۱۳۹۳ فروردین ۳۱, یکشنبه

په تیره یوه میاشت کي په هلمند كې ۳۴ وسله والومخالفينوته مرگ ژوبله واوښته .

راپور-۲۰-۴-۲۰۱۴
په تیره یوه  میاشت کي په هلمند كې ۳۴ وسله والومخالفينوته مرگ ژوبله واوښته .
ددي ولایت امنيتي مسؤلين وايي په ياده موده كې د پوليسواونوروامنيتي ځواكونولخوا گډ اوځانگړي عمليات ددې ولايت په بيلابيلوسيموكې ترسره سوي چې پرمهال يې  تيرې سوې ټولټاكنې په ډاډمنه امنیتي فضا كې ترسره سوې.
چارواکي وايې اوس مهال ددې ولايت په بيلابيلوسيموكې د پوليسواونوروامنيتي ځواكونولخوا چاڼيزعمليات هم دوام لري.
پرهمدي مهال امنیه قوماندان هلمندمیشت خبریالانوته پدي موخه ستاینلیکونه ورکړه چي په خپلوکارونوکي یه پوره وړتیاله ځانه ښودلي ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پا سوال عبدالقيوم باقي زوى د يكشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل دتیري یوي میاشتي موده كې د پوليسواونوروامنيتي ځواكونولخوا ددې ولايت په بيلابيلوسيموكې گډ اوځانكړي عمليات ترسره سوي چې په ترڅ كې يې د دولت ۱۸ وسله وال مخالفين وژل سوي،۱۶ ټپيان او۷ نورژوندي هم نيول سوي دي.
هغه وايي په دې موده كې ۱۵۸ كړۍ ماينونه كشف سوي ،۷ ميله سپكې وسلې اودرى پايې مخابرې دپولیسولاسته وره غلي دي .

نوموړي وايې اوس مهال د پوليسواونوروامنيتي ځواكونووړتياوې لوړې سوې چې له امله یې په مرگ ژوبله كې د پام وړكموالى راغلى اوله بلې خوا ورسره د خلكوهمكاري هم ډيره سوې ده .
پرهمدي مهال دهلمندامنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوي دهلمندمیشتو خبریالانوهڅي اوپه دغه برخه کي یه ددوي هرډول قرباني وستایله چي ددي ولایت دامنیت ترڅنګ يې دسولي بیارغاوني . اودتیروانتخاباتوپرمهال يې پروخت اودقیق خبرونه ترهیوادولورسولي دي .


هغه ژمنه کوي چي په ټول توان به ددي ولایت دټولوخبریالانوسره نه داچي په هره برخه کي به پوره مرسته کوي بلکي به ددوي دستونزوپه حلولوکي به هم هلي ځلي کوي چي له همدي امله يې خبريالان په ستاينليكونوهم ونازول .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر