راپور-۱۷-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې به د كجكي د بريښنا پربند د دريم توربين د
نصب چارې تر۲۰۱۵ ميلادي كال ترپايه بشپړې سي.
چارواكي په داسې حال كې ددغه توربین دجوړویدوخبره کوي چې
په وينايې ياده
سوې
پروژه د امريكا د متحده ايالاتولخوا پيل سوې خوله ولایتي اداري سره د
لگښت اوپه نوروبرخوکي هم
هيڅ ډول
معلومات له دوي سره واکي نسته چي دغه کارکیداسي اداري فسادته پراخه زمینه برابرهم
کړي
دوى همدا رازوايي چې په دې پروژه كې به د كجكي د بريښنا ټول
سيستم له سره وه رغول سي .
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند والي محمد نعيم د پنجشنبې په ورځ خبريالانوته
وويل د كجكي د بريښنا دبند
د دريم توربين چارې اوس مهال
د امريكا متحده ايالاتودپوځي
برخي په مالي مرسته پيل سوې چې نه يوازې ياد سوى توربين نصبوي بلكې له
كجكي څخه ترلښكرگاه پورې د بريښنا مزى اوسب سټیشنونه هم له سره رغول كيږي چې دغه کاربه د۲۰۱۵ میلادي کال ترپایه بشپړسي .
د نوموړي په وينا ددې پروژې په بشپړيدوسره به د كجكي د
بريښنا ظرفيت له ۳۲ میګاوټ نه ۵۲
ميگاواټوته لوړسي چي دهلمند
اوكندهارولايتونه به
د بريښنا له شته ستونزوڅخه
خلاص اوسي .
![](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEgRXRh-tSydWJCwLREApw9rm4ikr-QCt7Qd8ETM2_W_Os_k0e1rXYxh1yMDrUKL_D4Dl1SX30b_BX-4A5I_sm3J6jDryFv775rNTEIESCXwNPk2BC-6ii9BuFpLZ4FGAtLbLUq0XMc6mu4/s1600/1507183_686112584783154_6351554446336630556_n.jpg)
د يادونې وړده چې كجكي ولسوالۍ ته ياد سوى توربين شاوخوا اوه
كاله وړاندې په خوراستونزمنوحالاتوكې
وليږدول سوخود
نصب چارې يې د بيلابيلولاملونوله
مخي وځنډول سوي خواوس مهال يې یوځل بیاقرارداددنامعلولګښتونوله مخي
ترسره سوي دي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر