول سول چي په لښكرګاه ښاركي يه ددولتي كسانوپه وژلوكي لوي لاس درلود
دپټ څاري اداري مشرخبريالانوته وويل ددي كسانوسره يې يوه اندازه وسلي چاوديدونكوتوكي اوپه زياته اندازه تيزاب هم نيولي دي
ددي اداري مشرجنرال نظرعلي واحدي وايې نيول سووكسانوپه لښكرګاه ښاركي ديوه ديني عالم مولوي تورپټكي ترڅنګ ديوه پوليس په وژلواوددوي داداري ديوكاروكوونكي په زخمي كولواعتراف كړي دي
په نيول سووسلوكي دري ميله كلاشنكوف .اوه داني دهوان ګولي . يوپايه مخابره په سلګونه مارمي اويوميل هغه امريكايې تماچه هم شامله ده چي په ياده نيول سوي امريكايې تماچي مولوتورپټكي وژل سوي دي
دواحدي په خبره نيول سوي كسان يې ديولړجاڼيزوعملياتوپرمهال دلښكرګاه ښاردصافيانوپه سيمه كي نيولي
هغه وايې دوي به دداډول كړنواوديته ورته اعمال مخه په كلكه نيسي اوپه تړاوي نيول سوي كسان به دقانون منګلوته هم سپاري
دپټ څاري اداري كاركوونكوپه لښكرګاه ښاركي دري تنه ترهګراوسره چاوديدونكي توكي پداسي حال كي نيولي چي دري ورځي وړاندي ددي ولايت په دروازه كي يوځانمرګي بريدګرپرخپل ځان تړل سوي توكي وه چول چي په نتيجه كي يه دري پوليس زخمي كړله اوخپله بريدكوونكي ووژل سوو.


۱۳۹۰ مرداد ۲۸, جمعه






ځان وژونكي حمله دهلمندولايت په دورازه كي رامنځته سوه
دغه ځان وژونکي چي په لنګوټه کي يى چاودىدونکي توکي ځاي پرځاي کړي وه اوددي ترڅنګ يې په ملاپوري هم چاوديدونكي توكي بسته كړي وه چارواكي وايې ځان وژونكي غوښتل دولاىت په مىلمستون کي دهىوادخپلواکي ددوه نوىمي کلىزي په مناسبت غونډه کي ځان ته چاودنه ورکړي خودپوليسولخوايې مخه ونيول سول .
پدي بريدكي دري پوليس زخمي سوي اوخپله بريدكوونكي ووژل سوو
دغه ځان مرګى برىدكوونكي چي په لنګوټه کي يي چاودىدونکي توکي خاي پرځاي کړي وه دهلمندولايت په دروازه کي يه پرځان تړل سوي توكي وچول چي له امله يى ىوازي ځان مرګي برىدكوونكي ووژل سوو اودري پوليس يې زخمي كړله .
پىښه دجمعي په ماښام دروژي ماتي پرمهال پداسي حال کي رامنځته سوله چي دولاىت دمقام په مىلمستون کي دافغانستان دخپلواکي دوه نويمه کالىزي په مناسبت غونډه روانه وه
خوپه هلمندكي دالومړي ځل دي چي دخپلواكي ورځ دشپي لمخي لمانځل كيږي لښكرګاه ښاريانودي ورځي په خورازړه ورتوب سره ځكه سترګي په لاره وه چي څواوني وړاندي دلښكرګاه دښارامنيتي واګي دايساف ځواكونوڅخه افغان لوريته په رسيمي ډول وسپارل سوې
اوخلګوتمه درلودله چي نوربه دلښكرګاه ښاردهرډول حملوبمي چاودنواونوروهغه پيښوڅخه په امن كي وي چي لښكرګاه ښاريان يې زوره ولي دي .
خواوس مهال ښاريان ديوډول بيره سره مخ سوي اودكومي ورځي څخه چي امنيتي واك افغان ځواكونوته سپارل سوي دي دادوهم ځانمرګي بريددي چي ترسره كيږي اوبمي چاودني هم ترسره سوي چي دپوليسوترڅنګ يې عاموخلګوته هم مرګ ژوبله اړولي ده .




۱۳۹۰ مرداد ۲۷, پنجشنبه

هلمندتلويزيون په سيمه ييزه كچه يوپرمختللي تلويزيون دي













هلمندتلويزيون كه څه هم سيمه ييزدي خوداتوانايې لري چي په بيلابيلوبرخوكي


دامهال دخپلوهلمندوالولپاره ددوي په ژبه ددوي لپاره په هربرخه كي ترشلوزياتي خپروني په سيمه ييزه كچه وړاندي كوي


زماپه انددايوه لويه لاسته راوړنه اوپه سيمه ييزه كچه غټه خبره ده پدي اړه ستاسونظرڅه دي راسره خپلي نيوكي او وړانديزونه شريك كړي ... پته ده
info@hrt.af
ستاسودساليمووړانديزونوته سترګي په لاره


په هلمند كې ملي امنيت سلگونه گونى چاوديدونكي توكي كشف اوله منځه يوړل سول




په هلمند كې ملي امنيت سلگونه گونى چاوديدونكي توكي كشف اوله منځه يوړل سول
په هلمند كې د ملي امنيت رئيس جنرال نظرعلي واحدي وايي چې دغه دوه سوه گونى امونيم نايتريت چې هره گونى پنځوس كيلوگرامه وزن لري له گاونډي هيواد پاكستان څخه د ملاجبارد لښكرگاه تش په نوم ښاروال په مشرى د هلمند ولايت د لښكرگاه اړوند د خشك آبې سيمې ته ليږدول سوي وو
اود ځنگله څنگ ته په ډيرمهارت سره ځاى پرځاى چې ترهگروغوښتل له دې توكوڅخه ماينونه جوړاوپه بيلابيلوچاودنوكې ترې كارواخلي چې د چهارشنبې په ورځ د ملي امنيت د منسوبينولخوا په سيمه كې كشف اوپه همدې سيمه كې ايساف د چورلكوپه مرسته له منځه يوړل شول.
د نوموړي په وينا چې د اټكل له مخې له يادو۲۰۰گونيوامونيم نايتريتوڅخه ۳۰۰۰حلقې ماينونه جوړيدل چې ددې په كشف اوله منځه وړلوسره په هلمند اولښكرگاه كې د لوى ناورين مخه ونيول سوه.
له بلې خوا د پنجشنبې په ورځ ددې ولايت په نادعلي ولسوالى كې يوتن ځانمرگى بريد كوونكى چې غوښتل يې ددې ولسوالى په امنيه قوماندانى ځانمرگى بريد ترسره كړي چې د پوليسولخوا پيژندل سوى او ورباندې ډزې يې كړې دي چې له بريده وړاندې وژل سوى دى.
دغه پيښه د ځانمرگي بريد كوونكي په وژل كيدوپاى ته رسيدلې اوبل چاته پكې زيان نه دى اوښتى.









په هلمندكي 825 وژل سووپوليسودكورنيوسره دمرستي لړي پيل سوه





په هلمندكي 825 وژل سووپوليسودكورنيوسره دمرستي لړي پيل سوه .
دهلمندپه امنيه قومانداني كي ديادووژل سووكسانودپاته كورنيوسره مرسته دامنيه قومانداني لوري ترسره سول .چي پدي مرستوكي يوازي خوراكي توكي شامل وه
امنيه قوماندان مل ياسوال محمدحكيم انګاروايې دوي نه يوازي دوژل سووپوليسودكورنيوسره دخوراكي توكومرسته كوي بلكي ددوي دپاته كورنيودغړولپاره يې درهايشي نمروكار هم بشپړكړي
خوبلخوادوژل سووپوليسووارثين دامرستي لږبولي اوددولته څخه په هربرخه كي دلانورومرسته غوښتنه كوي .
دهلمندپه مركزاوولسواليوكي دوژل سووپوليسودكرونيي دپاته كسانوسره دهلمندادامنيه قومانداني له لوري دخوراكي توكودمرستي لړي پيل سوه .
پدي خوراكي مرستوكي سل كليوګرامه اوړه .پنځوس كليوګرامه ورجي . اولس كليوګرامه غوړي وه چي دوژل سووپوليسودكورني پاته كسانوته وركول سوه .
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګاروايې دوي به نه يوازي دوژل سووپوليسودكورنيوسره دخوراكي توكومرسته كوي بلكي به يې پاته دكورني نوروغړوته يوه يوه رهايشي نمره هم وركوي
هغه وايې دوي خپل وژل سوي پوليس هيڅ كله هم نه هيره وي اوترخپله وسه به دهغويودكورنيوسره مرستي جاري ساتي .
بلخوامرسته اخستونكي اودوژل سووپوليسووارثين وايې ددوي لپاره ياده مرسته بسنه نه كوي اودولت دي ددوي لپاره كافي مرسته په نظركي ونيسي
ددوي په خبره تردم ګړيه دولت دخپلووژل سووپوليسودكورنيوسره داسي مرسته نه ده كړي چي دهغويوپاته سوي كسان دي خپلي ورځني چاري پري سمبال كړي .
دوژل سووپوليسوپاته سوي وارثين دخپله دولته ګيلمن هم وه .ددوي په خبره دولت ورباندي چنداني سرنه ګره وي .اودوژول سووپوليسوكورني په خوراستونزوكي دامهال پاته دي
داسي ويل سوي چي دانتقالي دوري دپيل څخه تردامهاله په هلمندكي يادوپوليس وژل سوي دي
په هلمندكي دوژل سووپوليسودكورنيوسره مرسته پداسي حال كي ترسره كيږي چي لاددي ولايت دمركزترڅنګ په ولسواليوكي پوليس دوسلوالوطالبانوسره په مخامخ جګړه اودماينونوپه چاودنوكي خپل ژونددلاسه وركوي

۱۳۹۰ مرداد ۲۶, چهارشنبه




په هلمند د پوليسوله روزنيزمركزڅخه لسگونه پوليس فارغ سول
ياد ۱۰۵تنه پوليس چې پكې 96تنه يې سرتيري اونهه تنه يې افسران دي د تيرواتواونيوپه اوږدوكې ورته د كورنيواوبهرنيوښوونكولخوا د بشري حقونو،پوځي مهارتونو،له خلكوسره د ښه چلند اوپه نوربرخوكې زده كړې وركړل سوې دي چې د چهارشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې ورته د 707د پوليسود قوماندانى د مرستيال پاسول نبي جان ملاخيل د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگاراوپه هلمند كې د ناټوعمومي قوماندان جنرال ټولن لخوا د فراغت سندونه وركړل سول.
ياد چارواكوپخپلوويناو كې په ډاگه كړه چې دا مهال په هلمند كې پنځه نوي سلنه د پوليسوپه چلند اودندوكې ښه والى راغلى اونورهم هڅې روانې دي چې پوليس د خلكو باورنورهم ترلاسه كړي.
دوى په پوليسوغږ وكړهغه څه يې چې په دې مركزكې زده كړي د خپلودندوپرمهال عملي اوله خلكوسره ښه چلند اوپه ريښتيني توگه د خلكوخدمت وكړي.
د يادونې وړده چې دا له نوموړي مركزڅخه د پوليسود فراغت 27مه دوره ده چې فارغيږي اود تيرودوه كلونوراپه ديخوا له ياد مركزڅخه ټول ټال 3409تنه پوليس فارغ اودا مهال 372تنه نورترروزنې لاندې دي.







د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر سره د لا زياتو معلوماتو يا پوښتنو لپاره په لاندنيو پتو سره اړيكه نيولاي شي. +93 (0) 794 936 486, +93 (0) 0706 047 912, +93 (0) 799 534 053, +93 (0) 700 302 009 ګرځنده تليفون: mda_600@yahoo.com , hgmcpress.helmand.af@gmail.com , hgmcpress.officer1@yahoo.com ايمل ادرس

دناوي ولسوالي ددرويشت كيلومتره سړك دجوړيدو پرسر رواني ناندرۍ پاته ورسيدلي.




دناوي ولسوالي ددرويشت كيلومتره سړك دجوړيدو پرسر رواني ناندرۍ پاته ورسيدلي.
دغه سړك چي دلښكرګاه نه پيل ناوه او ګرمسير ولسوالي له لښكرګاه سره نښلوي دډيرو مودو راهسي يي دمځكه والو او دولتي چارواكوترمنځ دمځكي پرسر ناندرۍ رواني وي .
دناوي ولسوالي خلګوپه خپلومځكوكي دپاخه سړك دتيريدوممانيت ځكه كاوه چي يادسړك ددوي پرشخصي مځكوتيريده .
خودسي شنبي په ورځ دناوي ولسوالي خلګوديوغونډي پرمهال دهلمندوالي سره ژمنه وكړه چي دسړك دجوړيدوڅخه هركلي كوي اوډيرژردي ددي سړك چاري پيل سي ،
داسړك چي دلښكرګاه ښارڅخه پيل دناوي ولسوالي نه وروسته به دګرمسيرولسوالي ترمركزه هم ورسيږي

دسړك پرسرهغه ستونزمنه لانجه پايته رسيدلي چي ددولت اودناوي ولسوالي دخلګوترمنځ راپيداسوي وه
دلښكرګاه ښارڅخه ناوي او دهغه ځاى نه دګرمسير تر مركز هزارجوفت پوري دنږدي يو اتيا كيلومتره سړك دپخيدو چاري ځكه په مياشتو مياشتووزنډيدلي وي چي دناو ي ولسوالي يو شمير ځمكوالو ورته په خپله مځكه كي دتيردو اجازه نه وركوله.
دناوي په ولسوالي كي دخلګوترمنځ اختلافات هغه مهال نورهم زيات سوله چي ځينوخلګودسړك دجوړيدو ملاتړكاوه اوځينونورويې بيادجوړولومخه نيوله ،
خو دراولاړي سوي لانجي دهواري په خاطرهغه خلګوهم هوكړه وكړه چي دوي ته به په عوض كي په لښكرګاه او يا نورو سيمو كي كرهڼيزي مځكي اوياهم رهايشي نمري وركړي.
دناوي ولسوالي ټولوخلګوږغ وكړچي ددي پروژي تدبيق ته چمتو دي چي مځكي يي دسړك په كار كي له منځه ځي.
دناوي ولسوالي دسړك دغه پروژه دوهم ځل دي چي كاربه يې پيل سي خووړاندي تردي هم ددي سړك كار دخلكواودولت ترمنځ دځينوشخړو په خاطر لغوه سوو.
دناوي ولسوالي دغه سړك چي لمړي برخه به يي ديرويشت كيلومتره وي دري ديرش ميليونه امريكايي ډالره لګښت پري راځي. يادپيسي دامريكا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت له لوري وركول كيږي
دهلمند والي محمد ګلا ب منګل دناوي خلكوته وويل تاسو ته به دمځكي په عوض كي كرهڼيزه مځكه ،پيسي اويا هم رهايشي نمري دركول سي .
هغه له اوسيدونكوغوښتنه وكړه چي په ناوه كي دبيا رغوني ټولو كارونوته امنيت برابركړي اوپه دي برخه كي له مرستندويه ادارواو دولت سره مرسته وكړي.

دهلمندوالي وايې دناوي دسړك دجوړيدو لپاره ټولي چاري پوره سوي دي يوازني ستونزه يي دخلكو او مځكه والو سره وه چي پاي ته ورسيدل.
دچارواكوپه خبره دناوي تر دريويشت كيلومتره سړك وروسته ګرمسير او بيا دهغه ځاى نه خانشين ته دسړك دجوړلو كارونه بشپړه سوي دي چي كاربه يې ډيرژرپيل سي .

۱۳۹۰ مرداد ۲۵, سه‌شنبه





دولسي جرګي دقانون ددوه سوه كسيزايتلاف دجوړيدوڅخه ملاتړاوسوو
په هلمندكي په لسګونوكسانوديوي غونډي پرمهال ديادايتلاف څخه خپل هرډول ملاتړل اعلان كړددوي په خبره كچيري دولت ددوي ايتلاف خبري ونه مني دوي به په هلمندكي دهرډول لاريونونوپه كولوسره لاس پوري كړي
دغه راټول سووكسانوپردولت ږغ وكړچي هيواددي دبهران په طرف نه وړي اونه دي هم دنوروبيګناانسانانووينه تويه وي .
خوبل پلوبياپه يوه بله غونډه كي دولسمشركرزى دهري پريكړي ملاتړاعلان سوواوپر جوړسوي ائتلاف يې تورولګوي چي يادكسان دنورملګوپه لمسون دخپلي خاري اوخلګودبرپادي لپاره كاركوي دوي داهم وويل چي په جوړسوي ايتلاف كي شكيل وكيلان دولسي جرګي څخه ويستل سي .
داچي پدي ورستيوكي دپارلمان اودولسمشرترمنځ يوډول اختلافات رامنځته سوي دولسي جرګي دقانون څخه ددوه سوه كسيزايتلاف په جوړيدوسره دولسي جرګي او ولسمشرترمنځ يوډول ننګوني رامنځته سوي .
چي كارپوهان بيادى كشماكشته هيواديوځل بيادورنيوپه لوربيول په ګوته كوي اوديادكشماكش رامنځته كول يوه ستونزمنه خبره بولي .
په هلمندكي دقانون ددوه سوه كسيزايتلاف څخه دملاتړپه موخه يوه غونډه جوړه سوي وه چي راټولوسووخلګوټولوپردولت ږغ وكړچي نوردي دولت په لوي لاس داملك دخرابي په لورنه وړي
دغونډي راټول سوي ويناوال چي خوراجزباتي وه په خپلوخبروكي ددي ستونزي دحواري لپاره يې دنړيوالي ټولني څخه هم غوښتنه كوله چي پدي ستونزه كي دي ددولت اوخلګوسره مرسته كړي
څوياده رامنځته سوي لانجه په يوبهران بدله نسي .
دايتلاف ف څخه دملاتړپه ياده غونډه كي داهم وويل سول چي اوسني دولت دخپلوخلګولپاره دستونزوپه حلولوكي پاته راغلي اونه يې هم تردامهاله داولس لپاره هڅه كړي
ددوي په وينادولت يوازي تردم ګړيه دخپلوشخصي ګټوپه موخه پرخپل اولس ورځي اوشپي تيره وي ،
خوپه همدي ورځ په يوه بله جوړه سوي غونډه كي په سلګونه كسان راټول سوي وه دولسمشركرزى دهري پريكړي ملاتړاعلان كړاوپرجوړسوي ائتلاف يې تورولګوي چي يوازي دملك دوراني لپاره يې هڅي راپيل كړي اودخپلوسخصي ګټوپه موخه كاركوي
دوي داهم ويل چي په ايتلاف كي شكيل وكيلان بايددولسي جرګي څخه ويستل سي .
دا ائتلاف هغه مهال منځته راغي كله چي دولسي جرګي دغړواودولسمشرترمنځ خبري ترينګلي سولي
دولسي جرګي څخه دقانون دملاتړدايتلاف مشرظاهرقديرڅوورځي وړاندي په يوه غونډه كي دولسمشرڅخه ددي ستونزي دهواري غوښتنه كړي وه خوهغه داهم ويلي كه يې دحل لاري چاري ونه لټوي نوولسمشردي خپله استعفادخپل اولس پروړاندي وليكي اوملكي نوردوارني په طرف نه وړي




په ناوى ولسوالى کى دمحلى پوليسو يوتن قوماندان عبدالاحداو دهغه ملګرۍ دماين په يوه چاودنه کى وژل سوى دى

په ناوى ولسوالى کى دمحلى پوليسو يوتن قوماندان عبدالاحداو دهغه ملګرۍ دماين په يوه چاودنه کى وژل سوى دى
دهلمند ولايت دناوى ولسوال حاجى عبدالمناف رسنيو ته ويلى د ى چى پيښه نن سهار مهال دناوى ولسوالى په باسولانو سيمه کى رامنځته سوى ده .
ولسوال وويل ماين دوسلوالو طالبانو له لورى دلويى لارى پرسر ښخ کړاۍ سوۍ وو او نور چاته په کى زىان نه دى رسيدلى
دپيښى پړه تراوسه چاپه غاړه نه ده اخستى.
څه موده وړاندى هم دمارجى ولسوالى دسىستانى دسيمى دمحلى پولىسو قوماندان په لښکرګاه ښار کى دنامالومو وسلوالو له لورى په ډزو کى وژل سوى وو

۱۳۹۰ مرداد ۲۳, یکشنبه

دموسي كلا ولسوال وايي په دي ولسوالي كي دبيارغوني كارونه په ټپه ولاړ دي او دلښكرګاه څخه دولتي اداري هيڅ توجه نه كوي .


دموسي كلا ولسوال وايي په دي ولسوالي كي دبيارغوني كارونه په ټپه ولاړ دي او دلښكرګاه څخه دولتي اداري هيڅ توجه نه كوي .
دموسي كلا ولسوال نعمت الله صميم وايې ددي ولسوالي دخلكو اقتصادي وضعه خرابه ده كه چيري مرستندويه اداري ورسره مرسته ونه كړي ديوه بهران سره به مخ سي .
موسي كلا ولسوالي دهلمند په شمال كي يوه نارامه ولسوالي ده خودولسوال په خبره چي مركزي دولت يادي ولسوالي ته يې هيڅ ډول پاملرنه نه ده كړي اوددي ولسوالي حالات ورځ تربلي دخرابيدوپه حال كي دي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
په موسي كلا ولسوالي دڅښلو لپاره پاكي اوبه نسته ،خلك يي دناامنييو نه شكايت كوي او ډير كم وګړي روغتيايي خدماتو ته لاس رسي لري.
دموسي كلا ولسوال نعمت الله صميم وايي دموسي كلا ولسوالي نه ګرشك ته اولښكرګاه ته دغزيدلي لاري په اړه يي څو ځله دولايت مقام او مرستندويه ادراوته وړانديز كړيدي خو تراوسه نه دي منل سوي
موسي كلا ولسوالي دهلمند په شمال كي يوه پراخه غرنۍ ناارامه ولسوالي ده چي پرسړك يي دشته ناامنيو په خاطر دولت پلوه كسان تګ اوراتګ نه سي كولي .
موسي كلاولسوالي ته دلاري دخرابوالي له امله دتوكو بيه په داسي حال كي دوه برابره ده چي دخلكو اقتصادي حالت يي هم دسختي انديښني وړ دى.
دموسي كلادولسوال په خبره دولت تراوسه ددي ولسوالي دپراختيالپاره هيڅ داسي كوم كاركړي چي هغه دي ددي ولسوالي داوسيدونكولپاره اغيزمن وي
دموسي كلاولسوال نعمت الله صميم وايې پدي ولسوالي كي دبيارغاوني كارونه هيڅ نه ترسترګوكيږي اونه هم دكليواوپراختياراړوندچارواكوپدي ولسوالي كي دبيارغاوني كارونه پرمخ وړي
هغه دولتي اداره پدي تورنه كړه چي ګواكي موسي كلاولسوالي ته هيڅ ډول پاملرنه نلري اونه هم پدي ولسوالي كي دخلګودهوسايني لپاره كوم كارترسره سوي .
ولسوال وايې كه دي ولسوالي ته دولت خپله پوره پاملرنه راونه ړوي داولسوالي به ديوبهران په طرف په ډيري چټكي سره روانه پاته سي ،
دافغان حكومت ډير لوړ پوړو چارواكو پنځه كاله وړاندي كله چي داولسوالي دوسلوالو طالبانونه ددولت په لاس ورغلل ژمنه وكړه چي له دي ولسوالي نه به نمونه ولسوالي جوړوي.
دښاري پراختيا،كليواوپراختيا،دګرهڼي او ګڼوو نورو وزيرانودغه ولسوالي ته دخپل يوسفر پرمهال له خلكوسره وعده وكړه چي ولسوالي به يي دهيوادپه سطحه يوه نمونه ولسوالي جوړوي خو ددي ولسوال مسئولين وايي پرډاګ ناست دي او هيڅ ډول خدمات خلكوته نه سي رسولي.
دمسولينوپه خبره دموسي كلاولسوالي خلګ هم ترډيره ځايه دخپل دولت سره ځكه مرسته نه كوي چي ددوي په وينا دولت هغوي ته شاګرځولي او دهرډول خدماتو په رسولو كي پاته راغلي دي.


۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبه

په هلمند کي دماين يوي چاودني دري ميرمني او دوه نارينه ووژل



په هلمند کي دماين يوي چاودني ملكي وګړوته مرګ ژوبله اړولي .
دهلمنددنهرسراج ولسوالي سپين مسجدته څيرمه په يوټونيس موټرباندي دماين په چاودنه كي دري ميرمني اودوه تنه نارينه ووژل سول ،
دملكي وګړومرګ ژوبله پداسي حال كي رامنځته كيږئ چي دوه اونې وړاندي په نهرسراج ولسوالي کي دملکي کسانو په موټر دماين دچاودني له امله شپاړس تنه ملکي کسان دښځو اوماشومانوپه ګډون ووژل سول ،
چارواکي وايي ددي لپاره چي دملکي کسانو دمرګ اوژوبلي مخه ونيول سي وي دپوليسوسره دخلګومرسته اړينه بولي اوپدي برخه كي يه دخلګوڅخه دمرستي غوښتنه وكړه .
په دي اړه نور حا ل زما همکار راکوي
دهلمند ولايت په نهرسراج ولسوالي كي ديوماين دچاودني قربانيان يوځل بياعم وګړي وه ،
دي چاودني چي دپنځو تنو ملکي کسانو ژوند واخست. دګرشک ولسوالي دسپين مسجد سيمي ته څيرمه دملکي کسانو پريوه ټونس موټر رامنځته سوه چي ددونارينه ووپه ګډون دري ښځي هم ووژل سوي ،
دماين داچاودنه پيداسي حال كي رامنځته كيږي چي يوازي يوه اونې وړاندي دنهرسراج ولسوالي په سيموکي دماين يوچاودني شپارس تنه ملکي کسان ووژل چي اکثره يي ښځي اوماشومان وه .
دهلمنددوالي وياندداوداحمدي وايي دغه پيښه دشنبي په ورځ هغه مهال رامنځته سوي ده چي دملكي وګړوموټرګرشك ولسوالي ته پرلاره وو.
داحمدي په خبره ماين په سيمه کي دپوليسو دسيمزو ګرمو لپاره وسلوالوطالبانو ځاي پر ځاي کړي
وو په هلمند کي په دي وروستيو کي دماينو دچاودنو پيښي خورا زياتي سوي دي که څه هم وسلوال طالبان اکثره وخت دماين دچاودنو له امله دګڼوبهرنيو سرتيرو دژولو خبرونه ورکوي خو کله كله دملکي کسانودسورلې موټرددغه ماينونو ښکارځي او ګڼه مرګ اوژوبله رامنځته كړي ،
دوالي وياند داود احمدي وايي ددي لپاره چي دماينونو له امله دملکي کسانو مرګ اوژوبله کمه سي ولسي وګړو ته ښآيي دپوليسو سره مرسته وکړي هغه له خلکو غوښتنه وکړه چي په سيمه کي دخپلومحلي پوليسو سره دماينونو په شنډولو کي اوددي ترڅنګ په نروبرخوكي هم مرسته وکړي او يا هم دپوليسو وړيا ټليفوني شميروته زنګ ووهي
احمدي وويل دملکي کسانو دغه موټر ګرشک بازار ته دسودا داخستلو په خاطر روان وو ،هغه دماين دښخو ولو پړه پروسلوالو طالبانوور ورواړه ول خولا تراوسه وسلوالوطالبانو دماين دايښودلو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي



په هلمندكي دپټ څاري ادري كاركوونكووسلي اوچاوديدونكي توكي نيولي



په هلمندكي دپټ څاري ادري كاركوونكووسلي اوچاوديدونكي توكي نيولي .
دهلمند دپټ څاري اداري کار کوونکو دلښکرګاه ښار ترڅنګ په نهرسراج او نادعلى ولسوالىو کى ګڼ شمىر چاودىدونکى توکى ،وسلى او مهىمات نىولى دى
دپټ څاري اداري يوه سرچينه وايې دوي دلښكرګاه ښارترڅنګ په ولسواليوكي دخپلوكاركوونكوپه مټ دولسلوالوطالبانوهرډول پلانونه پرخپل وخت شنډكړي اوددي ترڅنګ يې چاوديدونكي توهم په لاس راوړي .
دهلمند دپټ څار ي ادري سرچىنه واىى
په دى نىول سوو چاودىدونکوتوکو کى اته حلقى ماىنونه ،اوه مىله کلاشنکوف
ىوه جوړه دپولىسو درشى او ګن شمىر توپنګچى او چاودىدونکى توکى نىولى دى .
سرچىنه زىاتوى دغه توکى ىى دپټ څاري اداري دکار کوونکو له لورى دىوى اونې په
ترڅ کى دځانګړوعملىاتو پرمهال نىولى دى او په تور ىى څوک نه دى نىول سوى

۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبه

د لښكرگاه ښاروالى نويې ودانى جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل سوه






د لښكرگاه ښاروالى نويې ودانى جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل سوه
دغه ودانى د پنجشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې د هلمند والي محمد گلاب منگل اود ښاروالى د نورومسؤلينولخوا د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
د هلمند والي محمد گلاب منگل ددې پرانيستې پرمهال وويل چې دا ودانى په دوه پوړه كې ۲۸اداري خونې،د غونډوتالاراوټول ملحقات يې چې د يوې عصري ودانى لپاره اړين وي په نظركې نيول شوي اود يوه كال په موده كې جوړشوي دي.
د نوموړي په وينا چې ددې ودانى ټوليزلگښت درى سوه زره امريكايي ډالره دى چې د انگلستان هيواد د نړيوالې پرمختيايي ادارې لخوا وركول شوى اودا ودانى په څلورجريبه ځمكه كې د لښكرگاه ښارپه اداري ساحه كې جوړه شوې ده.
د يادونې وړده چې د لښكرگاه ښارد پراخه كيدوپه درشل كې د ښاروالى اړوند له دوه ناحيوڅخه شپږوناحيوته پراخه شوى چې ورسره جوخت يې د مامورينوتشكيل هم ۲۹۴تنوته رسيدلى دى.






په هلمند کي نشه يي توکي نيول سوي دي


په هلمند کي نشه يي توکي نيول سوي دي
دهلمنددنشي توكوپروړاندي دمباريزي پوليسو 124کيلوګرامه لانده تارياک نيولي دي
دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګاروايې دغه ترياک يي دناوي ولسوالي په خرابي سيمه کي ديوه کس په کور کي دمعلوماتوپربنسټ نيولي
دغه عمليات دچهار شنبه په ورځ دنشه يي تو کو په وړاندي دمباريزي دځانګړو پوليسو له لوري په ياده ولسوالي كي ترسره سوي ،
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري
دنشه يي توکو په وړاندي دمباريزي ځانګړو پوليسو دچهار شنبه په ورځ دناوي ولسوالي دخرابي په سيمه کي پريوه کور چاپه ووهل او ۱۲۴کيلوګرامه لانده ترياک يي دکور له خاوند سره يوځاي ونيول .
دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګارافغان نيوزته وويل دخرابي دسيمي اوسيدونکي محمد نور دعبدالکريم زوي دغه ترياک په ډير مهارت سره دکور په ديوالونو کي ځاي پر ځاي کړي وه

قوماندان وويل دنشه يي توکو سره مباريزه يي کلکه نيولي ده او هره ورځ په دي برخه کي لاسته راوړني لري
هغه زياته کړه دنشه يي توکو په وړاندي دمباريزي پوليس له ورځي نه بلي ته مسلکي کيږي او په دي ورځو کي ددي توان لري چي دهلمند ولايت په هره سيمه کي ځانګړي او په يوازي سر دنشيي توكودنيولوپه موخه عمليات وکړي.
ديوبل خبرلمخي امنيه قوماندان زياته کړه تيره ورځ دګرشک ولسوالي داببازانو په سيمه کي دپوليس پريوامنيتي پوسته وسلوالو طالبانو بريد کړي دي او پنځه تنه پوليس يي وژلي دي چي دقوماندان په خبره طالبانو ته هم مرګ او ژوبله اوښتي ده خو نومړي يي دقيقه شميره ونه ويل
ديادوني وړده چي دګرشک ولسوالي داببازانو دسيمي دغه امنيتي پوسته کله ناکله دوسلوالو تر بريد لاندي راځي او پوليسو ته په کښي مرګ اوژوبله اوړي.

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه





دهلمند دملي ا منيت كار كوونكو دباروتو او چاوديدونكوتوكوډك بارلاري موټرنيولي .
دهلمند دملي امنيت ريس رسنيوته ويلي دي چي داباروت دګردي جنګل څخه ر اوړل كيده اوپه لښكرګاه ښاركي دډيرو سترو چاودنو لپاره پلان سوي وو
ددي باروتو سره يوتن او دوه سوه بوجۍ بوره هم نيول سوي ده
دادلښكرګاه ښار دامنيت تر سپارل كيدو وروسته دوهمه سترپيښه ده چي دملي امنيت دكاركوونكو له لوري يي مخه نيول كيږي.
پدي اړه نورحال زموږهمكاردهلمندڅخه سردارمحمد سروري راكوي
دهلمند دملي امنيت كاركوونكو دلښكرګاه ښآر په زړه كي دباروتو څخه بآر هغه لاري موټر ونيوى چي دګاونډي هيواد پاكستان دګردي جنګل له سيمي نه هلمند ته راوستل سوي وو
په دي لاري موټر كي دسلګونو ماينونو لپاره باروت او دوه سوه ګوني بوره بار ځاي پرځاي سوي وه
دهلمند دملي امنيت ريس ډګروال نظرعلي واحدي افغان نيوزته وويل باروت يي دلاري موټر په منځ كي دبوري تر بوجيو لاندي دتيلو په بيلرونو كي ځاي په ځاى كړي وه
واحدي وويل دملي امنيت كار كوونكو شپه او ورځ كار كوي چي په لښكرګاه او اړوند سيمو كي دچاودنو او ترورستي بريدونو مخه ونيسي.
دملي امنيت ريس زياته كړه ترهغه وروسته چي دلښكرګاه ښار امنيت افغان ځواكونو ته سپارل سوي دي دډيرو وران كارو پيښو دمخنيو تر څنګ يي دادوهمه ستره پيښه ده چي دوي يي مخه نيسي.
تيره اوني هم دملي امنيت كار كوونكو دوه تنه دلسګونو ميله وسلواو چاوديدونكوتوكو سره ونيول.

واحدي وويل دلښكرګاه اوسيدونكوته ډاډ وركوي چي دهر راز وران كارو عملونو مخه نيولي سي خو بيا يي له خلګو غوښتنه وكړه چي ددوي سره ګډ كاروكړي او دامنيت په ټنګښت كي دملي امنيت له كاركوونكو سره مرسته وكړي
دملي امنيت چارواكي وايي دغه باروت چي دولس سوه پنځو س كيلو ګرامه دي په اساني تري شل كيلويي اته سوه ماينونه جوړيداى سي .
كه څه هم تراوسه ددولت وسلوالو مخاليفينو رسنيوته په دي اړه څه نه دي ويلي خو داپه دي وروستيو دوو اونيو كي ددولت دوسلوالو مخاليفينو دوهمه هڅه ده چي دملي امنيت دكاركوونكو له لوري شنډيږي.



۱۳۹۰ مرداد ۱۶, یکشنبه

دمارجي ولسوالي ځايې اداره دخلګولپاره بشپړه خدمات نسي وړاندي كولاي



دمارجي ولسوالي ځايې اداره دخلګولپاره بشپړه خدمات نسي وړاندي كولاي
دمارجي ولسوالي دمسولينوپه خبره دډيرومهمورياستونودڅانګونشتوالي ددوي ادارى چاري له خنډسره مخ کړي دي
په مارجي ولسوالي كي دكلونوپه تيريدوسره لاددي ولسوالي ځايي اداره د بشپړملکي خدمتونوپه وړاندي کولوسره نده بريالی سوي
دمارجي ولسوال عبدالمطلب مجبورافغان نيوزته وويل دوي پدي اړه څوڅوځلي داړونده رياستونوڅخه په ولسوالي كي دخپلوځانګودفعاله ولوغوښتنه كړي خوپه ويناتردم ګړيه چادده په خبره سرهم نه دي ګرولي اودمارجه ميشتوستونزي پرخپل ځاي پاته دي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
د مارجي ولسوالي عام وګړي كه څه هم خپلي ورځني چاري په يوه ډاډمنه فضا کي پرمخ وړي خوپه پدي وروستيوکي دمارجي ولسوالي د ځينو ادارود مامورينودنشتون له کبله دمارجي ولسوالي د اوسيدونکولپاره پوره خدمات نه دي وړاندي سوي ،
په دي اړه دمارجي ولسوال عبدالمطلب مجبور وايي دامهال دمارجه ميشتواوسيدونکوستونزي خورازياتي سوي اوددوي لپاره هغه ادري لاتردامهاله غيري فعالي دي چي ددوي ورسره سروكاردي .
دولسوال په وينادم ګړي په مارجي ولسوالي كي دثبت احوال نفوس ، دښاروالي ، ترانسپورټ ،اوحقوقو اداري هم غيري فعاله دي چي پدي برخه كي دمارجي وګړي په خورازياتوستونزوراشكيل دي .
ده له اړونده رياستونو څخه وغوښتل چي په مارجي ولسوالي کي دي يادي څانګي چي دامهال غيرفعاله دي عملا خپلي كارپيل كړي ترڅوپه يادوبرخوکي دخلک ستونځي حل سي
په مارجي ولسوالي کي ديادوادارودمامورينودنشتون ستونځه په داسي حال کي راپورته کيږي چي په تيري اونې کي ددي ولسوالي دملکي خدمتونودواړندي کولواودمامورينولپاره دماشاتودلوړه ولوپه موخه اودراتلونكي كال لپاره دولت يوعشاره يه دري ميليونه ډالره په نظركي نيولي سوي داسي ويل كيږي چي يادي پيسي به دمارجي ولسوالي په بيلابيلوبرخوكي ولګول سي .

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه




دهلمندڅخه حج ته دتلوونكوكسانو وركول سوي سهميه كمه ده .
دغه ټكي دهلمندڅخه حج ته دتلوونكوكسانودقرعه كشي پرمهال روښان كړ
دوي وايي چي هلمنددنفوس له پلوه دافغانستان له اكثره ولايتونوڅخه زيات دي خوبياهم دحج او اوقافووزارت ورته ډيركمه سهميه ټاكلي ده .
دهلمندوالي وايي چي له اړونده چارواكوسره خبري كوي ترڅودهلمندڅخه حج ته دتلوونكوكسانوشميره نوره هم زياته كړي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
دهلمندحج اوقافوسرپرست ريس عبدالحميدخان وايي چي سږكال دغه پروسه دتيركال په پرتله له اداري فساداوشخصي اړيكوڅخه پاكه ده .
دي وايي چي له پلازميني كابل څخه راغلي هيت هم له دوي سره دهغه كسانومخه نيولي چي په واسطويي غوښتل حج ته ولاړسي .
دهلمنداوسيدونكي وايي چي دي ولايت ته ډيركمه سهميه وركول سوي ده .دوي غوښتنه كوي چي هرولايت ته دي دنفوس پراساس سهميه وركړي .
دوي وايي چي دكلونوكلونوراهيسي په قرعه كشي كي ګډون كوي خوبيايي هم دكمي سهميي له مخي دوي نسي كولاي چي حج ته ولاړسي .
دهلمندوالي محمدګلاب منګلدددي قرعه كشي دپيل پرمهال وويل چي دا لړي به د تير كال په پرتله ډيره شفافه او د هرډول اداري فساد څخه خوندي وي.
هلمندوالي وويل چې سږكال ۱۱۶۶۳ تنو نومونه ليكلي چي پدي كسانو كي به ۹۳۳ تنه هلمند ته د وركړل سوي سهمي له مخي بيت الله شريفي ته د حج د ادايني لپاره ولاړ سي.
هلمندوالي وايي چي دحج اوقافورياست وزارت له چارواكوسره خبري كوي ترڅوهغه شميري چي له نورو ولايتونوپاته كيږي هغه هلمندته وركړي .

۱۳۹۰ مرداد ۱۴, جمعه

په هلمندكي ديارلس وسلوال طالبان دګډوځواكونوپه عملياتوكي وژل سوي دي .



په هلمندكي ديارلس وسلوال طالبان دګډوځواكونوپه عملياتوكي وژل سوي دي .
دغه عمليات دنادعلي ولسوالي د c1 غربي اودښت په سيمو كي ترسره سوي چي ددي ولسوالي دقوماندان په ګډون پنځه پوليس هم ټپيان سوي دي .
او تيره ورځ په همدي ولسوالي كي دايساف په هوايي بمباريوكي شاوخوالس تنه وژل سوي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
تيره ورځ دنادعلي ولسوالي دc1 غربي په سيمه كي دګډوځواكونوپه عملياتوكي دنادعلي ولسوالي امنيه قوماندان سمونمل ښادي خان په ويناديارلس تنه وسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه تنه يې ټپيان سوي هم دي .
چي په وژل سوو وكي دوسله والوطالبانوځايي قوماندانان ملاعبدالحليم .افغان اوملاصديق الله شامل دي .
ښادي خان وايي چي په دي وروستيوكي دنادعلي ولسوالي ځينوبرخوته عرب جنګليالي ورغلي دي چي وروستي ناامني هم دهمدي جنګياليوله خواراپيداسوي دي .
اوهمدارنګه تيره ورځ دنادعلي ولسوالي په سي يك غربي سيمه كي دايساف پرپلي كزمي وسله والوطالبانوبريدكړي چي ايساف له هوايي ځواك څخه مرسته غوښتي چي په هوايي بمباركي ديوي كورني شاوخوالس غړي وژل سوي .
قوماندان وويل چي تراوسه لا معلومه نه ده چي دغه وژل سوي كسان وسله وال طالبان دي اوكه ددي كورني غړي .
بل خوادوسله والوطالبان وياندقاري يوسف احمدي له يوه نامعلومه ځايه دټليفون پركرښه افغان نيوز ته وويل چي په دنادعلي كي ټول وژل سوي كسان ملكي وګړي دي چي ښځي اوماشومان هم پكښي شامل دي .
نوموړي په نادعلي ولسوالي كي ايساف ځواكونوته هم ددرني مرګ ژوبلي ادعاكوي .
خوځايي چارواكي بيادغه ادعانه مني

۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

دهلمنددپټ څاري اداري کار کوونکو لسګونه ميله وسلي او دوه تنه ترهګر نيولي دي





دهلمنددپټ څاري اداري کار کوونکو لسګونه ميله وسلي او دوه تنه ترهګر نيولي دي
دهلمنددپټ څاري اداري مشروايې دلښکرګاه دامنيت تر انتقال وروسته يي فعاليتونه ډير سوي دي او کولي سي په ډيره اسانې دلښکرګاه او شاخوا سيمو امنيت وساتي
دپټ څاري اداري مشرپداسي حال كي دلښكرګاه دښاردښه امنيت دراويستلوخبره كوي چي يوه اوني وړاندي دمحلي پوليسوقوماندان اوقومي مشرحاجي نورعلي په لښكرګاه ښاركي دخپل كورمخته په ډزوسره ووژل سوو.
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
دهلمنددپټ څاري ادراي کارکوونکو په لښکرګاه ښآر ،نادعلي او نهرسراج ولسواليو کي ګڼ شمير وسلي ،چاوديدونکي توکي اود نيول سووموادوپه توريې دوه كسه هم نيولي .
دهلمنددپټ څاري اداري ريس ډګروال نظرعلي واحدي رسنيو ته وويل دغه توکي يي دلښکرګاه ښار په شمول دنادعلي او نهرسراج ولسوالي په يوشمير مهيمو سميو کي دخلکو په مرسته نيولي دي
دپټ څاري اداري ريس وويل عبدالظاهر او عزت الله يي دنهه ميله توپنګچو پنځه ميله کلاشنکوف،ګڼ شمير ماينونه او دسلګونو عددو مرميو او نورو چاوديدونکو تو کو سره نيولي دي

دى زياته وي وروسته له هغه چي دلښکرګاه ښار دامنيت چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سوي ددوي فعاليتونه ډير سوي دي او کولي سي چي دلښکرګاه ښار ترځنګ دنور همسايه سميو امنيتي چاري هم سمبال کړي
په هلمند کي وسلوال طالبان هره ورځ دافغان او بهرنيو سرتيرو دوژلو ادعا کوي خو دولتي مسيولين هم دهغوي په پټن ځايونو چاپي وهي او دوسلو او مهيماتو ترڅنګ يي دافرادو دنيولو خبر ورکوي.
خوډيرى وختونه وسلوال طالبان دخپلو ملګرو دنيولو ادعا نه مني